Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-14  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

ښونځۍ مي راته سوځي


 زه ددې کلي نانزکه
 په دې کلي کښي مي کور دی
 دلته خلک ويني ژاړي
 له دې کلي مي زړه تور دی
 دلته زور او ظالمان دي
 دلته خلک کافران دي
 له تعليمه لري کرکه
 له اياته منکران دي
 په بمونو ئې وژلي
 د ښونځيو ماشومان دي
 ښونځۍ مي راته سوځي
 د مکتب به سره وران دي
 نه پوهيږم دا کوم دين دی
 دوی پر کومه خوا روان دي
 دوی د مور او دپلار مينه
 د اولاد شيرينه وينه
 په بمونو څنګه وژني ؟
 په بمونو څنګه وژني ؟
 دوی زامن که شرموښان دي ؟
 دوې پلرونه که ليوان دي ؟
 زه غزل ورته حيرانه
 چي دا څنګه انسانان دي ؟

نویده غزل ، کندهار   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005