چې په خپله ژبه ګونګ او هم نادان يې
په پردۍ ژبه توتي په شان ګويان يې
چې دې خپله ژبه نه وي ته به نه يې
كه په ټولو ژبو پوه د درست جهان يې
د وطن تاريخ په كومه ژبه وايى
بې تاريخه به بې نوم او بې نښان يې
بيله ژبې به بې قومه بې هويت وې
كه د بل په زور راغلى له اسمان يې
بې له قامه به دې ځاى نه وي هيچيرې
دا متل دى كه ته خان يې په ياران يې
يوازې ژبه د ملي هويت بيلګه ده
بې هويته به د بل چا بنديوان يې
د ملي يووالي ژبه پوخ بنسټ دى
بې بنسټه به كمزوى ناتوان يې
هر هر څوك پخپله ژبه پيژندل شي
بې له ژبې تورې خاورې د ډيران يې
خپلې ژبې ته خدمت كول ثواب دى
په نكړو يې ملامت سخت په تاوان يې
په دې كار كې چې له سر او مال تير نشې
وخت به تير وي بيا به پاتې له كاروان يې
چې له نورو ژبو خپله قربان نه كړې
له خپل ځانه ته په نورو مهربان يې
كه پښتو دې پښتو نه كړه نو وركيږې
كه په سل ژبو ګويا او ثناخوان يې
ستا له ژبې نورې ژبې مخ ته لاړې
ټول په مخ ځي ته د شا په لور روان يې
ګوره پام چې خپله ژبه هيره نه كړې
په ټول ژوند به خوار و زار او سرګردان يې
خپله ژبه هيرول د قوم وژل دي
اى پښتونه! څومره لوى دښمن د ځان يې
كه دې خپله ژبه هيره كړه خبر شه!
يا به مرې يا خو لايق د تور زندان يې
دا پښتو ده چې پښتون په دې پښتون دى
بې پښتو خو نه پښتون او نه افغان يې