Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-14  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

خدايه ولې؟

خدايه ولې؟
 
 خدايه بيا دې پسرلی کړ
 خدايه بيا ونې شوې ځوانې
 بيا د ځمکې په رګو کې
 شنې اوبه شولې روانې
 دنګو غرو پر ځان پاره کړل
 سپين د واورو کفنونه
 هر څه ځوان شول، هر څه ښه شول
 ستا په ښکلي طبيعت کې
 خو خلاف له طبيعته
 بس يو زه شوم ولې پاته
 دا ځواب راکړه څښتنه
 چې زما له عمره ولې
 ډېرې ورځې شولې کمې
 ولې زه د مرګ و خولې ته
 يو څو ګامه نور نژدې شوم؟
 ولې زما د آرمانونو
 څانګې اوس هم يخ نيولي؟
 ولې ډېرو تروو څاڅکو
 زما د زړه پاڼې کړې وچې؟
 ولې زما د وجود ونه
 زرغونه نه شوه باداره؟
 خدا يه ولې؟
 خدايه ولې؟
 
 
 26- کب- 84 ل.
 دريم مکروريان، کابل

عزت الله پېژاند، کابل   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005