Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-15  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

خدايه!

  خدايه! له تا څه غواړم؟
  هسک مې راکه ستوري را
  ځمکه کې مې سيوري را
  لاره به ستا لاره وي
  خو ما له ځما لوري را
  جام کې د پېړۍ د جم
  مخ د پښتانه غواړم
  خدايه! له تا څه غواړم
  اور يمه چرګۍ راکه
  زخم له ککۍ راکه
  يخه ده ړنده ايره
  سترګه د سپرغۍ راکه
  بخت د پخو ورځو يم
  ټول درنه غارمه غواړم
  خدايه! له تا څه غواړم
  غېږه مې د ځمکې کړه
  لوړه له اسمانه را
  پرخه درېدو به شم
  اوښکې د جانانه را
  ځمکه جل وهلې ده
  لپه کې اوبه غواړم
  خدايه! له تا څه غواړم
  برېښ مې د نظر پاله
  هسک ته مې وزر پاله
  غرمې د پولادو کړه
  سر مې لکه غر پاله
  زغم مې دې د تيږې شي
  خو زړه د غوښې زړه غواړم
  خدايه! له تا څه غواړم
  ګوتې د ملهم راکه
  ژبه د قلم راکه
  خلاص مې کړه د زړه کتاب
  مينه د ادم راکه
  لاس د پېرزوګانو را
  پروت يم پاڅېده غواړم
  خدايه! له تا څه غواړم
  زور د غريبانو را
  ورکړه د خانانو را
  راکه د شهيد سينه
  مټي د غازيانو را
  مرګ د پښتانه راکه
  ژوند د پښتانه غواړم
  خدايه! له تا څه غواړم
  اور په وږو وورېد
  لوږه نه مري، وږي مري
  ځمکو کې زيم سوى دى
  جل وهلي تږي مري
  چونګ کې دې اوبه راکه
  لپه کې دې اوړه غواړم
  خدايه! له تا څه غواړم
  دا چې لوږې وپالي
  مرګ ته هڅوي خلک
  دا چې ړندوي خلک
  دا چې کڼوي خلک
  دوى درنه ړانده غواړم
  دوى درنه کاڼه غواړم
  خدايه! له تا څه غواړم
  پوى يو چې له چا نه ده
  لږه له شيطانه ده
  ډېره له انسانه ده
  دا نړۍ چې ورانه ده
  لاس د عدل وچ مه شه
  نور يې خوځېده غواړم
 خدايه! له تا څه غواړم

ډاکټر محمد اکبر اکبر   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005