Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-25  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

د خالد هادي حيدري شعرونه

عبادت
څوک ېې په ذکر په تسبو يادوي
څوک ئې لمونځو کښي په سجدو يادوي
څه ، عبادت خو بس همدغه نه دی
چي ئې د اوښکو په ويالو يادوي
منصور ته چا ويل چي ولي وائې ؟
د انالحق نوم دي ګناه لري
ده ول همدا ئې عبادت وګڼه
مجنون چي سترګي ګريوان وښوړاوه
دده مطلب خو د ښکلا خالق و
د ليلا نوم ئې عبادت وګڼه
دغه سندري چي وتاته وايم
دا عبادت نه دی نو څه دی؟ وايه !
په هر کلام کي ېې رازونه پټ دي
دغه رياضت نه دی نو څه دی ؟ وايه !
الباني ، نيويارک

اخـــــــــــــــــــــــــــــــتره !

اختره !
ته زما ومنه
زموږ و کلي ته نور مه راځه
ځکه دا ستا سيوری
ماته ژړاوي راوړي
اخير اختر دی
زما ماشومان په چغو چغو ژاړي
نوي څپلۍ نوي جامې غواړي
ها خو واړه دي په دې نه پوهيږي
خو
ته زما ومنه
زموږ وکلي ته نور مه راځه
ټوله پوهيږي
چي د جګړې ماينونو
زما پښې پرې کړي

اوس نو ته ووايه
په دې معيوبه وجود
څنګه پېسې وګټم
او
هغوی ته جامې رانيسم

دوشنبه د ١٣٨٤ لمريز کال د لړم ٩

ارمـــــــــــــــــــــــــــــــــــان
نن د اسمان ناوې
د سپيني وريځي
په پړوني باندي مخ پټوي
(خو)
نرم شمال ئې
لکه يو شوخ ماشوم
د سپين پلؤ په څنډو لوبي کوي
( او)
پرتندي ئې
هغه زرين خال
هغه لمرين خال
د څو شېبو لپاره وځليږي
کاش چي همداسي يو ځل
دا ستا د ميني ملايم لاسونه
زما او ستا تر منځ
هغه نازک حجاب ته ښور ورکړي
نور به مي ژوند ته د پای ټکی کښيږدم

اميستردام ، نيويارک
د جنوري 5 \ 2006

 وطنه
زمــــــــوږ او ستا ميـــــــنه وطنه
د مجــــــــــــــنون او دلــــــــيلا ده
هر معـــــــــــدن دي خــــــــزانه ده
هر لويشـــــــــــــــــــته دي طلا ده

هر سنګر دي کلک تر غرو دی
ساتل شـــــــــــــــوی په زمرو دی
هر ګل بوټــــــــــی دي ګوهر دی
هر تــــــــــيږه دي کيمـــــــــــــيا ده

هر درياب دي رودٍنــــــــيل دی
د فرعـــــــــون د سر قتـــيل دی
هر څانــــــــــــــــــــــګه د بهار دي
په سرو وينو خوشنـــــــــــــما ده

هر مرچـــــــــل دي فولادي دی
هر بچــــــــــــی دي غــزنوي دی
هر غاوٍر دي ابــــــــــــدالي دی
هره لـــــــــــور دي زلــــــــيخا ده

هر آواز دي زلــــــــــــــــــــــزله ده
هر پاڅــــــــــــــــون دي تـجله ده
هره ښــــــــکلې کارنـــــــامه دي
حيــــــــدري ته رهنــــــــــــــما ده
کندهار ١ / کب / ١٣٧٦

دسندروبېړۍ
نيمه شپه ده
خلک ويده دي
توره تياره ده
هلته له ليري په نژدې کلي کي
د سپو غپا ده
خو
په ګودر کي د اوبو شور دی
نری شمال دی
په دنګ چنار کي د پاڼو شور دی
اسمان زرين دی
د ستورو سترګي له ليري رپي
سپوږمۍ ويده ده
توره تياره ده
نيمه شپه ده
خو
زه لا ناست يم
د چنار ډډي ته
تاته سندري بولم
او
لکه ماشوم
د خپل کتاب د سندريزو پاڼو
له کاغذه ځني بېړۍ جوړوم
په دغه نيمه شپه کي
زه ئې وينمه
دغه رواني اوبه
په دې توره تياره کي
دا دسندرو څخه ډکي بېړي
د فريشتو د سپينو لپو په څير
ستا تر کلي دروړي

خدايزده . . .
چي تاته به در ورسيږي ؟ ؟

الباني / نيويارک

مناجات
ای باداره زمــــــــــــــانګـــــــــــاره
دغه ســــــــــــــــر مي نذرانه دی
ستا په پښو کـــي په سجده دی
په غوښـــــــــــتنه په ګــــــيله دی

يو نظــــــــــــر رابانــــــــــدي وکه
چي هوس مي راژونــــــدی سي
په مستۍ کـــــــــــي ليونی سي
بيا مي روح تــــــــه سپېلنی سي

په هامينه کـــــــــــي مي ډوب که
چي غــــــــــمونه پکښي موښلي
چي مرګــــــــــــــی ورځني تښتي
چي په زهـــــــــــــــرو کري دښتي

دخـــــــــــــيام پر کور مي شپه که
چي رنـــــدان وي وچ حلــــــــقونه
شرنــــــــــګوي خالي جامـــــــونه
زه هســـــــــتي کړم سرنــــــــګونه

هغــــــــه اور خو راتــــــــه بل که
چي ســـــــتا مينه په ډيـــــريږي
چـــــي دوږخ ځني لړزېــــــــــــږي
چي جهان ځــــــــــني بيريـــــږي

هغه ســـــــــــر درڅخه غــــواړم
چي له عقــــــــــــــله په لړزه سي
و فلـــــک ته غړغــــــــــــــړه سي
و مستۍ ته په ســــــــجده سي

په يو شــــــوخ زينار مي قيد که
چي له ژونـــــــــــدڅخه بيزار سم
د زاهــــــــــــــــد د سترګو خار سم
ستا په مــــينه کـــــــي په دار سم

د صهـــــــباء په کوثـــــــري جام
نن ســــــيراب خوار حيدري که
ټول زخــــــــــــمونې ناسوري که
خو ژونـــــــــــــــدون يې ابدي که

کويټ ١٨ مارچ ٢٠٠٣

وچکالي
پلني پلني وريځي راسي
داسمان مخ په سپېره سي
دبادونو څخه جوړه
د سيلۍ يوه نغمه سي
دوړ دوړکه په نڅاسي
ليونۍ ليونۍ کيږي
د هسک لور ته توري خاوري
له کوڅو څه په هوا سي
***
هغه وچي شوړي سترګي
چي سپرلي ورځني ورک وي
هغه شونډي چي پتري يې
د کلو د تندي نخښه
بيا د هسک پر لوري وا سي
دباران تمه پيدا سي
خو؛
زه يې پېژنم اسمان دی
زموږ کلی خطاباسي

ستړي ساندي
دشپو په غــــــــــــــيږ کي مسافر تنکۍ سهار ويده دئ
په زړه زخمي لکه لاله پر لالـــــــــــــــــــــــــه زار ويده دئ
هلته جامــــــــــــــــــونه دي په سرو وينو جانان ډک کړي
دلته نن زما پر ســـــــــــــــــــينه سل ځايه پرهار ويده دئ
خزانه بيا د فــــــــــــــــــــــــــــــــــــــنا کرښي پر تندي وليکه
چه ستا ترشا په خلوت کي شـــــــــــــــــين بهارويده دئ
اشنايـــــــــــــــــــــــــــــه ! مه وهه ملنډي په پرديسو زړونو
په هر زړګي کي سرې سکروټــــي سور انګار ويده دئ
کچکول د ميني ورته راوړه دديـــــــــــــــــــــدن سوالګره
چه پر سپين مخ ئې سور شفق لکه انــــــــــــــار ويده دئ
خدای (ج) خو پر پاشي درحـمت څاڅـکي په مينه مينه
چه په ها ښکلي مدينه کي زما نــــــــــــــــــــګار ويده دئ
له ډيره غمه حــــــــــــــــــــــــــــــــــيدري ستا دديدن په تمه
په ستړو ساندو ژړغـــــــــــــــــــــونئ ستا پر لار ويده دئ

الباني ،نيويارک ١٧ / ١١ /١٣٨٠

دهوس شاپېرۍ
ښکلی بهار مي بيا اغـــــــــــــــــــــــــــزو وخوړئ
دژوند کــــــــــــــــــــــــــــاروان مي زولنو وخوړئ
پاره ګريـــــــــــــــــــــوان مي نور ټوکر ټوکر سو
غمجن زړګۍ مي جـــــــــــــــــــــــــوابو وخوړئ
څنګه به ښکل کړم د هــــــــــــــــــوس شاپېرۍ
چه الفتـــــــــــــــــــــــناک زړه مي غمو وخوړئ
پيدا به څه کړم د ســـــــــــــــــــــــــــکون په ژبه
ياغي جنون مي تلاښـــــــــــــــــــــــــــو وخوړئ
لا به مي ولې په سکروټــــــــــــــــــــــــــو تر څو
ماشوم ځيګر مي سرو زخـــــــــــــمو وخوړئ
ولي مجنون سوې د خــــــپل شعر په ځوانۍ
حـــــــــــــــــــــيدري ژوند دي زندانو وخوړئ

کندهار ٨ / دلو / ١٣٧٧

ناصحه !
ناصحه !! بيا دي د منـــــــــــــــــــبر په غيږ کي
د مات بنګــــــــــــــــــړيو څو ښيښې پرتې دي
ددغه ښــــــــــــــــــار په هر طرف کــــــي نن بيا
ستا د نــــــــــــــــڅاو اوازې پرتــــــــــــــــي دي

بيا دي په پښـــــــــــــــــو کي د خلوت پر ټغر
دسرو شرابو ډک جامــــــــــــــــــــــــونه ايښي
تسبيح دي بيا د چا په غــــــــــــــاړه ځانګي
دادي پر څه د چـم دا مـــــــــــــــــــــونه ايښي

ته په خپل وعظ کي شراب څنګه غندې
زه دي په سترګـــــــــــــــــو کي نشې وينمه
تا حـــــــــــــــــــــــــــــــــيدري ته د توبو ويله
اوس دي په لاس کي پېــــــــــــمانې وينمه

کندهار ٧ / ٥ /١٣٧٩

خاموش اور
زما تقدير کي تغير ښکاري + چه هميش وړمه غمونه
پر ما جوړ د غم بازار دی + غمازان کړي هوسونه
د زاهد په لاس کي جام دی + په محراب کي ورو ورو ناڅي
مردار څاڅکی ئې له ميو + تر ناپاکو ليچو څاڅي
ټول دفتر د عشق ئې وسو + د ريا په خاموش اورکي
دټګۍ پر ټغر ناست دی + د نفاق په زاړه کور کي
بيهوده و هر خوبروی ته + په اميد د وصال ګوري
تر ناولي خولې ئې ناړي + د محراب پر حرم اوري
په امان له دا تقوا کړې + يا الهي حيدري خوار
د کينې تر جنت تير دی + خوښوي لوړ دوږخي دار

کندهار ٩ حوت ١٣٧٦

دميني جنازې
په کاڼــــــــــــــــــــــــــــــــــو مه وله جذبې د ميني
دا پاريدلي ولــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــولې د ميني
پريږده چه ستړي روح ته عشـــــــــــــــق وکري
مه سړوه ګرمـــــــــــــــــــــــــــــــــــي لمبې د ميني
ښه دئ چه طـــــــــــــــــــئ کي د اوږده خيالونه
او پرسر وشندي ايـــــــــــــــــــــــــــــــــرې دميني
ګوندي بيا مات کي د فلک کــــــــــــــرغښي
پر اتــــــــــــــــــــــــــــــــــــڼ راولي شغلې د ميني
ژر به لاهــــــــــــــــــــــــــــــــو کړي د غمونو دنيا
نوش به کړي سر پر سر پيالــــــــــــــې د ميني
بيا به کړي پورته حــــــــــــــــــــــيدري پر اوږو
د شعر په ژبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه جنازې دميني

غزني ١٧/قوس/١٣٧٧

شېخه !
بــــــيا دي دا چــــــغي د تقوا له کـــــــوم جـــــــــــــهته راځي
شيـــــــــخه چي بــــــــــوی دي دشرابـــــــــــو له خلوته راځي
ماتــــــــــــه لمبې او سرې سکروټــــــــــي د دوږخ يــــادوې
تاتـــــــــــــــــــــــه نو ولي پيغامونــــــــــــــــه د جنــــــته راځي
پـــــــــــــــــــرون دي ستړئ کۍ ذاهده خپل نفس په تــوبو
نن دي شرنګئ د سرو جـــــــــاموخاص له صحبته راځي
ما خو په وعـــــــــــــــظ او په تسبو ؤ په سجدو غولوې
خو تاته پټي تنــــــــــــــکۍ پېغلي باشهوتــــــــــــه راځي
نن حـــــــــــــــــــــــــيدري ته دي د کومي ګناه زېرئ ورکړ
چـــــــــــــــه مکرناکه اوښکي نن ستا بې حسرتــه راځي

کويټ ١٨ / مارچ / ٢٠٠٣

ليک دي راورسيد
ليك دي راورسيد
اي ناليدلي اشنا
داڅومره ښكلي و
لكه دعرش دروازي
چي تري انوارراوزي
داسي سپيڅلي و
لكه دنورصحيفي
چي په لووستويي
دهرزړه زنګ پريوزي
ته بايد پوه سي اشنا !
ستا ها وروستي خبرو
ها دووخوږوسندرو
چي تاليكلي ماته
هاستا دميني داظهارپه بڼه
هغه دليك په پاي كي
هغه دووغبرګ دميني ډك آياتو
هادادراك كليمو
ته زما په زړه كي
په معبود ومنلي
ته خودرب په شان يي
نورمي سجدي دتندي
اودايمان سرليك مي
ستاپه نامه كړه ياره
ته مي بادارشوي
ته مي نګارشوي
اوس نويواځي اشنا
ستا دديدن په طمعه
ستا دښايست په ارمان
زه دخپل ژوندهره شيبه شميرمه
زه په ضروردرځمه
اي ناليدلي اشنا
ماته دي لاروښايه
هادقران غوندي سپيڅلي لاره
ستا دجنت كلي ته تللي لاره
زه دي بس يوځلي ليدل غواړمه
ستا په ښکلاكي تميدل غواړمه
خو:
هادښايست اودجمال شغلي دي
ګوره لامخكي پوه كړه
چي مابيهوښه نه كړي
لكه موسي چي دخپل رب په ليدو
بيهوښه پريوته دطورپه ځمكه

نيويارک
پنجشنبه د ١٣٨٤ لمريز کال د زمري ١٣

د بېنوا هيلي
دا تــــياره تــــــياره وختونه به سبا سي
يوه ورځ به شمله ورپښــــــــــتانه راسي
د پښــــتو د مخ پلو به کړي ور پــــورته
هنګامه به د شــــــــيربريتو پر دنيا سي
له آمــــــو تر اباسيـــــــنه به نـــــارې ســـي
سره يـو به دواړه غاړي پښتونخوا سي
دغه بلاربــي بــــــــلاګاني به پردۍ شي
د ښـــــــکلا انځــــورګران به راپيدا سي
د رشاد او حبـــيبي روح به ژوندی شي
بېـــــــــنوا به په ځوانانو بېــــــــــــــــنوا شي
زما هــــډونه به در وړي تر خپلي مېني
ها وږمـــــې د کندهار به مي په خوا سي
چي خارپـــــوړي مي په مينه باندي کړي
هغه ځمـــکه به د مــــــــور غيږه زما سي
نيويارک

دکابـــــــــــل دردونه
معیوبه ژوند ته خوار نفس یم نور به څه ووایم
بندي د جـــــــــــــــبر د محبس یم نور به څه ووایم
دړندو ملک کښي د بینا په جرم دار ته خېـــژم
دلاس تـــــــړلي منصور وس یم نور به څه ووایم
ما هم کابل غوندي دردو کي ځــــواني وبایلله
ټوکر ټوګر بـــــــــــــډا هوس یم نور به څه ووایم
زه د قسمت یاغي سېلاب و دې پردي مالت ته
غمو را اخیستی لکه خـس یم نور به څــه ووایم
له خپلي میني څخه لیري د هــــــندارو ښار کښي
پروت د یتیم غوندي بې کس یم نور به څه ووایم
حـــــــــــــېدري نور مي و زخمو ته ملهم مه رالېږه
څنګه چــــــي یمه داسي بــــس یم نور به څه ووایم
نیومکسیکو ۶ / مئ / ۲۰۰۵

پښتنه هيله
زما دزړه په لوي جهان کښي
له وختونو
له کلونو
خدای جوړ کړی سلطنت دی
لوی دربار دی
لوی رياست دی
پکښي ګرځي او راګرځي
زر سرتيري د خيالونو
زر شېربريتي د دردونو
زر مينځياني ارزوګاني
زر مريان د ارمانونو
* * * * * *
يوه دنګه ښاپېرۍ ده
څوارلسم غوندي سپوږمۍ ده
ملکه د سلطنت ده
د احساس تاج ئې په سر کي
لکه لمر داسي ځليږي
د سکون تخت ته چي خيژي
ته به وايي چي بريښنا ده
پاس له ځمکي هسک ته خيژي
د سرو وينو يو سور فرش ئې
تر قدم لاندي غوړيږي
سپين د اوښکو سمندر ئې
و راسته خواته روان وي
د زخمونو سور انګار ئې
و چپه ته خواته روان وي
په پسې ټول وزيران وي
د جانان ښائسته خيالونه
په سلام ورته ولاړ وي
جنرالان ښکلي فکرونه
* * * * *
ملکه نه ده يو نور دی
يو ښائست دی يو سرور دی
په سپين مخ کي ئې دوه سترګي
لکه غشي په کمان کي
چي يوازي ويني ژاړي
چي يوازي وژل غواړي
سپين لاسونه ئې دوه ستوري
سپين بدن ئې کهکشان دی
چي پاس وګوري لږ پورته
خوار اسمان ورته راکوږ سي
چي پر ځمکه نظر خپور کي
ټول جهان ورته راکوږ سي
* * * * * *
زما په ذهن کي هنداره
دې سوالو ته ځواب غواړي
اخير دا ملکه څوک ده ؟
دا زما د زړه واکداره
او
ددې نامه به څه وي ؟
خلګ وايي شاعري ده
ستا پر زړه ئې پاچهي ده
ستا خيالونه ئې رام کړي
ستا دردونه ئې خپل کړي
ستا په اوښکو ئې غزلي
ستا زخمونه ئې سندري
کائناتو ته ويلي
خو
زه وايم دغه ښکلي هسکه پيغله
چي زما پر زړه حکومت کړي
دا يو مينه پښتنه ده
په فطرت کښي مي اخښلې
يوه هيله پښتنه ده

٢٤ جنوري ٢٠٠٥
نيوجرسي ،متحده ايالات

زما يوې هيلي يو اميد ته
يو د انځرګل ته
ناز دي وړم هـــــــر غم ته به دي خاوري شم
ښــــــــکل مي کړه کرم ته به دي خاوري شم
بيا دي د وعــــــــــــــدو کاروان ته مخه کړه
پام کوه و چــــــــــــــــــــم ته به دي خاوري شم
راســـــــــــــــــه زړه مي وسپړه طبيب مي شه
زخـــــــــــــــــــــم يم ملهم ته به دي خاوري شم
کش مي کړه سينې ته چـــــي سپرغۍ شمه
بنـــــګ غوندي ودم ته به دي خاوري شم
زلفي دي زنځــــــــــير کړه ما پـــــــــــري وتړه
ځار دي شــــــــــم ستم ته بـه دي خاوري شم
يـــــــــو واري راوګـــــــــــوره ، چي وګورې
تور د بـــــــڼو خـــــــــــم ته به دي خاوري شم
څومره راته ګـــــــــــــــــــــران ئې د انځر ګله !
راسه وقــــــــــــــــــدم ته به دي خاوري شم
نيويارک 20 جنوري 2005

ارواښاد خالد بارګامي ته !
ای د مســـــــــتو نغـــــمو غـــــــره
غــــم خـــــــوړلې مســـــــــــافـــره
ای پـــرديسه ځـــــــــــوانيمرګــه
ای د تــــــــــورو شـــــــــپو سحره
------------
که تــــــه هر خواتــــه روان سې
او لـــــه موږ څخه پنــــهان سې
موږ دي پـــــــېژنو ته نه مـــــرې
که پــــــه زر ځله هــــم وران سې
-----------
ځـــــکه ته خـــــو يو هــــــــمت ئې
يـــــو احساس ئې يو غــېرت ئې
تا اجــــــــــــــــل نشي خـــــــوړلای
تــــــــــــه غښـــــــــــتلی محبت ئې
-----------
مرګ دي نه ســـــــــــي ختـمولای
ژونـــــــــــــد دي نه سي هــېرولای
زمـــــوږ له زړونو څـــه ستا مينه
قسمت نـــــــــه شي پاکــــــــــولای
---------
ته خــــــــــو مړ نه ئې ژونـدی ئې
يو اتــــــــــل ئې يو زمـــــــــری ئې
د پښــــــــــــتو د بڼ ګلابــــــــــــــــه
زمـــــوږ د هيلو پسرلـــــــــــی ئې
----------
ستا مــــــــــورکۍ وهـي چغاري
هره اوښکه کې خدای ښکاري
ته خـــــــــو مړ نه ئې ( خــــــــالده )
دا پرڅــــــــــــه درپســـــي ژاړي
-----------
يــــــوار خپل سر کړه راپـــــورته
ورتـــــــــــه ووايه خپل مـــــــور ته
چه مـــــــــور جاني راتــــه غوږ شه
دا زمــــــــــــا د نغـــــــــــمو شور ته
----------
دغــــــــــه ستا شـــــــــــيرينه مــينه
ما مـــــــــــرګي ته هيڅ پرېـــــږدينه
زما رګـــــــــــونو کي لا غـــــورځي
پښـــــــــــــــتنه سپېڅلې ويـــــــــنه
---------
زمـــــا احساس او زمـــــا شعرونه
ويښوي مـــــــــــــــــړه اولســــــــونه
تل تـــــــــــر تله به ژونـــــــــــــدی يم
لـــــــــــــــــــــړزوم بـــــــــه تاريخــونه
-------------
پاڅــــــــــــوم به بــــــــــيده زړونـــه
چه پـــــــــــــوره کـــــــــــړم ارمانونه

مــــــــــوري ستا کـــــه باور نسته
يو وار وپــــــــوښته دا غــــــــرونه
-----------
دا کـــــــــــــــــوڅې دا ربـــــــــاتونه
دا دخــــــــــــــــاورو خـــام کورونه
دغه خــــړ خــــړ ديــــــــــــــــــوالونه
دا ګـــــــــــــــــودرها چـــــــــنارونه
دغــــــــــــــه مست مست کنړونه
-----------
دغــــــــــــه ټولـــــــــه شاهدان دي
دا زمـــــــــــــــــا د زړه يــاران دي
ته بـــــــــــــــاور وکړه مــــورجاني
تر ايمان راباندي ګــــــــــران دي
------------
تــــــر هغو چي وي دا پــــــــــاته
زه ژونــــــدی يمه وتـــــــــــــــــاته
مــوري ستا (حيدري) زړه کي
تــــل دعا کـــــــــوه و مـــــــــــــاته

نيويارک د جولای اته ويشتمه د ٢٠٠٤ ل کال

د ګـــــــــــــــناه زېرئ
څولـــــــــــــــــــــــــــــــــيوني ددغه کلي له توهمــــــــــــــته وځي
لکه ادم چي د خــــــــــــــــيالــــــــــــــــونو د دجنـــــــــــــته وځي
خدايـــــــــــــه منصور ته دي د کمي ګـــــــــــــــناه زېرئ ورکړ
چه ئې د حــــــــــــق نارې تر ستوني له غــــــــــــــــــيرته وځي
دا شرينو ښکــــــــــــــل کړه په شونـــــــــــــډو د شفق لاسونه
که خوار فرهـــــــــــــــــــــــاد د کولنګونو د زحمـــــــــته وځي
بيا د سپوږمۍ پــــــــــــر مخ پراته دي کوم خــــيرن لاسونه
چه هـــــــــــــــــــــــر مجنون د خپل لــــــــــــــيلا د محبته وځي
چه ئې سجدې پر هسک تـــــــــندي قسمت ليکلي نه وي
خود به سنګسار له دې کوڅــــــــــــــــــــو څه بې عزته وځي
دې کربـــــــــــــــــلا ته ناسوري زخمونه چــــــــــــــــــا راوړي
چه څو پـــــــــــري کړي غاړي مرګ ته بې حسرتـــــــــــه وځي
ښائې فلک پــــــــــــــــــه سپېرو ګوتو وي تش جـــام نيولئ
چه ميخانـــه کي نن ساقي له سخــــــــــــــــــاوتـــــــــــه وځي
نن چه مُريـــــــــــــــــد سو حــــــــــيدري وطـــــنه ستا د ميني
نـــور به فريب کاره پــــــــــيران ټول له دې خلوتـــــــــــه وځي
نيويارک ٢٤ / ٢ / ٢٠٠٣

ای ملګرې !!!
ولي شهيد ارمان ته ژاړې په بربنډو اوښکو
تر څو به شمارې دځوانۍ غميزي
تر څو به غم لکه ماشوم ويده وې
تر څو به ژوند ته ارمانونه کرې
---------------------------------
راسه چه دواړه بيا نغمه نغمه سو
او
د خپل زړه رازونه يو او بل ته
لکه لاله پر سره دسمال وشندو
راسه چه وستايو ها څيري شملې
هغه تر خاورو لاندي سوي کوڅې
او
هغه سرکښ بادونه
چه زموږ په کلي کي ډبري وژني
چه زموږ سپوږمۍ په سرو سکروټو ولي
چه زموږ په اوښکو زندانونه مينځي
------------------------------------
راسه چه جګي کړو څو سټري شناختي
و هغه ستر او طلا ئې قبرو ته
چه ليونتوب تې ګريوانونه څيرل
چه د دار پړي ته مسکي مسکي شو
چه ئې کولنګ د قتل چغي وهي
---------------------------------
راسه چه وسپړو د زړه زخمونه
او
دتنکۍ ميني څو پټ رازونه
چه زموږ وه اوښکو ته لا زور ورکوي
چه د پرهر پاڼي په ګوتو شماري
او زموږ د ژوند دښت ته زقوم زيږوي
---------------------------------
راسه چه وژاړو ګودر ګودر سو
دحسرت چغي به تقدير ته سر کړو
او
دشپو په غيږ کي به يو لمر وکرو
------------------------------
راسه چه ستورو ته غزل غزل سو
او
خپل احساس ته خاطرې وليکو
چه معصوم روح مو تل غوټۍ غوټۍ وي
خو
داور باران به مو تر ګوتو څاڅي
دزړه پر درد به مو سحر ويده وي
زموږ پر لحد به شناختي جګي ناڅي
او
زموږ خيالونه به جهان ويښوي
خو زه او ته به يو دقبر خاوري

پردي لاسونه
زمــــوږ تقدير ئې لـــــيونۍ کړ راروان پر مـــــوږ توپــــــان دئ
ټوله ســـــولو تاک له تــــاکه ستړئ ستړ ئ مو کـــــــاروان دئ
نن ربــــــــاط پر ربــــــــاط ګرځــــــــــو نا اشــــــــنا ږدو قدمــونه
چه کـــــــــنعان په مــــــــــنور سو راڅــــــــه ورک هغه جانان دئ
پر تـــــــــندي چه ئې ليــــــــــــــکلئ د قسمت د تــــــــــــــبر وار و
هــــــا تــــــندئ ســو خاوري خاوري هغه سر د غم داستان دئ
چه پــــــردي لاسونه راغله زموږ پـــر شناخته باندي تاؤ سول
دا قــــــــبرونه ئـــــــې در پاته هسي ورک زموږ قـــبرستان دئ
چه د شـــــــــپو زامنو چور کړو زموږ کوڅې ئې کړې پايمالي
ځوانيــــــمرګي مو سوې هــــــــــيلي نيمخوا مو هر ارمان دئ
جـــــــــــلادان که راته تــــــــــاؤ کي په تيرو چــــــــړو بـــــرېتونه
څه ګــــــــــيله له مرګي نسته موږ ته خپل کلی زنــــــــدان دئ
چه پـــــــه سپېنو سترګو پـــــــــــاشو د الحــــــــــق توري پر ژبـه
خود وســـــــــيل ته د فانسۍ مو راوتلئ ټـــــــــــــول جهان دئ
چه ملالــــــــــــــه مو نن سوله دپردو کوڅـــــــــــــو سوالــــــــګره
له مـــــــوږ پاته ها مــــــــــيوند دئ له موږ پـــاته ها نښان دئ
لا تـــــــر څو به حـــــــــــــــيدري خوار له پردو زړونو ګيله کړي
موږ پــــــــــــــــه خپله تباه کړئ تر ځان ګــــــران افغانستان دئ
لندن : ١٦/ مارچ / ٢٠٠٣

شرر
شپې راته ژړيـــــــــــــــــــــــــــــــږي سحر نه يو
لمر غوندي ړنــــــــــــــــــــــــــــا يو خو لمر نه يو
بل راباندي اور دئ خو ســـــــــــــــــــــوځيږو نه
خلګو موږ بچـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي د اذر نه يو
زړونه مو چاودلـــــــــــــــــــــــي دي په مينه ستا
سره لکه شفق يو پــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرهر نه يو
اوښکي سو ګريوان سولو درياب ســـــــــــولو
څنډي مچوو خـــــــــــــــــــــــــــــــــــــو ګودر نه يو
ساندي مو را وپـــــــــــــــــــــــــــاڅي غمونه سي
ژوند ته کربلا يـــــــــــــــــــــــــــــــــو محشر نه يو
پړئ وړو په غاړه تر مــــــــــــــــــــــرګ مخ کي لا
تېر تر خپل ســـــــــــــــــــــــــــــــــرو يو شرر نه يو
بيا به حـــــــــــــــــــــــــــيدري خپل ديدنونه کړو
ژوند ته يو پخــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلا مرور نه يو
نيويارک ١٢ /١٢ /١٣٨٠


نګــــاره!
نګاره ستا دغه سپېڅلئ ښايئست
او دځوانۍ وختونه
لکه کوبۍ د اوبه خور د پاسه
چه ئې ډولۍ د څو شېبو لپاره
اوبو را خيستې د سکوت په ژبه
چه د څپې له بيري ورکه سي ژر
نو
ستا به هم تېر سي د ځوانۍ وختونه
ها د هوس او د مستۍ کلونه
بيا به دي ستر ګو کي اورونه نه وي
بيا به دي زلفي ماښامونه نه وي
بيا به دي شونډي سره جامونه نه وي
نور به دي نه وي نني نازونه
او بيا به ستائې پروني وختونه

د ناورين لونړي
ستا د حُســن فال چه ګـــــــورم زهرجني هديــــــــــــــــــــــرې دي
پکښي ورک دي ټــــــيټ سرونه خاوري سوي ئې سـجدې دي
لکه نن چـــــــــه دي را تـــــوئ کړې توري زلفي زما پر سترګـــو
داسي ډېـــــري ړوڼــــــي کړي ما له غمه توري شـــــــــــــــپې دي
نن که راغلې دې کوڅـــــــــــــو ته دناورين بد رنګه لونــــــــــړي
خــــو ســــــــبا ته مو قسمــــــته ! ورپريــــــــــښي خاطـــــــــري دي
ماته ولي بهانـــــــــــه کـړې زه دي پـــــــــــــېژنم مرګــــــــــــــــئ ئې
ذکندن که مي شمــــــــــېرلي نن پـه فريب وروستۍ شېبې دي
ته هم راسه شونډي سرې که پــه زخـــــــــــمونو د ځـــــــيګر زما
هسي هـــــم زمـــــوږ د کلي د لـــــــــــــــــــــيوانو داړي ســرې دي
زه دي وينـــــــــــمه چــه څه کړې د شــــــــــفق تر پردې لانــــــــدي
خـــــــوار فـــــــــلکه پـر وزر دي را اخيســتي جــــــــــــــنازې دي
د غــــــــــــــــزل ښـــــــــيښه دي ګوره حـــــيدري چه ماته نه سي
نن تقديــــــــــر درتــــــــه کـــــــرلي ستمګري زولــــــــــــــــنې دي

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005