|
|
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١ هـ ل | 2006-04-14 م |
خپرندوی : ليکوال |
چا پي بڼه |
مورنۍ ژبه د زده کړې اساس کله چې ماشوم د تصويري تفکر څخه راووځي او علمي تفکر پيلوي، پدې وخت کې ماشوم د مور تر مستحقې څارنې او لارښوونې لاندې وي، د اشياو پېژندلو او د خبرو کولو پيل د مور په ژبه کوي. د اروا پوهنې عالمان او پوهان د سالمې او کره زده کړې لپاره دوه بنسټيز شرطونه وړاندې کوي، چې پر زده کړه ډېر موُثر او اغېز من وىي. 0- کورنى چاپريال ٢ – ټولنيز چاپريال د ماشوم لپاره د زده کړې لومړنۍ ژبه مورنۍ وي، د کلي کوڅې او سيمې ژبه هم طبعي ده، چې هغه به هم مورنۍ ژبه وي، د ښاري سيمو څخه پرته زموږ د هېواد په څو سيمو کې د ځانگړو ژبو ويونکي هستوگه لري، خو د لمړني ټولګې زده کړې ئې په دويمه او دريمه ژبه دي، لکه د نورستانيانو، پشه يانو او ازبکو او سيدو سيمې د نمونې په ډول ښودلې شو. په مورنۍ ژبه زد ه کړه د انسانانو له لومړنيو اړتياو څخه شمېرل کېږې او د يو سالم شخصيت په رامينځته کولو کې بنسټيز رول لري. ماشوم ژبه د مور په غېږه کې زده کوي او د ژوند تر پايه په همدې مورنۍ ژبه فکر او سوچ کوي ٩٨ % فکر او سوچ په مورنۍ ژبه کېږي نه په نورو ژبو، د ښوونې او روزنې پوهان مورنۍ ژبه دزده کړې لپاره غوره او وړ ژبه گڼي په کوچينوالي کې د ماشوم د ذهن د جذب قوه ډېره او قوي وي. ٩٠% زده کړې په مورنۍ ژبه ښه صورت نيسې، زده کړه هغه وخت په اساسي ډول سرته رسېږي، چې ذهن کې په مخامخ ډول جذب شي او شاګرد پرې پوه شي ، نه دا چې د دويمې او درېيمې ترجمانې ژبې له لارې په ژباړيزه ژبه کې د موضوع د اصل مطلب منځپانگه نيمايي کېږى او په دېمه ژبه کې د جذب قوه ٢٥% ته راټيټېږي. ايا تر اوسه مو دا اصل په يا م کې نيولى او ماشوم ته مو دا حق ورکړى، چې په هغه ژبه زده کړه وکړي چې پر ې پوهېږى؟ نه هېڅ کله نه! موږ خپلو ماشومانو لپاره تل کوښښ کړى، چې په دويمه او درېيمه ژبه زده کړه ورکړې، حال دا چې پدې حالاتو کې د ماشوم د ذهن د جاذبې قوه ٥٠-٧٠% پورې خپله قوت له لاسه ورکوي او د زده کړې لپاره يوازې ٥٠% يا ٢٥% د جذب او اخيستنې قوه پاتې کېږي. ايا دا ظلم او تېرى نه دى؟ طبعي ده چې دا ظلم او تېرى تر اوسه پورې شوى، هيله ده چې راتلونکي لپاره منظمې او لازمې کړنې تر سره شي، ترڅو له دې وروسته د خپلو ماشومانو څخه روا حق وانه خلو. د مورنۍ ژبې څخه پرته په نورو ژبو زده کړه د ټولو ځانگړنو او تلفظونو سره نه شى زده کېداى. په ښوونځيو کې تل هغه ماشومان زوريدلي او کړيدلي حالت سره مخامخ او د رواني ستونزو سره لاس او ګريوان وي، چې هلته د زده کړى محيط په مورنۍ ژبه نه وي او په دويمه ژبه وي دا ماشومان د نورو په څېر منظم تلفظ نشي کولاى د مونث ، مذکر، ماضى، حال او راتلونکي ترمينځ توپير نشي کولاى، د يو ډول پسخند، ريخشند او خجالت سره مخ کېږي، تل ګوښه او زوريږي، چيې د ماشوم پر زده کړه او شخصيت ناوړه منفي اغېزې کوي. زمونږ د هېواد د اساسي قانون د ٤٣ مادې دويم بند پدې ډول دى، (دولت مکلف دى، چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف عامولو او منځنيو اجبارې زده کړو د تاُمين لپاره اغېزمن پروگرامونه طرح او تطبيق کړي او د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيمو کې چې خبرې پرې کېږي لاره هواره کړى). همدرانگه د اساسي قانون شپاړسمې مادې حکم هم واضح دى، چې پښتو او دري رسمي ژبې دي، ازبکي ، پشه يي، نورستاني، ترکمني، بلوچي او پا ميري په هغو سيمو کې چې ډېر وگړي پرې خبرې کوي، درېيمې رسمي ژبې دي. ددې قانون د توشيح څخه څه باندې دوه کاله تېر شوي، خو تر اوسه ديې قانون عملي بڼه نه ده غوره کړې، ايا دولت ورسپارل شوى مکلفيت او مسوُليت تر سره کړى؟ د قانون عملي تطبيق او شرايطو برابرولو لپاره يې تر اوسه څه کړي، نه هېڅ هم نه! ايا په هېواد کې متوازن معارف موجود دى؟ نه د هېواد په پلازمېنه کابل کې په دواړو رسمي او دولتي ژبو لومړنۍ، منځنۍ ، ثانوي او لوړې زده کړې کېږي، بيا هم ځواب منفي دى. بيا نو متوازن معارف او پر مورينو ژبو زده کړه څه مانا لر؟ حال دا چې په پلازمينه کې د هېواد او ټولو ژبو ويوونکي هستوګنه لري، خو ټولې زده کړې يوازې په يوه ژبه دي، يوازې خوشال خان لېسه کې په پښتو ژبه زده کړه کېږي او د رحمن بابا لېسه خو له پخوا ګډ او زياته برخه يې دري ده، دلته پدې هېواد کې چې د ډېره کيو (اکثريت) دا حال وي، نو د وړو اقليتونو به څوک او څه ډول پوښتنه او غم وکړي، د متوازن معارف د نه مراعت او ټولو ته په خپلو مورنيو ژبو کې د زده کړې شرايطو په نه برابرولو کې سياسي لاسونه دخيل وو، خو اوس حالات مخ په بدلېدو دي، هر چا ته دې په خپلو مورنيو ژبو د زده کړې حق او شرايط برابرشي . په مورنيو ژبو زده کړه د پرديو د کلتوري يرغلونو په مخنيوي کې پرېکنده او رغنده رول لري، همدا فرهنګي يرغلونه دي چې وروسته سياسي او پوځي يرغلونو ته لار هواروي، استعمار تل کوښښ کوي، چې لمړى خپل فرهنګ يو هېواد ته لېږدوي، بيا خپل سياسي او پوځي شتون او حضور ..... د هېواد د ابادۍ او د افغان ولس د علمي او تعليمي کچې د لوړوالي لپاره دې د اساسي قانون د حکم او محتوا له مخې ټولو مروجو ژبو او هم دې په پلازمېنه کابل کې د دواړو رسمي ژبو پښتو او دري په ښونځيو، لېسو او لوړو زده کړو په موُسساتو کې په برابر ډول د زده کړې زمينه مساعده کړي، تر څو ژبني توپيرونه له مينځه ولاړ شي، چې هېواد او ټول ولس مو د پرمختګ او هوساينې پر لور رهي شي. شېرعلم(امله وال) بېرته شاته
|