Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-25  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

د عبدالمالک پېغام شعرونه

ا نګار
سور انګار دي جوړ ګلزار کړ ابر هیم ته
ربـــــــــه مــــــــا تـه دي ګلزار ولې انګار کړ
ســـــــزا ور د دي جــــزا به هغه څوک وې
چــــــي وطن ئې کر بلا جوړ ئې نا تار کړ

زما پته
جاویل چې زه دګلو ښار کــې اوســــــم
له اوره تللې یم ګلــــزار کــــــې اوســــم
ملګرو دې پته کـــې نــــه اوســـیــــــږم
زه مې دخپل احساس انګار کې اوسم
 

بد شاګومه ناوی
ښې می په یاد دي
دهوس نه ډکې
دځوانې هغه شیبی هغه لحظې
چی دکلي دغونډیو په سر
خپلو همزولو سره
تل به غوږ غوږ وم
دشپونکي دشپیلۍ خوږ اوز ته
اوتل به می سترګو دیو چا دراتلو لاره څارله
* * *
ښې مې په یاد دي
دهوس نه ډکې
دځوانې هغه شیبی هغه لحظې
چی یو ارامه ورځ کې
دغوغاګری نا ارامه ورا غږ پورته شو
او بدرګه په ډزو زموږ پرکلي راغله
اودرنګینې او ښایسته ډولې نه
په ښو رنګینو جامو پټه یوه ښکلې
ناوی کیوتله
* * *
ښې مې په یاد دي
دهوس نه ډکې
دځوانې هغه شیبی هغه لحظې
چی یو بلا مو درا باڼی په نوم
ددی ورا سره یو ځای پر کلي ننوته
راباڼی هم هلته واده وکاوه
موده شوه تیره دمیلاد نیټه راورسیده
خو بد شاګومه ناوی شنډه شوله
ولی راباڼی نه تر اوسه بلاګانۍ زیږي
دومره تری زیږي لکه جوج اوماجوج
* * *
زه اوس دکلي بهر
دیو ډیر لری ځای نه
او دیوی لوړی څوکې
بیا هم خپل کلي ته دچا دراتلو لاره څارم
بیا مې ملنګۍ سترګۍ
ددی سخت زړه وخت نه
دچا غوښتنه کوی
خود پخوا به څیر نه

مرور پسرلي
لولپه شوم دحسرت په اور سوزیږم
چی بهار شي بهارونه می په زړه شي
دیادونو سمندر کې مې لاهو کړي
چی خپل کلي تبر وختونه مې په زړه شي

تیروم ژوند دګلانو په وطن کې
خو یارانو خپل ګلونه مې یا دېږي
دپردي مالت ګلان راته پردي دي
ماته سترګو کی اغزي اغزي چو خیږي

پسرلې که راته هر څومره موسیږي
ولې نشي ذوق می نشي تخنولې
ماته مه وایه چي وی ستایه شاعر يی
نه مي زړه نه مي قلم شي دامنلې

مونږ سپرلي نه سپرلې مونږ نه مروردي
ډیر کلونه شول چی ټنډه ئي تروه وي
چم ګاونډ ته په خندا خندا رادرومي
چی زموږ په پلو راشي په غصه شي

غزل
وینم دهرچا درته پــــــــام دی دښــــــکلا مــــــلکې
مـــــانـــــه دی هـــــم وړې ارام دی دښــــــکلا ملکې
تــــش په کتو دی دخپل ځان کړم اوس به څه کومه
ښـــــایســـــت دی هر مین ته دام دی دښکلا ملکې
زه محــــوه کیــــږم چې بشرې ته دی په ځیر شم کله
ستــــا صورتــــــګر ته مــې سلام دی دښکلا ملکې
ونــــه دې دنــــګه انــــنـــګي دی سره ګلان دي قسم
ستــــرګـــــې چینې خوږ دې کلام دی دشکلا ملکې
رانــــه شـــه لـــرې چــــې روژه مـــــې اخر ماته نه شي
حرص مې دی زیات عقل مې خام دی دښکلا ملکې
شرقي حیا به رانه واخلې پـــه غربـــــي چـــــمـــــونــــو
ویریږم وخـــت دانــــتـــقــام دی دښـــــکلا مــــلکـــــې
یوخــوا شراب بل خواته ته بل خوانه شعر مې راغې
پــــیـــغام ددې شـــیـبـــې خیــــام دی دښــــکلا ملکې

له ختیزه تر لویدیزه
کږ لیچه دژوند لار مې
غزیدلې له ختیزه تر لویدیزه
له څلویښتو میلو زیاته
پلې لاره مې وهلې
اندیښنو پیټي مې شاته
پښې پلې پزې روان یم
نه پو هیږم چیرته درومم
خپل سفر ته ډیر حیران یم
* * *
کله وړاندی ته لږ زیر شم
کله کله شاته ګورم
کله بیا د پښو لاندې
په سوچونو حال ته ګورم
کله ویره له راتلونکی ؟
کله حال ته په ژړا شم
کله یاد راته ماضي شي
په رنځونو مبتلا شم
* * *
یو ځای وینم نرې تللې
بل ځای وینم لاره پلنه
ټوله ډکه له اغزیو
هم اغزنه هم شګلنه
هر رباط کې تیندکونه
هر قدم کې یې دامونه
یو خوا ډانګ بل خوته پړانګ دی
ویروي مې کړي ګواښونه
خو ددې سره سره هم
ستړی نه یم پری روان یم
نه پو هیږم چیرته درومم
خپل سفر ته هک خیران یم

۵ / ۳ ۱۹۹۳ مسکو

غزل
بیا چې دي شونډو کې موسکا ویده شوه
زما پـــــه زړه کـــــې هیــــــله بــــیـــا ویـــــده شوه
حسن پــــرســــت او ګل پـــــرســــت مـــــزاجـــــه
بـــــرخــــه دې خــــواره شـــــوه ښــکلا ویده شوه
سپوږمۍ قرض دار ونیوه ستــــوري مـــړه شول
تورتم دئ هــــره خــــوا رڼـــــــا ویـــــــــده شــــــوه
ستا په تصویــــــر بـانـــدی مـــې تړمې ا وښکې
که ګل کې پــــــرخـــــه دسبــــــا ویــــــده شــــــوه
څــــــه بــــــې وســـــــي او بــــې کسي شـــــوه ربه
فــــــر یـــــادمـــې نـــــه اوري دنــــیــا ویده شوه
یوازې تـــــا بــــا نـــــدې بـــــه شــل شي که نه
ایمانـــه نـــــوره مـــــې بـــــقـــــا ویــــــده شــــــوه
11/4/1997 مسکو

مها جرې مرغې
جنتي وطن مو وران شو پــکې جــــوړه کــــــربـــــلا ده
رانه پاتې شو ترې لاړو اوس مــــو مخه په بل خوا ده
وطن وړ دعبادت وه خو ستـــــم ورنــــه جـــــدا کـــــړو
مهاجر او اواره شـــــــو ،زمــــانــــې کــــړې تــعدا ده
له مشرق نـــــه کــــوچیـدلي دمغرب په لور روان یو
چا ویل که جنت غواړې دجــــنـــت نـــــوم ارو پـــا ده
مهاجرې مرغې راغلو دصیاد په دام کې ښکیل شو
پنجرو کې اسیران یو وایــــــي داځـــای استونیا ده
دخوښیو بازار سوړ دی خو غمونه پـــــکې ډیر دي
دلته قدر دچا نشته دلته بــــلـــه شــــان دنــــیـــا ده
اور بل شوې پکې سوځو په ګناه خپل نه پو هیږ و
تښتیدلي یو له مرګه ، ربـــــه دا زمــــوږ ســـــزا ده
دپیار نو زندان ــــ استو نیا - ۲-۶-۱۹۹۴

تیریږي نه هیریږي
اوږدیږي نه لنډیږي دا تـــــر خــــې تــــــرخـــــې شیبې
تر خیږي لا تر خیږي دا تــــر خــــې تــــر خــــــې شیبې
دکاڼو کرښې جوړې شوې دوخــت دتـــنـــدي کرښې
چې موږ ته نه مو سیږي دا تــــرخــــې تـــرخې شیبې
زمان حمل اخیستی زیـــــــږوي دغــــــــــم بـــــچـــــي
زیا تیږي نه کمیږي دا تــــرخــــې تــــرخــــــې شیبې
چینې چینې خوټیږي وچـــیـــــدل یـــې لا مهال دی
خوټیږي او بهیږي داتــــر خــــې تـــــرخــــې شیبې
زقوم دی له ناکامه یې خــــوړل شــــول ضـــروري
یارانو نه هضمیږي داتـــرخــــې تــــرخــــې شیبې
دچانه تپوس وکړم او څــوک بــه جـــواب راکړي
چې کله به ختمیږي داتــرخــــې تــــرخـــــې شیبې
دانورې به هم تیری شيدادومره چې شوې تیرې
تیریږي نه هیریږي دا تـــرخـــې تــرخــــې شــیبې
20/ 7/ 1998 هالنډ

 ارواښاد عبد المالک پيغام

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005