يوه سپېڅلي حسن ته چي زما كعبه اوزما قبله ده
اى دحسن ښكلى لمره !
مايوغړپ ستا دسرورغوښت
تادنوردرياب كې ډوب كړم
ما خو يوڅاڅكى دنورغوښت
ماځواني خاورې كوله
ماسجدې درته كولې
په زارۍ دې پروت وم پښوكې
تورې شپې مې رڼه ولې
ستا تصويرمې زړه كې پروت و
ته مې نورته مې جانان وې
ته معشوق ته مي عاشق وې
ته كعبه ته مې ايمان وې
ته زما رنګينه هيله
ته زما رنګين ارمان وې
ماجوړكړى وې خپل ځان ته
پلوشه مې دايمان وې
ته قبله زما دمينې
ته امام ،ته مې محراب وې
زه يو څانګه دازغو،وم
ته رنګين ښكلى ګلاب وې
زه تاريكه توره شپه وم
ته زما دژوند رڼا وې
زه يو،ورانه هديره وم
ته جلوه بې انتها وې
زه يوستړي شان څپه وم
ته يومست رنګين درياب وې
زه پرهر درنځورخيال وم
ته دمينې يوكتاب وې
زه بې سوزه يوآهنګ وم
ته نغمه دسوزوساز وې
زه له شوره وم لويدلى
ته يوشوردمست شهبازوى
ته پياله د ميو ډكه
يوه مسته شان نشه وې
ته مستي وې لازواله
ډكه ډكه پيمانه وى
زه يومات كچكول دفقر
ته يوڅلى دغرور وې
زه ملنګ وم ستا دمينې
ته دحسن مست سرور،وې
ګرانه!څنګه ويش دې وكړ ؟
زه پاچا ته مې ملنګ شوې
زه معبود ستا دسجدوشوم
ته زما دسينې شرنګ شوې
شنبه دزمري دمياشتي پنځلسمه نيټه .