Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-15  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

پښتو سره پښتو

زه افغان يم د افغان په نوم ياديږم
افغاني ملي ټولنه مې ارمان دى
د ملي ژبې تعميم ته هوسيږم
د ملت په جوړونه مې ايمان دى
ملي ژبه د ملي ژوندون اروا ده
لوى معيار د ملي نوم او هويت دى
د ملي وحدت په تن كې هغه ساه ده
چې يو شوى پرې هر غړى د ملت دى
د افغان ملي وحدت چې نه جوړيږي
ترې مات شوى د ملى ژبې وحدت دى
وخت په وخت چې د نفاق په اور سوزيږي
مسلط پرې دوه ژبيزه رسميت دى
د ملي ژبې پښتو په رول پوهيږم
د فارسي عام رسميت ملي تاوان دى
زه افغان يم د افغان په نوم ياديږم
افغاني ملي ټولنه مې ارمان دى
د وحدت پر ځاى نفرت كرلى نشم
يو دولت كې بل دولت منلى نشم
يو دولت او يو ملت او يو هېواد كې
نور دوه ژبې رسميت ليدلى نشم
دوه ژبيزه رسميت ملي خيانت دى
په رسمي ژبو ملت وېشلى نشم
د پښتو سره پښتو آخر پكار ده
خپل تاريخ ته خجالت ويستلى نشم
د فارسي د محليت سره جوړيږم
د ملي ژبې حق ټول افغانستان دى
زه افغان يم د افغان په نوم ياديږم
افغانى ملي ټولنه مې ارمان دى

(اباسين) كامه وال، جرمني   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005