Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-14  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

د ژونـــد چــار

د ژونـــد چــار
 د ژونـــد پـــه چـــار کې چا دنیا او چا عقبا واخیسته
 چـا د غـم درونـد پــیـټی په سر کړ چا خندا واخیسته
 
 چـا د نـسـیه حـورو پــه تــمه زاهــدی غــوره کـــړه
 چــا مــیــخــانـه پــه اجــاره د عــشـق دونــیـا واخـیـسته
 
 چـا پـه دولــت بــانـدې زړه بــایـلـو زرپــرســتـه شـولـو
 چــا پــکــې ښــکلـی خــوښــول او چــا ښــکلا واخیسته
 
 چا پــکـــې خــیــټـه مــړولــه عـــشـق ئــی نـه پـیــژنـده
 چـا جــانان غـېــږه کې راټــیـنـګ کـړ چا لـیلا واخـیسته
 
 د کـونـړ سـتـوری پــاس په هــسک کې ځـلـیـده ویـل ئی
 مــا پـکـــې مــــیـنه د پـښـتـو او پـښـتـونـخـوا واخـیـسـته

ډاکټر کبير ستوری   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005