دارغند دڅپو ژبه :
ښاغلى ازاد خان ازاد د ميرزا خان زوى، په 1976م/1355ل كال د كوټې په عمراباد كې زېږېدلى دى. زده كړې يې خورې ورې كړي او اوس مهال ديوه مامور په توګه رسمي دنده ترسره كوي. دا وخت د پښين په خانوزۍ نومي كلي كې استوګن دى.
له 1993م كال راهيسې يې شعر ته مخه كړې ده، چې تر دې مهاله يې د پرمختګ ډېر مزلونه وهلي او لا هم مخ په وړاندې روان دى.
ازاد خان ازاد، مينه ناك انسان او د لوړ شخصيت خاوند ځوان دى، چې د ده خاموش مزاج هر انسان د ده د فكري او ذهني نړۍ څرنګوالي ته لېوال كوي، ځكه د غليو انسانانو ليدلورى (بينش) او اندود (طرز تفكر) بېل وي. زياتره يې ژوند او فطرت ته له بلې زاويې څخه ګوري او بېل تصور لري.
د ايراني ليكوال او شاعر محمدحجازي په اند: ”شاعر داسې ساز دى، چې د طبيعت استاد جوړ كړى او په خپل لاس يې خوځوي، هره وږمه چې ورباندې تېره شي، نو غږېږي. څرنګه چې موږ د هېڅ توند باد له كبله نه غږېږو، نو ګومان كوو، چې نور ويونكي هم له شورماشوره ډك نه دي“.
ازادخان د ولس په درد دردمن او په خوښيو يې هم ورسره شريك دى. نه د غم پر وخت خپل ولس يوازې پرېږدي، نه يې هم پر كړاوونو سترګې پټوي. بلكې د ځان په ګډون نور خلك هم ورسره غمشريكۍ ته رابولي. په شعر كې يې د فكر تله درنه، ددې تر څنګ يې احساس او جذبه هم د قدر وړ ده، شعر يې ټولنې ته د شعور وركولو او د ځوانانو د راويښولو جذبه ورښيي. كه چېرې همداسې تاند پاتې شي، نو ليرې به نه وي چې د لا هنري پرمختګ زېرى يې زموږ زړونه لا پسې وغوړوي.
انسانيت
په زړه كې غم چې د وطن او د ملت نه لري
دا انسان نه دى او دا هېڅ انسانيت نه لري
زما خو ځان دى، زما زړه دى، زه يې قدر كوم
څه دى چې زما د سترګو تور مال و دولت نه لري
راګرځولي دې لاسونه دي پر حق د يتيم
ځكه خو مال دولت لرې، خو بركت نه لري
چې د اغيار په مرسته كار كوي، د قوم پر خلاف
داسې وګړي دلته قدر او عزت نه لري
جذبه د مينې په انسان كې نوى ژوند راولي
مرګ ورته ښه دى، څوك چې مينه محبت نه لري
پښتو، پښتون، پښتونستان، د پښتنو ناره ده
دا چې څوك نه مني، غيرت نه لري، پت نه لري
مرګ وي كه ژوند وي، خوب وي، وي دې په ازاد وطن كې
ملګرو! ژوند د غلامۍ خوند او لذت نه لري.
كاڼي
زما پر غم په چيغو- چيغو ژړېدلي كاڼي
ښكلوم ځكه د وطن دا ښكلي- ښكلي كاڼي
دلته پر موږ باندې يرغل كېږي له هر طرفه
دلته هر چا دي پر موږ باندې اورولي كاڼي
خدايه! صفا يې كړې د مينې ورورولۍ په باران
دا د افغان په وينو باندې لمبېدلي كاڼي
سخته سزا ده مقرره د هغو لپاره
چا چې په لار د پيغمبر كې غورځولي كاڼي
ازاد چې هر چاته وركړى په اخلاص باندې لاس
هغه ظالم ورته په لاس كې وي ساتلي كاڼي.
لټون
تا پسې وځم، چې په هر لوري جانانه وځم
څنګه دې هېر كړم، د زړه سره له ايمانه وځم
چېرې چې مينه محبت وي د خلوص راج وي
ځم بل جهان ته د نفرت له دې جهانه وځم
څنګه به ګرانه! هركلى ستا په غرمو نه كوم
ستا په راتلو خو زه د هجر له توپانه وځم
زاغانو لوټ كړ په كې نه شته سره و شنه ګلونه
خالي لاسونه دې له باغ څخه باغوانه وځم
ټول پښتانه درول غواړمه اوږه پر اوږه
د وحدت چغه يم د شعر له اذانه وځم
چې مې و قبر ته وروستۍ ډبره كښېږدې بيا به
جانانه! ستا د تهمتونو له بارانه وځم
عمراباد كې به ازاد ژوندون تر مرګه كوم
مولا دې نه كوي، چې زه به له بوستانه وځم.