|
|
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2006-04-14 م |
خپرندوی : ليکوال |
چا پي بڼه |
ډغــرې د تورتمونو څپې ماتې شولې تقدير له سره خپلې لوبې پيل کړې زه د تيارو په منځ کې ورک شوم لکه ووړ کوچنی نه کومه لاره، نه د هيلې وړانګه په هره پوله د تيارې بلاربې بچي زيږوي بری پيری شو، ايتونه شوم زه خو دا زغملی نشم! زه به له سره د تيارو ښامار و جنګ ته ولاړ شم زه به يې پوه کړم چې انسان يمه زه تقدير به زما ډغرې بيا وګوري خو که مې مټ ته څه تاويز وليکې او څاښت د مينې راکړې ماته به نوې دريڅې د هيلو پرانيزې ته زه به له هغو دريڅو څخه لمن ډکه کړم او د بزګر په شان به يې وشيندم پر تورو خاورو تر څو رڼا غوندې راوټوکيږي او دا تورتم موجونه د ژوندانه پر ډګر ماته وکړياحمد فؤاد لامع_کابل بېرته شاته
|