Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

امان الله بېقلم

د ارغند دڅپو ژبه (دوهم ) :
ښاغلى امان الله بېقلم د هدايت الله زوى په 1338ل/1959م كال د پښين په سنځله سيمه كې زېږېدلى دى. څرنګه چې زده كړې يې نه دي كړي، نو په اغلب ګومان دغه تخلص به يې هم د همدې انګېزې له مخې ځان ته غوره كړى وي. نوموړى اوس يو داسې زياركښه ځوان دى، چې د خپلو ورځنيو كارونو په بركت او د خپل مټ په زور خپل ژوند بسيا كوي. د دې ترڅنګ يې له 1355ل كال راهيسې ادبي ډګر هم تود ساتلى. له هغه مهاله چې په پښين كې د ”زلمي ليكوالو ټولنې“ غړى شو، خپلو هڅو ته يې نور رنګ هم وركړ.
زياتره شعرونه يې نصيحت امېزه بڼه لري، چې په كلام كې يې د يوشمېر لرغونو شاعرانو اغېز هم تر سترګو كېږي. همداراز ځينې قافيې او موضوعګانې يې هم داسې ښكاري، لكه وړاندې چې د نورو شاعرانو له خوا زيات كارول شوي وي. د دې لپاره چې د اوسنيو او بيا په تېره ځوانو شاعرانو په شعر كې نوې موضوعګانې او نوي ټكي زيات شي، نو په كار ده چې د شعري پنځونو مهالنى واټن زيات كړل شي، چې په دې توګه هم شاعر په ذهن كې يوه هنري ذخيره ولري، هم ذهناً د څه ليكلو تنده پيدا كړي. موږ د ګوتو په شمار داسې شاعران لرو، چې په يوه ورځ كې يې څو شعرونه ليكلي وي او هر شعر يې يو نوى مطلب ولري، ښه بېلګه يې استاد محمد صديق پسرلى دى، نوموړي يوه ورځ يوولس شعرونه هم ليكلي، خو هر يو يې له بله د موضوع، جوړښت او نوښت له مخې توپير لري.
د بېقلم ستره نېكمرغي همدا ده، كه ښوونځى يې نه دى لوستى، بيا يې هم له خپلې ژبې او ادب سره دومره مينه پاللې، چې خدمت او رغونه يې خپل رسالت ګڼي او له همدې كبله هڅه كوي، دغه رسالت په ډېره رښتينولۍ سره ترسره كړي.


نوم
په خوبانو كې دركړى دى بالا نوم
ستا له نوم سره تړلى د الله نوم
خداى چې جوړه كلمه ستا پر نامه كړه
كه ته نه واى بيا به نه واى د دنيا نوم
نازولې! په نامه دې موږ نازېږو
يادوو به دې هلته پر دنيا نوم
سلامونه درلېږم ته يې قبول كړه
په لو ورځ هېر نه كړې زما امان الله نوم.

راشه!
ياره! عبادت كوه دا دنيا به پاته شي
غم د اخرت كوه، دا دنيا به پاته شي
پاته به شي ستا نه كور، ته به شې مېلمه د ګور
ښه د خير نيت كوه، دا دنيا به پاته شي
ګرځه له هر چا ګوښه، دربه نه شي څوك په ښه
د سايل عادت كوه، دا دنيا به پاته شي
پرېږده د هر چا ياري، ما يې وليده خواري
د سړو عزت كوه، دا دنيا به پاته شي
راشه اى امان الله، ناز كوه پر پاك الله
شعر ښه حقيقت كوه، دا دنيا به پاته شي.

ليد
بېګاه مې نوراني مخ د دلبر ليدلى دى
د بخت ستورى مې خدايه برابر ليدلى دى

دا عشق يوه مېوه ده، په نصيب د هر چا نه ده
په ډېرو شوګيرو مې دا سفر ليدلى دى

نور مه كوه باوره، په حال كړه ځان خبره
تر ورور مې نازولى مرور ليدلى دى

يارۍ د شاعرانو، كوئ د سايلانو
د دوى په مجلسو كې مې هنر ليدلى دى

امان الله ملنګ شوم، اوس تېر تر نام و ننګ شوم
زيارت يې كله ما په لوى اختر ليدلى دى.
 

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005