Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-15  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

ناكامه هڅه

 خماره ترور د ماښام د تيارو د خپريدو سره په سوچونو کې ډوبه شوه ، د زيړي نه راتگ سودائي کړه ، زيړى د هغې يوازينى زوى وو هغه ايله د يوې مياشت به وو چې پلار ئې په عسکرى کې ووژل شو . د هغه کوم ورور او خپل خپلوان هم په کابل کې نه وه چې د زيړي په مور ئې نکاح تړلې واى ، له بله پلوه خماره دومره ښکلې هم نه وه چې بل چا هغې ته زړه ښه کړاى واى او يا ئې زړه اوبه پرې څښلې واى .
  هغې په ژوند کې يوازې زيړى درلود او د هغه په هيله ئې ژوند کاوه ، زيړي خوارکي به هم هر کار ته لاس اچوه خو يوه ئې دوه نه کيده، هغه چې کله ښى او کيڼ لاس پيژندلى نو خوارى مزدورى ته ئې مخه کړې وه ، په تنکيو مټو ئې درندې چارې تر سره کولې خو نن سبا دې ته مجبوره شوى وو چې په بازار کې سپيلني لوگى کړي هغه به چې کله کومه پيغله زلمى زوړ او ووړ وليد نو د سپيلنيو په جامگکي کې به ئې نيم موټى سپيلني واچول او هغه به ئې گرد تاوول او پيسې به ئې له خلکو ټولولې او خپله گوزاره به ئې کوله هغوى به تل د کور د خاوند د ډوډى پخوونکي او گاونډيو دکاندارانو ځينې پوروړي وو ، نن گاونډي دوکاندار خمارې ته ويلي وه چې که د هغه پور پرې نه کړي نو زيړى به ترينه برمته ونيسي .
  خماره ترور دغې ننگونې ډيره ځوروله ، ډيره ئې خوا شنه وه په زړه ئې ډول ډول خبرې تيرې بيرې کيدې ، شيطان نورې ويرې هم ورسره ملگرې کړې وې پخوانى شپې ورځې وريادې شوې ، د خپل خاوند د مرگي ورځ ورياده شوه چې په ټکنده غرمه ئې د هغه تابوت ورته په کور راننويست او هغه تور دنگ ضابط ئې سترگو ته نيغ ودريد چې په يو پاکټ کې ئې شل زره افغانى د اکراميې په ډول خمارې ته ورکړې ، له هماغې ورځې نه ئې د ژوندانه بڼه بدله شوه او تر ننه ئې بيا ښه ورځ ونه ليده ، ډيره وکړيده ډيره وځوريده او ډيرې ربړې ئې وگاللې هغې خپل تنکى زوى کار ته وليږه او د هغه په گټه ئې خپلې ورځې شپې تيرولې خو د گاونډي دکاندار ننى ننگونې هغه ډيره خواشينې کړې وه او نن خو بيا په زيړ گل هسې نه هم ډير نا وخته شوى وو .
  ملايانو د ماښام د اذانونو تابيا کوله چې د انگړ دروازه په زغرده خلاصه شوه خوشاله شوه چې گوندې زيړگل به وي ، چې گوري د کور د خاوند ميرمن ده او په ډيره غصه ئې خمارې ته په سپکو سپورو پيل وکړ .
  ورته ئې وويل : که نوره کرائېه نه شى ورکولاى نو له کوره ووځى چې نور کور بل چا ته په کرائېه ورکړي خمارې لا خپله خبره په خوله کې نه وه جوړه کړې چې ميرمنې پسې بله خبره را غبرگه کړه دا دريمه مياشت ده چې په تاسو کرائه پاتې ده زه نوره حوصله نه شم کولاى .
  خماره خوارکى اکه دکه پاتې شوه او د کور د خاوندې په وړاندې ئې هيځ ځواب نه درلود .
  يو سوړ اسويلى ئې له خولې ووت او د کور د خاوند ميرمن ترينه روانه شوه . څو شيبې ورباندې ډيرې په ځند تيرې شوې ، د ماښام جمې را گرځيدلې وې ، دا ځل خمارې د انگړ دروازه ځنځير کړې وه چې د دروازې ځنځير وشرنگيد خمارې بيا يه ډيرې ويرې سره دروازې ته ودانگل له ځانه سره ئې وويل لکه چې کوم بل پوروړي هم دروازه وروډبووله ، کله ئې چې دروازه خلاصه کړه نو زيړگل د دروازې شا ته ولاړ او د سودا نه ئې ډکې کڅوړې په لاس کې نيولې وې ، مور ئې د کڅوړو په ليدو سره ډيره خواشينې شوه او زوى ته ئې په سپکو سپورو پيل وکړ: 
  سر خوړلى شې ، خداى مې دې درباندې بوره بورچنډه کړي ته نه پوهيږې چې د پوروړو له لاسه نور تر پوزې رسيدلي يو زه به ستا سودا څه کړم خداى مو دې له لوږې مړه کړي زه به کال او سر روژه ونيسم خو اول بايد د خلکو پورونه پرې کړو .
  زيړگل به چې هر کله سودا له ځانه سره راوړې وه نو همداسې سپکې سپورې به ئې اوريدې او بيا به د کوټې په کنج کې غلى کيناست او هيڅ به ئې هم نه ويل، خو دا ځل هغه ډير غره ښکاريده ، خوله ئې له خندا ډکه ډکه کيده خماره هم حيرانه وه چې څه پيښه ده ، زيړ گل په زغرده ورته وويل:
  مورې ته ئې غم مه کوه خداى به هر څه اسانه کړي ، ما نن دومره پيسې راوړي چې که ټول پورونه درته خلاص نه کړم نو د نيم نه به زيات ئې درته پرې کړم ، د مور په تندي کې ئې ددې خبرې په اوريدو سره گونځې ورکې شوې خو ويره ورسره دا پيدا شوه چې زيړي به دغه پيسې له کومه کړي وي.؟ 
  خپل زوى ته ئې بيا په ښيرو پيل وکړ : ځوانيمرگ شې لکه چې اوس دې غلا ته هم ملا وتړله که څنگه ؟
  زيړگل له خندا نه په ډکه خوله ځواب ورکړ : نه مورې ! ته تل دغسې شکونه راباندې کوې ، نن خداى را باندې مهربانه شو ، بيرته ئې خبره وگرځوله ، نه توبه خدايه يو خارجى راباندې ورحميد را ته ئې د ډالروشين لوټ راکړ . مور ئې په راودانگل ، هغه څه دي؟ 
  زيړگل په ځواب کې ورته وويل : مورې ! هغه خارجى پيسې دي ډيرې درنې دي د هغو يو لوټ نه زموږډيرې پيسې جوړيږي .
  مور ئې ورته وويل څه دې کړې ؟ هغه په ځواب کې ورته وويل : مورې هغه مې لا تر اوسه نه دي ماتې کړي سبا ته مې چې بدلې کړې له خيره زر افغانى به د کور دوه مياشتينى کرايه ورکړو شپږ سوه به دکاندار ته ورکړو او دوه نيم سوه به ئې ډوډى پخوونکي ته ،نورې به ئې خپل خرڅ خوراک ته پريدو . 
  مور ئې ورته وويل ته ئې سمې وگوره چې ناچله او بدل لوټ ئې نه وي درکړى ، زيړگل ورته په ځواب کې وويل: نه هلته په سراى کې خلکو راځينې په دوه زره او دوه نيم سوه افغانى غوښت خو ما ور نه کړ . مور ئې پوښتنه وکړه نو څنگه ئې در کړ؟ زيړگل ورته کيسه پيل کړه :
  په ښار کې مې سپيلني گرځول هلته امريکائيانو هم سودا اخيسته ، يو ئې زما خوا ته رانيژدې شو پزه ئې د سپيلني جامگکي ته راوړاندې کړه ښه ئې کش کړه يا خو د سپيلنو بوى پرې ښه ولگيد اويا ئې زړه راباندې وخوږيد، د خپل بکس نه ئې يو شين لوټ راوويست او را ئې کړ.
  ډير خلک را باندې راټول شوه هغوى ويل چې دا د ډالرو پنځوس گون دى او ډيرې افغانى ترې جوړيږي .
  نن مې د نورو ورځو نه نورې هم ډيرې افغانى گټلې وې نن ډيره نيکمرغه ورځ وه، مور ئې ډيره خوشاله شوه غاړې ته ئې لاس کړ او د زړه د تله امريکائېانو ته په دعاگانو سر شوه او زيړگل ته ئې مخ راواړاوه وه ئې ويل:
  زويه د امريکائېانو بلا دې په هغو سرو شورويانو پريوځي هغوى ډير بد خلک وه ، ډير وږي سترگي وه خداى دې دوى وشرموي لکه شرميدلي چې دي هغوى ډير خلک د مرگ کندو ته وليږل ډيرې ښځې ئې کونډې او بورې کړې ، اول ئې زه کونډه کړم ، که دا سپيره نه واى راغلي نو اوس به مو ارامه ژوند درلود ، پلار به دې ژوندى وو په دنيا کې به مو څه غم وو ؟ هغه دى پر موږ ئې ظلم کړى وو ورته وگوره چې خداى څنگه وشرموول؟
  زيړ گل ته دغه کيسې ډيرې په زړه پورې وې ، هغه ددې ليواله وو چې دخپل پلار د مړينې په کيسه سم پوه شي له موره ئې بيا پوښتنه وکړه چې زما پلار ئې څنگه وواژه؟
 مور ئې ورته وويل: زويه ! کله چې دغه سره ځناور زموږ په وطن راغلل نو ټول خلک د وطنه مهاجر شوه ، چا چې وسه لرله نو پاکستان او ايران ته لاړل ، ډيرو ئې ټوپک په اوږه کړ او د شورويانو پر ضد ئې جهاد پيل کړ په هر ځاى کې جنگ جگړې پيل شوې ، دولت هم ددې ځواک نه درلود چې د خپلو دښمنانو سره مقابله وکړي څوک به چې زلميتوب ته ورسيد نو هغه به ېي عسکرى ته نيولو بېا به ئې جنگ ته ليږه.
 بيا کاشکې يو ځل عسکري واى ، ددوهم ځل د پاره ئې بيا خلک د احتياط په نامه نيول او جنگونو ته ئې ليږل ستا پلار هم په هغې وخت کې د شپږو ديرشو کالو وو او په احتياطو کې برابر شو اتمه مياشت ئې د عسکرى وه چې خوست ته ئې جنگ ته وليږلو يوه اوونى وروسته ئې مړ را ته راووړ .
 زيړگل د خپلې مور نه پوښتنه وکړه چې پلار به مې نه ورسره تله که نه؟
 مور ئې ورته وويل : هى زويه! د هيچا زړه هم نه وو چې هغه دې عسکري وکړي خو دې ظالمانو په زوره بيول يوازې ستا پلار نه وو د ډيرو خلکو پلرونه ئې ترينه واخيستل ستا په شان ډير نور ماشومان بې پلاره شوي دي.
 زيړگل په ډيرې خواشينى مور ته وويل نو چې داسې ده پلار مې جگړې وواژه او اوس به موږ به لوږه او غريبي ووژني ، مور ئې ورته وويل : زويه داسې مه وايه خداى خو مهربانه پاچا دى ، دا نن وگوره خداى مهربانه شو او پيسې دې راوړې او پورونه مو پرې کړه . اوس چې امريکائيان راغلي نو سوله او امن راغلى موږ او تاسو دا دى په ارامى کې ژوند کوو .
  زيړگل ئې په خبرو کې ورودانگل دا خو امريکائيان را باندې ورحميدل ، مور ئې ورته وويل دا سمه ده چې امريکائيانو پيسې درکړې خو دا ټول دخداى کارونه دي هغه هر کار ته واسطه پيدا کوي نن ئې امريکائيان موږ ته واسطه گرځولي.
  زيړگل پريکړه وکړه چې نور به په هغو ځايونو کې سپيلني لوگي کوي چيرته چې امريکائيان گرځي راگرځي .
 کله چې سبا شو نو د نورو ورځو په خلاف زيړگل سهار وختي ښار ته روان شو او بيا ئې د ښار په لورې خپل گامونه گړندي کړه .
 کله چې ښار ته ورسيد ، نو سترگو ئې يوازې او يوازې امريکائيان څارل هرې خوا به ئې چې د سرو ويښتو او شنو سترگو خلک وليده نو گامونه به ئې گړندي کړه اوپه هغوى پسې به روان شو خو نن ورته خداى امريکاېيان نه واسطه کول هر يو ته به ئې چې د سپيلنيو جام ونيو نو هغوى به په ډيره بې پروائى ترې لاره بدله کړه ، هغه پتيلې وه چې نور به افغانانو ته سپيلني نه دودوي ځکه د هغوى په سر کې دومره توره نه شته .
 زيړگل ټوله ورځ تيره کړه خو يوه ټنگه ئې هم تر لاسه نه کړه له ځانه سره ئې وويل چې هغه ځاى ته به ځي چې هلته د امرېکائيانو تگ راتگ ډير وي په زړه ئې وگرځيده چې د کابل – جلال اباد لويه لاره ددې کار له پاره ډيره مناسبه ده ، نو په هغه لوري ئې مخه کړه ، هلته ئې هم داسې څوک وه نه موند چې هغه دې پرې څه ولوروي ، له ليرې ئې د امريکائيانو د موټرو کاروان تر سترگو شو چې د څرخي پله له خوا راروان دى نو په بيړه بيړه ئې د دغه کاروان په لورې ودانگل په زړه ئې ډيرې گوړې ماتې کړې چې بيا به هم که د پنځوس گون ډالر خاوند نه شي نو د شلگون خاوند خو به ارو مرو کيږي ، له ځانه سره ئې تيره کړه چې اېا هغوى به ورته موټر ودروي که نه؟
 خو د مور خبرو ئې بيا په غوږونو کې انگازې وکړې چې امريکائيان تر ټولو ښه خلک دي هغوى زړه سواندي دي د روسانو په منځ کې داسې زړه خوږي نه وه خو امريکاېيان ډير غيرتي خلک دي ، هغوى په خوارو خلکو ډير زړه خوږى لري ، د روسانو په شان بې پروا او په زړه کلک نه دي.
 د امريکائيانو موټر په چټکى سره له لارې د تيريدو په حال کې وه ، زيړگل چې وکتل موټر ځينې تيريږي نو ځان ئې د سړک څنډې ته ښه ور نژدې کړ او د سپيلنيو جامگکى ئې په ډير زور او قوت تاو راتاو کړ خو جامگکى ئې له تړلو سيخانو ځينې خوشې شو او نيغ په نيغه د سوله ساتو ځواکونو د تيريدونکي ټانک د سر په سوړي کې د ننه شو ، هغوى ډير وار خطا شوه د ټانگ په سر سر تيري چې گوته ئې په ماشه تياره سوره وه په ماشې را کاږله او د خپلې ماشينگڼې ډکه سينه ئې د زيړگل په گوگل تشه کړه او د زيړگل هغه خبرې ته ئې نور قوت هم ور وبخښلو چې خپلې مور ته ئې ويلي وو:
 
 ( پلار مې جگړو ووژلو خو موږ به لوږه له منځه يوسي )

محمود کوچي   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005