اوښکې مو چې بيرته ورنه سترګو ته راګرځوو
سپينې پښتنې به ننواتې په چا ګرځوو
کله په لېمو کله بڼو کله هم خاورو کې((
))لکه د حسرت اوښکې تل کډې په شا ګرځوو١
دا مو تر خولو تېره ده چې حسن پکې ځای ويني
زړونه د هندارو غوندې ځکه صفا ګرځوو
سخته ځان ځاني راوسته پېښو د ابلو غوندې
هر سړی د غم پېټی په غاړه تنها ګرځوو
مه مو باسئ کسي که د خيال په لار کې کېنستو
دغه سپېلني د ښاپيريو تر ورا ګرځوو
دا وېره مو مله وي تل چې زړۀ به دې رامات نکړي
بېرته چې د نی له کوڅې خپله نوا ګرځوو
ګرانه ده د ښکلې د تنکي زړۀ رضا ګرانه ده
واړه شپه پسرليه بر په ستوريو کې دا ګرځوو