Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

اسحاقزى رحمدل

د ارغند دڅپوژبه :
ښاغلى اسحاقزى رحمدل د جان محمد زوى په 1335ل كال د كندهار په كرز نومې سيمه كې زېږېدلى دى. خورې ورې ديني زده كړې يې كړي او د دې ترڅنګ يې له شعر و شاعرۍ سره هم خپل اړيكي پاللي. نوموړى كه د ساعت جوړونې دنده پرمخ بيايي، نو تر خپله وسه يې د شعر چرګۍ هم توده ساتلې، شعر يې ولسي بڼه لري، چې تر ډېره حده د كندهار د ځينو سرلارو ولسي شاعرانو اغېز په كې تر سترګو كېږي.
دى هم د همدغو ولسي شاعرانو د هغو شعرونو په پيروۍ شعرونه ليكي، چې د سندرغاړو له خوا ويل شوي دي. نو ځكه خو به يې د شعر په انځورونه كې د كندهار د ولسي شاعرۍ رنګونه او جذبې له ورايه ښكاري. خو كه څوك غواړي چې په هنري ډګر كې د بل هنرمند تقليد وكړي، په كار نه ده چې كټ مټ دې د هغه پخواني هنرمند بشپړ هنري اثر نورو ته بيا وړاندې كړي، بلكې نوې هنري هڅې دې وكړي، چې د تقليد روحيه راټيټه، د نوښت وړتيا او تجربه زياته كړي، خو رحمدل د روزګار د سختيو او بوختياوو له كبله نه دى بريالى شوى، چې خپله مطالعه او مشاهده ډېره كړي، خو دى بيا هم تر ډېره حده د شعر له اصلي دايرې څخه بهرنه دى وتلى، كه ځينې توري يې كليشه شوي هم وي، داسې نه دي چې چا ته كرك پاروونكى احساس وركړى.
ښايي رحمدل به د دې مقولې پلوي هم كړې وي: ”كه چېرې وغواړو چې په سياست او اقتصاد كې شاعران شو، نو تر دې به بله لويه بدمرغي نه وي“. نو ځكه ويلاى شو، چې هر سړى خپل مقام، استعداد او حيثيت لري، ټول يو ډول نه وي. نه يې هم په يوه كتار كې راوستلاى شو، هرڅوك دخپل استعدا او توان په كچه پرمختګ كوي.


غوښتنه
كله درشم و ديدن ته محبوبا يې
تنها زه نه يم د ټول اسلام زېبا يې
ستا ديدن راته ثواب دى اى محبوبه!
زه خو ستا يم، وايه ګله ته د چا يې
جدايۍ دې لېونى كړم د خداى پار دى
عبادت كوم د خداى په ياد زما يې
رحمدل يې زما تر زړه وينې تويېږي
درپوهېږم و هر چا ته په خندا يې.


دا په سره اور كې كباب زړګى د چا دى
يا وطن بې اتفاقه په غوغا دى
جوهر شناسه! ځان پرې پوه كړه څه مضمون دى
كه مجنون له شاه ليلا څخه جلا دى
يا په خپله رحمدل په ژړا ژاړي
په طلب د ښايسته دلبر اشنا دى.


ستا د حُسن زېبايي پر دنيا ښكاري
پر ما مه كوه اشنا د جفا وارې
زه مجنون ستا د راتلو په تمه ناست يم
ګوندې بيا راواړې ښايستې سترګې خمارې
زما رحمدل په حال هم ځان پوره خبر كړه
كه دې راكړې مى و ناب پيالې تيارې.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005