Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-25  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

د پوهاند خالق رشيد شعرونه

داستاد په غم لړلي مرګ ويـــرنه
له كومې خوا راغله پرموږه د مرګونو سيلۍ
دتوپانودشپو سړه د كنګلونو سيلۍ
آ چې له اوښكوسره ځان ازمويي لوبې كاندي
دغه خونكاره پر پروټوقسمتونو سيلي
څه ليونۍ ده ليونۍ ليونۍ لوبې كاندي
نه ګوري چاته چې څوك څه كا دويرونو سيلۍ
ديوې موسكا په چل يې ونړاوه زموږه څلى
هغه دګندو دښكلاوو دنازونو، سيلۍ
چا هم دا نه وې چې رستم ته به كابل وژاړي
په څه شان كوكې وكړې دلته ماتو زړونو سيلۍ
نن دزخمي كابل دتورو شپو ديار ماتم دئ
ځكه دويرپه وينو ژاړي زخمي زړونه سيلۍ
دآسماېې په سردده پګړۍ وه ځكه لوړ و
څوك به اوس ده غوندې ايوب شي دوياړونو سيلۍ
دګلو لو خولاروان دى دغرمې په زړه كې
ولې دې واخيست دا ملياردسروګلونو سيلۍ
ده خو دسروو دقامت ستاينه هسې نه كړه
چې تا ترې جوړ كړل غم لړلي تابوتونه سيلۍ
ده خوداوې چې سره ګلونه به پګړۍ كې ټومبو
تا ولې هغه كړل په خپل سر كفنونه سيلۍ
دا څه كانې وې چې تاوكړې درقيب دوړاندې
نه دې ليدل دشفقونو سره خونونه سيلي
ده دارشاك دتورې شرنګ ماته ورو ورو غږاوه
په څه بيا اوښكې داوشاس يووړې رودونو سيلۍ
نه وې خبره چې خوشال به په دې ويروژاړي
له بيجاپوره په راوړيوسلامونو سيلۍ
يوازې يودغم اورنګ دى چې اورنګ له پاره
دتاج محل پاچا ډاري په طلسمونو سيلۍ
څوك به نورماته دمها بارت پښتونغمه شي
څوك به تعبير كا ګندارۍ ادې خوبونو سيلۍ
څوك بياوواېي ګنګا يووخت پښتوويله
په توروڅڼودخوږو خوږو يادونو سيلۍ
بيابه دناز شعرونه كوم رباب ته ساز وركوې
څوك به غږ اوري د ريم جيموبارانونو سيلۍ
څوك به په وياړ سره غوټۍ سپړي په مينه مينه
دكالينجر دپاني پت د سرويادونو سيلي
كه د عنقا وزر دې مات كړ ددنيا په ټنډه
دعرش په لوري يې شوه لار په پرتمونو سيلۍ
دوخت منصورشو خو ددارترستنې ونه رسيد
دحق په لار دآزادۍ ترمنزلونو سيلۍ
دنوح بيړۍ يې د توپان په ليونو كې پريښوه
داوښكووينوكارواني دى په ګواښونو سيلۍ
څومره په اوښكو باندې ده وينې انځورانځوركړې
دڅومره غلو دڅومره سادو كاروانونو سيلۍ
دغه رشاد و تاونه پيژاند ګناه دې وكړه
رڼا دې واخيسته زموږه دبزمونو سيلۍ
په دې بازار باندې همدا عنقا يوځلې راغى
څوك يې ونه موند بيرته لاړ دپرتمونو سيلۍ
ويې ليده چې دايمان ملګري چوپه خوله دي
دتندرغږهم ناوري وياړي په قپونوسيلۍ
ويې ليده چې تورې شپې په ورځوڅه نه كاندي
دچا په وينو واوښت كور په حمامونو سيلۍ
يوازې دى دسرهند پيرشو چې ناره يې وكړه
د (جهانګير) ظلم زموږ دى پرسرونوسيلۍ
سرونو ټيټ نه كړئ د څوورځوتورتم دی درومي
دآزادۍ رڼا راځي په تورتمونو سيلۍ
اې دجنت مالكه ته يې دجنت مالياركړې
چې په رشاده مينه سازشي دسوزونو سيلۍ

غزل
هيلې د ژوندون نورې ژړا کې مري
اوښکې د جانان مې په خندا کې مري
يوه سلګۍ يې پاتې وه د زړه په سر
هغه هم راښکاري په ما و تا کې مري
کوم بُت چې بتګر په خندا ودروي
شور د ښکلا ګوره په مُلا کې مري
زه له لېونيو سره څه وکړم
هم په سپين سبا، هم په بېګاه کې مري
عمر مې مجنون شو رانه لاړلو
خداى خبر چې چېرې به په چا کې مري.

غزل
مرم د ګلونو جنازې په خپلو ګوتو شمېرم
پوهيږې ستا خوږې ګيلې په خپلو ګوتو شمېرم
ته د خالونو قاتل يې په دې كي شك نشته دى
زه د قتلونو سلسلې په خپلو ګوتو شمېرم
ته خو په زړه باندي كافره يې زه هم پوهېږم
ډېر سخت ناچار يم دا نخرې په خپلو ګوتو شمېرم
دا د هوسيو دود دى ټول عمر جوړې جوړې وي
چي ستا د خيال او غم جوړې په خپلو ګوتو شمېرم
د رب په كور كي د تيارې او رڼا يوه بيه ده
زه پر سپين مخ د خال تيارې په خپلو ګوتو شمېرم
محمود اياز ته وكتل سومنات ونړېده
زه تاته ګورم دا پيرې په خپلو ګوتو شمېرم
نوى ډيلى/1382 جوزا

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005