ډکه له سرو میو لیونیانو ته را پاتې شوه
دادزړه پیاله مونږ شرابیانو ته را پا تې شوه
یو په ګیډه موړ پښتون پاړسواوبل اردو وائي
دا خواره پښتو مونږ غریبانو ته را پا تې شوه
وینه مو سرخي د ا ننګو دښایستوؤ شوه
څړیکه دزخمونو عاشقانو ته را پا تې شوه
نورددین مین په خپل ابادملک کې سیاست کوي
دند ه دجهادبس افغانانو ته را پا تې شوه
ټول محفل خالي شوه چې سهر سر راښکاره کړلو
شمع په ژړا مونږ پتنګانو ته را پا تې شوه
بې له دې حسنه به په څه د زړه پټۍ کوؤ
سره وینه مرهمه مونږ زخمیانو ته را پا تې شوه