ته چې ځې، نو هره خوا درپسې ګوري
غرونه، ونې او هوا درپسې ګوري
بس هماغه شپه سپوږمۍ سترګې ښکاره کړي
پښه نيولې شي، تر شا درپسې ګوري
رڼاګانې او تيارې درپسې ستړې
تورې شپې او سپين سبا درپسې ګوري
زمانه دې په لټون کې ستړې نه شوه
تر محراب او کليسا درپسې ګوري
د ښېرو و تور برزخ ته يې پرې نه ږدې
يو مين لکه دعا درپسې ګوري.