چې څنګه يې تابوت کلي ته ورساوه ، يوه ګونګوسه خپره شوه ، هرچا خپل کارونه پرېښودل او دتابوت په لور يې را منډې کړې .
تابوت دخلکو په منځ کې ورک شو ، ټول ترې را تاو، وو . يو دبل پر اوږو يې لاسونه اېښودل او دسر په ښورولو يې تابوت کتلې .
خپلو منځو کې خبرې پيل شوې :
چاويل : څو مره په تمه وو ، موږ وې دا به خداى ډاکټر کړي ، ښار ته به دناروغانو له وړلو بې غمه شوو داخو يې .. .
چاوې : دا زړه و که تيږه ؟ څنګه يې داسې چناري ځواني خاورې ايرې کړه .
بل غږ کړ : زموږ دناروغانو به خداى مل شي ، زه يې بل څه ته ځوريږم : درې کاله يې دکوژدنې شوي وو ، خسر به يې همدا ويل تر څو يې فاکولته خلاصه کړې نه وي واد ه نه ورکوم .اوس به څه کړې ، دا ځوانيمرک خو بل ورور هم نه لري .
پلا ريې چې تر دې دمه اوتر- اوتر کله تابوت او کله اسمان ته کتل ، دخلکو له منځ نه را ووت .
ټولو دهغه خولې ته کتل . څو کرته يې شونډې راټولې کړې خو دغږ پر ځاى به تر ې چيغه ووته .
ښه شيبه غلى و، بيا يې ووې : وروڼو! نن زمادځوى په ١٧ کلنې خوارى خاورې واوښتې .زه نور هيڅوک نه لرم ، زوى مې رانه روانه دى ، خو هغه زه يوازې نه پريږدم ... نه ، نه څنګه خاورو ته لاړ شي ، تاسې ووايئ دا دخاورو وړ دى ؟
خلکو يو بل ته حيران – حيران کتل ، دچا له خولې اخ نه خوت .
هغه نه لکه چې اصلي خبره هېره وه بيا يې سکوت مات کړ : وروڼو ِ! په ډېره خوارۍ مې پرې سبق ويلى و، لاس مې نه ور رسېده ، که له هر چانه يې پور کړى وي ، ورته ... هغه نور رانه خاورو ته ځي ....
پاته خبره يې په چيغو کې ورکه شوه .
خلکو په يوه خوله زموږ له خوا بخشش دى ، ناره وکړه .
تابوت يې دڅو شيبو له پاره انګړ ته دننه کړ ، دکلا دېوالونه چيغو داسې لړزول تا به وې بيا ، ب ٥٢ الوتکو ترورستانو پسې را خيستې او په ( سهوه ! ) کې يې دچاله کورنه لنبه پورته کړې ده .
خداى خبر پوليسو دهغه په وژلو کې کوم نوى تکتيک تمرين کړى و ؟ ټول تک شين اوښتى و ، له تابوت نه وينې څڅيدې .
په څه خوارې يې دمور او خويندو له منځ نه تابوت را وويست ، دجومات مخ ته يې کېښود .
ملا صيب دهغه په شنه اوښتي تندي لاس کېښود ، دهغه بې روحه شوڼدې داسې راټولې وې ، تابه وې دخپلې وژنې دعلت پوښتنه کوي .
ملا صيب ناستو کسانو ته مخ را واړو :
وروڼو ! که څه هم دا پاک شهيد دى ، ځوان و ، دعلم په لاره کې و ، خو داسې ښکاري چې دفعتا نه دى وژل شو ى ، و هل ټکول يې ډېر خوړلي ، کېداى شي خبرې يې کړې وي ، ښه به داوي چې غسل ورکړو.
تابوت يې غسل خانې ته وردننه کړ ، پلار يې په وينو سره کورتۍ او کالي ترې ووېستل ، دکاليو له جيب نه يې سورى کارت او سره کاغذونه راوويستل .
دکورتۍ په دننه جيب کې يې لاس ورښکته کړ ، جيبي کتا بچه يې لاسته راغله ، په منځ کې په وينولړلى دليک پاکټ ايښې و ، له پاسه پرې ليکل شوي وو ، ( دخپل مهربان پلار په مطالعه )
لاسونه يې ولړزېدل ، پلاردى درنه ځارشي ، ديوال ته تکيه ودرېد ، په ريږدېدلو ګوتو يې پاکټ پرانست :
---------------------------٧٨٦
ډېر مهربان پلار ، ګرانې مور او ګرانو خويندو ته سلامونه ، وړاندې کوم .
زه تردې دمه روغ او جوړ يم . ( ددې جملې په لوستلو موسکۍ شو خو چې په غسل خانې يې نظر ولګېد له سترګو يې لکه دمحصلينو وينې اوښکې وبهيدې . )
زړه يې غټ کړ او بيا يې لو ستل پيل کړل :
ګرانه پلا ره !
ډېرې سختې دې تېرې کړې ، او لا تېروې يې ، خير دى داد ى امتحانونه مو په شروع کېدو دي .
وخت کم پاته ، که خداى کول ډېر ژر به له درانه بارنه خلاص شې ، ماهم بېځايه عمر نه دى تېر کړى ډېرې شپې مې رڼې تېرې کړي دي .
رښتيا پلاره ، که سپين سترګى درته نه ښکارم نو يوه خبره کول غواړم هغه داچې : که کله مې مور دخسر کورته لاړه نو زما ( ... ) ته دې وواي چې ...که هرڅومره يې کاغذ سترګوته نږدې کړ او سل خواري يې وکړې نوره جمله يې ونشوه لوستى . دجملې پاته نور توري لکه ددهمزنګ دسړک په څېر په وينو لړل شوي وو
يادونه :
په همدې مبارکه مياشت ( روژه ) کې دوه کاله وړاندې ، دکابل پوهنتون په سلګونو محصلينو دخپلو حقونو دلاسته راوړلو لپاره مظاهر ه وکړه ، چې په پاى کې دامنيتي کسانو ګوليو يې دوينو لختي وبهول .
دغه کيسه دهماغې صحنې يو تت خو رښتونى انځور دى .