د ژباړونكې يادونه: دا كيسه معاصرې مصرۍ ليكوالې "نوال السداوي" ليكلې، چې په 1931 كال كې زېږيدلې ده، دا د داستاني ادبيانو استاده ده. ددې كيسې نوم په انګرېزي كې "تور پړونې ښځې ته په جنت كې ځاى نشته" و، چې تر ژباړې وروسته په "د زينبې جنت" اړول شوى دى."
د لاس رغوى يې پر ځمكه كېښود؛ خو په خاورو ونه لګېد. سترګې يې ورو خلاصې كړې او پورته يې وكتل. د رڼا خوا ته يې ځان كش كړ، پرته وه؛ خو په ځاى كې كښېناسته، مخ يې نرى او اوږد ښكارېد. پوستكى يې لمر وهلى او تور.
په تيارو كې يې خپل مخ نه شو ليدلى او نه يې په لاس كې ايينه وه، چې لمر شو د لمر وړانګې يې په مخ داسې خپرې شوې چې تك سپين يې ځلاوه. تنګې هېښ وهلې سترګې يې خلاصي كړې او لـه رڼا نه ډكې شــوې.
غټې او شغلـه وهلې معلومېدې لكه د انسان سترګې نه بلكې د جنت د حورې غوندې سترګې.
په حيرانۍ يې سترګې ښۍ خواته او بيا كيڼ پلو ته واړولې، مخ ته يې د شنو ونو باغ پروت و او دا يې سيوري ته ناسته وه. يوې خوا ته يې بيا لـه وه چې د اوبو په ځاى پكې سپين زر بهېدل. د مرغلرې په شان څاڅكي ترې شاوخوا ته الوتل. سترګې يې يووار بيا تنګې كړلې چې دا انځور سهيي كړي، بدلون رانه غى.
خپل ګرېوان ته يې پام شو او په خپـــلو
وريښمينو كالو يې لاس راتېر كړ. د كميس لـه غاړې نه يې خوش بويي خپره شوه لكه په عطرونو چې مينځل شوې وي. هېڅ شور يې نه كاوه، سترګې او سر يې هم هېڅ نه ښوراوه، هسگي نه چې دسترګې لـه رپ ســره هـر
څه بدل شي او يا د پخوا غوندې ورك شي. د سترګو لـه كونجه يې نظر د پليو په پخې لارې ولويد چې د شنو ونو په سيورو كې پرته وه. د لارې سر ته او ددې دواړو جګوونو تر منځ د سرو خښتو محل ولاړ و. خو پوهېده چې په دې ماڼې كې به د مرمرو زينې وې او سر ته يې د خونې دروازه.
بيا هم دخپل ځايه ونه ښورېده، نه يې باور راته اونه هم ورته دروغ ښكارېدل. هېڅ شي هم دومره نه ځورولـه لكه د همدې خوب بيا بيا ليدل چې دا مړه شوې وه او لـه دې مړينې نه وروسته په جنت كې راويښېږي. دا رنګ خوب ورته ناشوني ښكارېدو، اصلاً يې مرګ ناشوني و، د مړينې نه وروسته راويښېدل تر هغې هم ډېر او جنت ته تګ يې يوه ناشونې خبره وه.
بيا يې هم د رڼاپلو سترګې واوړلې، هر څه هم هغسې و هېڅ بدلون پكې نه ورغلى.د خښتو محل او د مرمرو زينه يې ليدلې شوه، سر ته يې كوټه وه چې خپلـه په سپينه رڼا كې لمبيدلې وه. د كړكۍ نه ليرې افق ښكارېده، منځ كې لوى كټ پروت و چې بازوګان يې په ريښمينو ټوټو كې پټ شوي وو.
هر څه دومره ريښتيني و چې انكار ترې نه شو كېداى. دا هغلته پاتې شوه، هغه ځاى كې چې لـه خوځيدو او لـه باور كولو يې ترې ويره لرلـه. ايا دا ممكنه وه چې مړه شي او دومره ژر بېرته راويښته شي او بيرته جنت ته لاړه شي.؟
تر نورو پېښو په دې ډېره حيرانه وه چې هر څه څومره په تلوار تېر شول. د انسان مرګ خوګران نه دى، دا معلومه خبره ده چې ټول به مري او د ددې مرګ تر ټولو اسانه و، ټول عمر يې د مرګ او ژوند تر منځ تېر كړى و، د ژوند نه مرګ ته ورنژدې وه. لـه زېږېدو وروسته يې مور پرې پرېوتې وه چې ساه وانه خلي، د ژوند دانـه يې
پاتې وه؛ خو هغه شېبه هم تر مرګ كمه نه وه. د پلار وهل هم ورته يو رنګ مرګ و، د خپلو اولادونو لـه زېږدلو نه وروسته به د مرګ تبې ونيولـه، اتم ماشوم د ددې نس كې د پلار وهل وخوړل هغه هم د مرګ وهل.
ژوند لـه ستونزو نه ډك و او مرګ ورته اسانه، لـه مړينې وروسته راويښېدل لا اسانه. څوك نه مري او څوك نه راويښېږي؛ خو ټول مري او راويښېږي. جنت ته ددې تګ ناشونـي
و؛ خو كه دا نه نو څوك به جنت تلل. ټول عمر يې د خداى او د رسول په رضا تېر كړى و.
خپلې تورې زلفې به يې شاته كلكې وتړلې او تل به يې سر په سپين دستمال تړلى و او د دستمال په سر به يې تور ټيكرى په سر و. لـه لمنې لاندې يې بې لـه پوندو بل څه نه ښكارېدل. لـه زېږيدنې تر مرګه پورې يې يو ټكى زده كړى وْ "ښه".
د ملا تر اذان وړاندې به مور په څپېړو راويښه كړه او په څپياكو پسې به يې ولېږلـه، دې به وويل" ښه". پلار به يې د غوا په ځاى د اوبو ژرندې تـــه
درولې وه دې به وويل: ښه. په ژوند كې يې دوه سترګې خپل ميړه ته نه وې پورته كړې. د ظلم د زور لاندې به يې په شونډو تل يوه خبره وه چې "ښه".
كلـه يې ګيلـه نه وه كړې او نه يې لـه خولې درواغ وتلي و. په لوږې او مرګ رضا وه؛ خو دا يې نه شواى منلى چې د چا د ډوډۍ برخه وخوري. نه د پلار، ورور او يا د مېړه. مور به يې د پلار لپاره خواړه په وچه ډوډۍ كې تاو كړي وو په دې به يې پټيو ته وړل. د ميړه خواړه به يې خواښې ددې په لاس همداسې ورسول. پــه اوږده لاره
به يې زړه وشو چې د ونې د سيورې لاندې دمه وكړي او په ډوډۍ ځان موړ كړي؛ خو هېڅ كلـه يې هم دا كارونه كړ، چې كلـه به يې زړه وشو؛ نو خداى ته به يې دعا وكړه؛ وكړه چې د شيطان لـه زوره يي پنا كړي.
چې د لوږې زور به د زغمولو نه و نو دې به خداى ته دعا كولـه چې د شيطان لـه زوره پناه وركړي او چې لوږه به تر حد واوښته، نو د لارې لـه سره به يې واښه راټول كړل او
لـكه ژاولې به يې په خولې كې اړول را
اړول، د چينې اوبه به يې تر هغو لپې لپې غوړپ كړې چې تنده به يې په ماتېدو شوه. په لستوڼې به يې خولـه وچه كړه او لـه ځانو سره به يې ورو ورو د شكر ټكى درې وارې تكرار كړ.
د ورځې يې لمونځ هم نه قضا كاوه سجده به يې وكړه او د خداى شكرونه به يې ادا كول.
كه به تبه پرې راغلـه او سر به يې لـه سرو لمبو نه ډك شو بيا به يې هم د خداى شكرونه كول. په روژه كې به يې روژې نيولې د پخلي په وخت كې يې پخلى كاوه، د لو په وخت كې به يې لو كاوه او په سپېڅلو ورځو شپو كې به يې تسبې په لاس وې او د زيارتونو پر لور به روانه وه.
هېڅكلـه يې غصه نه كولـه نه لـه پلاره نه لـه ورور او نه لـه ميړه سره قهرېدلـه. چې مېړه به د مرګ تر حده ووهلـه؛ نو د پلار كور ته به لاړه، پلار به يې بيا د ميړه كره ولېږلـه او كه به بيا هم د پلار كره راغلـه؛ نو هغه به هم ووهلـه او ورور به يې بيرته ستنه كړه او كه ميړه به بيا هم كورته پرېښوده او وبه يې نه شړلـه نو وبـه يې
وهلـه. د بې وسۍ په دې حالت كې به دا مور ته ورنژدې شوه، هغې به تسلي وركړه ورته ويل به يې زينبې بيرته د خپل خاوند كور ته لاړه شه جنت
به ستا وي.
د زېږېدو لـه ورځې ېي دمور لـه خولې د جنت خبرې په بيا بيا اورېدلې وې. په لومړي ځل چې يې د جنت خبرې اورېدلې وې، نو ټكنده غرمه وه يبلې پښې روانه وه د خوشايو ټوكرۍ يې په سر وه د پښې تلې يې تودې مځكې سوځولې. ځان سره يې تل د جنت تصوير جوړاوه چې د شنو ونو سيورى به نه ختمېدونكى وي لـه لمر څخه به دا پناه وي، خوشايي به يې په سر نه وي بار شوي، په پښو به يې بوټان وي د خپل ګاونډي د زوى حسن په څېر بوټان. دا به پر ځمكه لـه حسن سره څنګ ته د خوشالۍ ګامونه ږدي، لاس په لاس بـه
دواړه د شنو ونو سيوري ته ناست وي.
د حسين په باب چې به يې فكر كاوه نو تصور به يې تر دې وړاندې نه تېريده يوازې به يې د حسن لاس نيولى و او د جنتسيوري كې بـه دواړه
ناست و. خو مور به ورته غصه شوه چې په جنت كې به نه دګاونډي زوى حسن ورسره وي او نه به هم كوم بل هلك وويني. بې لـه خپل پلار او ورور او لـه واده وروسته د خپل ميړه نه پرته به يې سترګې په بل سړي ونه لګېږي. په جنت كې به هم ورسره همدا ميړه وي. كه يې په خوب يا وېښه سترګې بل سړي ته كږې كړې، نو د جنت ليمڅى به هم ونه ويني. ليدل څه چې واللـه كه يې بوى هم لـه زرګونو مترو ليرې احساس كړي.
لـه دې نصيحته وورسته چې به كلـه ويده شوه نو په خوب كې به يې يوازې خپل ميړه ليد او نور به هېڅ نه و په جنت كې به يې ميړه وهل نه كول، د خوشايو ټوكرۍ به يې په سر نه ګرځولـه او نه به ځمكې ددې تلې سوځولې. د سرو خښتو يو كور به و چې د مرمرو لـه ډبرو به پكې زينې جوړوې وې چې د خوب خونې
ته رسېدې. د كوټې منځ كې يو
لوى تخت پروت و د هغې په سر به
يې ميړه ناست و او ددې لاس به يې
پــه خپـل لاس كې ټينــګ نيولى و. پــه
تصور كي يې د لاس لـه نيولو پرته بل هېگڅ نه لېدل. په ټول ژوند كې د دې ميړه ددې لاس په خپل لاس كې نه ونيولى. لوڼې او زامن يې زېږولي و خو د ميړه لـه لوري د لاس نيولو ارمان يې لا نه و ترسره شوى. د اوړي شپې به په باغ كې پراته وو او د ژمي په يخو شپو كې به په خونه كې پراته وو. تل به ددې دميړه ورته شاوه نه يې په مينه لاس وركاوه او نه يي كلـه په غېږ كې نيولې وه.
دې په خپل ټول ژوند كې څوك نه و ليدلي چې يو بل ته غيږ وركړي، يوازې يې كوترې ليدلې وې چې د دېوال په سر به ناستې وي او لـه يو بل سره به يې مينه كولـه مشوكې به يې لـه يو بل سره لګولې. كلـه ناكلـه چې به څاروي يو بل ته نژدې شوي و او يا به پيشو ګانو ديو بل مخ پاكاوه نو ددې مور به ورته په قهر شوه ښكنځل به يې وكړل او په يوه لرګي به يي وشړل.
ټول ژوند يې تور پړونى لـه سر كښته نه شو او نه هم سپين ټوكر ددې د تورو وېښتو ښكلا چاته پرېښوده چې ويې ګوري. يـوازې د فـاتــحو
پــه وختونو كې به يې د سپين ټوكر پـر
ځاى تور پړونى لـه سره كلك كلك تاو كړ. د ميړه د مړينې غږ چې يې پورته شو نو تور پړونى يې لا پسې ټينګ كړ، درې كالـه تېر شول خو د دې وير لږ نه شو. كلونه تېر شول او كور ته يې مركې راغلې. ددې د اولادونو لپاره مركې نه وې ددي غوښتنوكي ول؛ خو ددې مور به يخ توكړل او ويل به يې شرم دى د يوه بل سړي لپاره څوك خپل اولادونه پرېږدي. يو ځل داسې مركه ورته راغلـه چې دا يې د دې لـه اولادونو سره غوښته خو د دې مور چيغې كړې، د خداى پاري نارې يې ووهلې او ويې ويل: ښځه نور څه غواړي چې د اولادونو مور وي او ميړه يې مړ شوى وي. يو ځل يې زړه ته ورتېره شوه چې د تور ټيكري پر ځاى سپين په سر كړي خو بيرته د خلكو لـه خبرو وډاره شوه. وويريده چې خلك به وايي ميړه يې هير كړى دى. دغه و چې تور پړونى يې د تل لپاره په سر پاتې شو. تسبې به يې د غم غلطولو لپاره اړولې را اړولې. تر هغو د ميه په وير كې ويرجنه وه چې خپلـه يې هـم
سترګې پسې پټې كړې. د جنازې تر شا يې د مور چيغې اورېدل كېدې، لكه د ليونۍ سوې چيغې وې او يا د اور ګاډي هغې شپېلۍ ته ورتــه نــارې
وې چې سوې سوې اورېدل كېږي. مور يې تسلي وركولـه چې جنت به يې ځاى شي لـه ميړه سره به يو ځاى شې. ناڅاپه چوپه چوپتيا شوه، نه يې څه اورېدل او نه يې لـه لندې خاورې پرته كوم بوى په سپږمو لګېده، تر لاندي ځمكه ورته د ورېښمو غوندې پسته ښكارېده. لـه ځان سره يې فكر وكړ چې دكفن اغېز به وي. پاس يې د خلكو غږ اورېده لكه دوه سړي چې په دعوه اخته وي، دا نه پوهېده چې ولې هغوى جنګ كوي، بيايې د يوه سړي غږ واورېد چې ويل يې دا ښځه د جنت لايقه ده. د قبر عذاب ورسره نه ښايي. خو دوهم سړي يې خبره نه منلـه او ويل يې دا بايد د قبر ښه ډېر ځورول وويني خو تر نورو يو څه لږ. بېلـه ځوره جنت نشته خو لومړي سړي بيا ورغږ كړل چې دا ښځه دعذاب لايقه نه ده، خپل ميړه ته سل په سلو كې وفاداره وه. دوهم سړي دا خبره نــه
منلـه او ويل يې ددې تر سپين دستمال لاندې په نكريزو سرې شوې زلفې ښكاره شوې وې، چې په لاره به روانه وه نو سپينې پوندې به يې لـه پايڅو راوتلې وې.
لومړي سړي وويل: نه ددې وېښته خو هېچا نه دي ليدلي، هغــه څـــه چې
تا ليدلي هغه د وړيو يو تارو وېښته نه وو. تر لمن لاندې به يې بلـه لمن وه، چا يې پونده هم نه شوه ليدل؛ى خو ملګري يې نه منلـه ويل يې د ددې پوندو به د كلي د سړو پام اړاوه.
دا دعوه ټولـه شپه روانه وه، دا پړ مخې پرته وه، خو لـه او پوزه يې په خاورو كې وْ، ساه يې نيولې وه ځان يې د مړو په شان اچولى و. ډارېده چې كه هغوى پوى شي چې دا نه ده مړه نو عذاب به يې نور ورزيات كړي.
د تورې شپې لـه خلاصېدو سره د دې دوو سړيو دعوه هم ختمه شوه. دې ته عذاب ونه ټاكل شو. چې چوپه چوپتيا شوه نو د خداى شكر يې ادا كړ. بدن يې سپك غوندې شو لكه چې الوزي. يوه شېبه نه په زمكه وه نه په هوا او بيا ناڅاپه په يوې نرمې او لندې خاورې راپرېوته لـه خولې يې اخ ناره ووته... جنت. په احتياط يې سر پورتـه
كړ، مخته يې دنګې دنګې شنې ونې ولاړې وې چې لاندې يې سيورى و. ورته كښېناسته، د ونې سيورى نه ختمېدونكى و. سينه يې لـه پاكې هوا ډكه شوه، پكې پراته د خاورو، خځلو او خوشاييو بوى دې پاكې هوا ويوست. كرار كرار په پښو ودرېده.
د ونـو منځ كې يې د سرو خښتو هغه
كور وليد، دروازه يې پرانيستې وه. په بيړه ورننوتلـه، په مندْ منډه د مرمرو په زينو وخته، زړه يې په كوګل كې په ټوپونو شولـه هرې ساه سره يې سينه پورته پورته غورځېده. هلته يوه بلـه دروازه وه چې تړلې وه دې په ډير ناز لاس وراوږد كړ، ور يې پرانيست. هلته يې يو لوى كټ وليد چې په ورېښمينو ټوكرانو پټ و. د كټ په سر يې خپل ميړه لكه يو نوى زوم ناست و. ښي لاس ته يې يوه ښځه وه او كيــڼ
لاس ته يې بلـه، د هغوى دواړو جامې لـه جاليو څخه جوړې وې چې د شاتو غوندې سپين بدنونه يې ترې برېښيدل، سترګې يې دحورو غوندې لـه رڼا ډكې وې. د ميړه مخ يې دروازې ته نه ودايې ونه ليده. ددې لاس لا په دروازې اېښى و، بېرته يې ورو پورې كړه. تورو خاورو ته يې ځان بيرته ورساوه او لـه ځان سره يې غلي وويل: په جنت كې هم موږ ته ځاى نشته.