پسرلئ
څومره خوند کوي نغمې د پسرلي
له هر خوا راځي وږمې د پسرلي
کايناتو کې بلا ښکلا خوره شوه
د نارنج د ګل مېلې د پسرلي
دنرګس غاړه اوچته شوه له ورايه
شبو هم کړې ازانګې د پسرلي
چې دشپې ملکه وخاندي ماښام کې
خندنۍ کړي ټولې شپې د پسرلي
شپه او ورځ ېې د قدرت ښکلا کړي ډېره
لمر سپوږمۍ لا زمانې د پسرلي
ورېځې ورېځې شي باران دبوډۍ ټال شي
لا ښايسته وږمې خورې د پسرلي
عمر لنډ دی خو مستي لري جانانه
بې له مييؤ ميخانې د پسرلي
د ځوانۍ ډيوه ېې ټول وطن رڼا کړي
دا نشې دي خزانې د پسرلي
د ماضي په ياد سارا سپرلي ستائيمه
هر ځوان وائي ترانې د پسرلي