Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-15  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

د هیواد شېرزاد شعرونه

هـــــغه شپې مـــــې نه هيريږي

عـــــــــمر تېــــر شو هـــــغه شپې مـــــې نه هيريږي
 د وطـــــــــن خــــــړې کوڅـــې مـــــې نه هــــيريـــږي
 د بـــــــاران اوبـــــــــه به ﻻندې پکې ډنډ شــــوې
 هـــــغه تـار په تــــــار خـــــــيمې مــــــې نه هيريږي
 باد بـــــاران به پــــــه هـــــــوا باندې کـــړې جګـــې
 په مــــــــزار د ورور جنـــــــډې مـــــــې نه هيريږي
 خــــــوږ وطـــــــن يې راته ټول کـــــنډو کنډو کړو
 د بــــاروتو ســـــــــرې لـــمـــبـــې مـــــې نه هيريږي
 چې يو ورور به په بــــــل ورور باندې ويشـــــتل
 د راکـــــــټو انــګـــازې مـــــــې نــــــه هــــيـريـــــږي
 چـــــــې د پـــــلار د تودې غــــېـــږې په ارمان وو
 د يــتيم ها ســــترګــــــې ســــــرې مې نه هـــيريږي
 ډېرې خويندې وريندارګانې مې شوې کونډې
 کــــــتارونــــه جــــــنازې مــــــــې نـــــــه هــــيـــريږي
 څه ناسازې وې چې مــــــــونــــږ باندې ونه شوې
 د ســـــتم تــــــورې تــــيــارې مــــــــې نه هـــيريږي
 ﻻ مـــــې غچ وربانــــدې پاتې دی ( هــــېــــواده)
 د دښـــــمنو نـاکـــــردې مـــــــــې نــــه هـــيـــريـــږي

 

ای وطنه

سر به ستا په نوم قربان کړو ای وطنه
 څو چې لوړ داستا نښان کړو ای وطنه
 زمونږ وينه کې همدومره زور پيدا کړه
 چې نابود دې دُښمنان کړو ای وطنه
 ستا خوږه مينه مو زړه کې ده ساتلې
 هر يو درد به دې درمان کړو ای وطنه
 ستا په پاکه سينه مونږ خاپوړې کړي
 ستا دښتونه به ګُلان کړو ای وطنه
 ته مو مور يې مونږه واړه ستا بچيان يو
 تا به لمر د شين اسمان کړو ای وطنه
( هېواد ) لوړه کړي دا ستا په پاکه مينه
 تا به بيا افغانستان کړو ای وطنه

 مالمو = سويډن ٢٠٠٣ /٣ / ٢٥

پښتو

رانــــه پردۍ شوه کـــــــورنـۍ پښتو
 شـــوه ګــــډه وډه مــــــورنـۍ پــــښتو
 د نورو ژبـــــو ترقــــــــي وګــــــــــورئ
 تر ټولو پاتې شوه وروستۍ پښتو
 چا په ايران چا پاکستان خرڅه کړه
 هـــم کابلۍ هــــــم پېښورۍ پــــښتو
 بچــــي دې شول په نورو ژبو ميين
 درته يـــې جـــــوړه کړه زندۍ پښتو
 که دا مــــو حال وي يو د بلــــه سـره
 کلـــه به پاتـــې شـــي ژوندۍ پښتو
 راځـــئ په ګډه ســـره جوړه کړو بيا
 هېــواده ! خپـــله پخـــــوانۍ پښـتو 

مالمو ــ سويډن-١٤ / ١٢ / ١٣٨١

افغانستان ته

ته مو روح يې ته مو ځان يــې
ته وطن جـــــــنت نښان يـــــــې
 په سرو وينو به دې ســـــــــاتو
ته زمـــــونږ افغانـستان يــــې
 
 ته خو توره د غــــيرت يـــــــې
 تــــه جــــنډه د شهامــــت يــــې
 ستــــا تاداب د انســـــــانيــته
 ته تاداب د انســـــــانيت يــې
 ته زمونږ د سترګو تور يـــــې
 تـــــــه يې مينه محــبت يـــــې
 تـــــابه لوړ همېشه ســـــــــــاتو
 تــــــــه شمله د افغانيت يې
 ستا د خوار اولاد دوعا ده
 چې همېش دې سلامت يې
 مونږه واړه ستا بچيـــان يو
 ته په مونږه باندې ګران يې
 په سرو وينو به دې ســـــــاتو
 تـــــه زمونږ افغانستان يـې
 
 ستا خزان هم بهــــــــــارونـه
 هــــــــره تيګه دې لالـــــــونه
 ستا په غېږه کــې پراتـه دي
 د سپين غر پشانته غرونه
 هم ويده ستا په سينه کې
 د غـــــيرته ډک ســــــــــرونه
 له غيرته چې نارې کړي
 د هلمند کونړ سيــــــندونه
 ستا په ګُلو ښايسته شوي
 ډېرو پېــــــــغلو وربولونه
 مينه ستا ډېره خوږه ده
 ته اعلا تر ټول جهان يې
 په سرو وينو به دې ساتو
 ته زمونږ افغانستان يې
 
 انګرېزان دې نابود کړي
 تا له غېږې خپل ايستلي
 تاته جګ څوک کتی نشي
 دوښمنان دې شرمولي
 تا پخپله لوی لمن کې
 غيرتي بچيان روزلي
 ستا د ننګ ناموس لپاره
 ډېرې ميندې ژړېدلي
 ډېرو ستا په محبت کې
 په سينه مرمۍ خوړلي
 ستا په سر به ځان قربان کړو
 ته ژوندون د هر افغان يې
 په سرو وينو به دې ساتو
 ته زمونږ افغانستان يې
 
 هر بچی دې (احمدشاه) دی
 غيرتي دی باوفا دی
 هره پېغله (ملالۍ) ده
 هر زلمی په تا فدا دی
 چې له تا دي جدا شوي
 د هغو زړه په ژړا دی
 بېل له تا چې مونږ اوسېږو
 دا څه ژوند پدې دونيا دی
 بس چې ستا غېږه کې خښ شو
 لوی ارمان د ژوند مو دادی
 ستا ديدن پسې رنځيږي
 د "هېواد" د زړه درمان يې
 په سرو وينو به دې ساتو
 ته زمونږ افغانستان يې

۱۳۷۹/۱۱/۲۷ -مالمو ـــ سويډن

د زړه اواز

وران وطن ته مې بهار يم، يم سپرلی د سرو ګلونو
 لېونی يمه د مينې يم زمری د جګو غرونو
 
 چې زمونږ ښکلی وطن يې په ميرو راته بدل کړو
 د هغوی په کور راولېږم لکه شړک له آسمانونو
 
 د يتيم له خولې وتلی د ښېرو نه ډک فرياد يم
 زه له اوښکو جوړه شوې يو څپه يم د سيدونو
 
 ناکرار به يم ترڅو چې د ظالم ټغر ټول نکړم
 دا قسم دی ما خوړلی د شهيد په مزارونو
 
 د وطن ښکلې جنډه مې تر آسمانه جګومه
 د غيرته  ډک افغان يم جنګيالی يم د جنګونو
 
 له غمونو نه جوړ شوی د هيبته ډک توپان يم
 کور به وران کړمه د ظلم زه په داسې توپانونو
 
 د "هېواد"  د زړه فرياده د قاتل په کوڅو ورشه
 ترې راجګې جنازې کړه د مړو شوو آرمانونو

مورې

تانه قربان شمه خوږې مورې
 ماته د سترګو نه نږدې مورې
 
 لوی دې کړم خپله غيرتي غېږه کې
 غيرت نه ډکې پښتنې مورې
 
 ماته دې يادې کړې پښتو خبرې
 څومره خوږه ژبه لرې مورې
 
 وايم چې ايښې مې باڼه وای درته
 په هغه ځای چې قدم ږدې مورې
 
 چې هره پاڼه د کتاب اړوم
 ستا صفتونه دي پکې مورې
 
 زما جنت دا ستا ترپښو لاندې دی
 لوی کرامت لرې درندې مورې
 
 " هېواد " په هيڅکله پرېشانه نشي
 چې ستا دوعا وي ورپسې مورې

لږ خواږه ډېر ترخه

مـــــــا په دا کـــــم عُمر ډېر څــــه وليدل
 لږ مــــې خواږه ډېر مــــې ترخـــه وليدل
 ډېــرو پـــــه خــــپـلـــــو نصـــــيبونــو ژړل
 ډېر ګــــرېوانونه مـــــې ﻻنده ولـــــــــيدل
 هغه زلميان چې ﻻر پرې ښه ښکارېده
 ډېر مــــې په وينو کـــــې پراته ولــــيدل
 په څـــو پيسو چې خپل ايمان خرڅوي
 داســــې مــــې ډېر قسم خـــــواره وليدل
 د ډېــــرو ﻻس مــــــې تر څنګلــــو پورې
 د سکه ورور پـــه وينو ســــره ولـــــيدل
 چـــې دوښمنان مو پرې وطـــــن ورانوي
 يو څو عظــمونه مـــــــــــــې پاخه وليدل
 هــــر څوک کوي کاږه او ســـــــم کارونه
 دلـــته مــــې ټول شــــيان کاږه ولـــــيدل
 "هيواده "خـــــدايږو دا وطن ابــــاد شـــي
  چــــې مــــې زلميان پکې ويده وليدل

سپرلي ته

سپرليه راشه بيا زمونږ پر کلي
 بيا مو وطن ته سره ګلونه راوړه
 د مستو پېغلو اوربلونو ته بيا
 د سرو ګلونو امېلونه راوړه
 
 بيا د نارنج ګلونه وسپړوه
 بيا خوشبويانې په هر لور راوله
 چې ټول په ګډه ننګرهار ته لاړ شو
 بيا خوشاليانې کور په کور راوله
 
 چې بيا ببرې څڼې غټ برېتونه
 زلمي جشنونو کې سيلونه وکړي
 چې د ملي سرود په مخکې روان
 دا ببر سري اتڼونه وکړي
 
 ډېر عمر وشو چا خندلي نه دي
 زمونږ په زړو بادنې غمونه پراته
 زمونږ له شونډو نه مسکا هېره ده
 په ګرېوانو کې مو اورونه پراته
 
 ښاديانې نه راځي زمونږ په سيمه
 دلته غمونو نه کوڅې ډکې دي
 پېغلې اوس چاته سينګارونه وکړي؟
 له ښو ځوانانو هديرې ډکې دي
 
 زمونږه وچو او سپېرو شونډو ته
 له سپينو غرونو نه خندا راوله
 دغه مات شوي ژوبل، ژوبل زړونه
 يو ځلې بيا ته په ګډا راوله
 
 بيا د کُلال مټې راونغاړه
 په ستړو مټو کې يې زور واچوه
 چې ښکلو پېغلو منګي جوړ کړي
 بيا ګودرونو ته لږ شور واچوه
 
 دا د سرو وينو او نفاق سېلاب ته
 بيا د وحدت ستر ستر بندونه جوړ کړه
 چې دا د غم سپېره سپېره بادونه
 ورباندې بند شي سپين جګ غرونه جوړ کړه
 
 چې بيا د يو بل په خوښيو خوښ شو
 داسې مو زړونو کې عزت کېږده
 چې ټول يو موټی شو وطن آباد کړو
 زمونږ په روح کې صداقت کېږده
 
 سپرله بيا به دې سپرلې وبولم
 که دې آباد زما ګلشن کړو بېرته
 د ژوند تر پايه به دې ستايم ګله
 که دې "هېواد" پخپل وطن کړو بېرته

مالمو - سويډن =١٠ / ٣ / ١٣٨٤

غزل 

بيا دې کـــتاب کــــــــې د غـــــــزل راولــــم
 پتنــــــګان ګــــــــــرځـــــــــي د رڼا په تـــــمه
 ځــــــــم پانـــوسونه ورته بـــــــــــــــل راولــم
 پوی يم په دې چــــــې ګُنانګاربه شـــــــمه
  خو ميخانې ته دې په چــــــــــــــل راولــــــم
 که ژوندون وو او ســـــــره ومــــــــــــو ليدل
  بيــــــا دې يو ځــــــــــــل په دې محل راولم
 چـــــــې غمازان يې له نظـــــره نه کـــــــــړي
 د بڼو ســــيوری دې پر پــــــــل راولــــــــــــم
 هيواده ژوند خو مستي اوس واخيسته
  ځـــــــمه اجــــــــل ته مـــــــــې اجل راولـــــم

د زړونو کيسې  
 بس دې نور مه کړه د غــــمونو کيسې
 راشه چې وکــــــــــړو د ګلونو کــــيسې
 د دوزخـــــــونو په کــــيسو ستړي شــو
 نــــن به کـــــــوو د جنـــــتــــــونو کيسې
 
 زمونږ په شان د لېونــــــــي خونې تــــه
 هغه هم مــــــــونږ غوندې په ميو مين
 که ترېنه واورو د جامـــــــــونو کيسې
 
 دلـــته راځي څوک چې غمــــونه لري
 په زړه زمــــــونږ غوندې دردونه لري
 مونږ به هم واړوو پـــــــه سر جامــونه
 که شي مو هــــېرې د زخمونو کيسې
 
 جـــانانه راشــــــــه دا دنيا وګــــــــــوره
 پخــــپلو سترګو دا ښـــــکلا وګــورو
 تر څو به ناست يې د زاهد خولګۍ ته
 تر څو به اورې د خــــــــيالونو کيسې
 
 په مـــــــــــا او تا ده دا دنـــــيا ودانــــــه
 مــــــــونږه چـــــې نه يو نو په چا ودانه
 ( هيواد ) به نه وي ارمانجن به ګرځې
 هيـــڅوک به نه کوي د زړونو کيسې

 سجدې
 چې درته سوال د سپينې خولې کومه
 ياره خو نوم ته دې سجدې کومه
 څه دې ښايست، څه دې د سترګو اثر
 چې په سپېرو کوڅو دې شپې کومه
 ستا د ښايسته بشر ديدن لپاره
 سوځم پانوس غوندې لمبې کومه
 خلک خپل رب ته په سجدو پراته دي
 زه عبادت ستا د کوڅې کومه
 ژبه مې ګونګه شه چې ستا په حق کې
 که زه به بل چاته ګيلې کومه
 په زړه دې څه دي هغه هم ووايه
 نورې سلګۍ وړې ، وړې کومه
 ( هېواده ) ناست يم د ديدن په تمه
 په تورو شپو کې شو ګيرې کومه

جانانه ولې
 جانانه ولـــــــې رانه ته خپه شوې
 دومره خو ووايه په څه خپه شوې
 کاشکې چې زه په سترګو نه واى بينا
 ته چې زما په تش کاته خپه شوې
 ګلـــــې د شمعې په ژړا ژړېږې
 که د پتنګ په سوځېده خپه شوې
 يا خــــو رقيب درته ويلي دي څه
 يا خو زما په بېلتانه خپه شوې
 ما ويل چې ژوند به خندا تېروو
 ته خو په يو ځل مسيده خپه شوې
 که زه خبر واى مـــــا به نه څيراوه
 ( هېــــواد ) دې تمه د بقــــا لــــرله
 ته لا ترې اوس په ژوندانه خپه شوې

نصيبونه
 تاته اغـــــــــــزو نه هــــــم ګُلونه جوړ شول
 مــــــاته ښاديو نه غــــمونه جــــــــوړ شول
 زه چــــــې ګُل واخلمه اغــــــــزي شي راته
 تاته له کاڼو نه لالـــــــــونه جــــوړ شــــــول
 ستا په خولګۍ کې خو خندا ښکارېده
 زما زړګـــــي ته ترې داغونه جــــوړ شول
 تاته د هجر شپې يو څـــــو شېبې شــــوې
 مـــــاته له هــــرې شپې کلونه جوړ شـــول
 ته بــــې خــــــبره له غـــــمـونو ګــــــرځـــــــې
 زمـــا له اوښکـــو سېلابونه جـــــوړ شول
 تانـــــــه به هـــېرې وي دا ســــتا خـــــــبرې
 ماته دې هر لفظ نه زخمونه جـــــوړ شول
 زمـــــــا د ټولــــــــې زنده ګــــۍ نه اشـــــــنا
 اوس د هيواد يو څـــــو بيتونه جوړ شول
 
 مالمو ـ سويډن ٢٠٠١=٩=١٩

 غزل
 داسې ګل شوې چې ګلزار درپسې ګوري
 د بلبلو يو کتار درپسې ګوري
 
 ته چې هسکه غاړه تېره په ګودر شې
 جګ نښتر او لوړ چنار درپسې ګوري
 
 د سرو شونډو لال دې پټ ګرځوه ياره
 پرې وېرېږمه ښامار درپسې ګوري
 
 خدايږو ستا زړه به په چا پسې درزيږي
 زما سترګې په دې لار درپسې ګوري
 
 د قاف غره کې مې پيدا نه کړې جانانه
 هيواد ځکه ننګرهار درپسې ګوري

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005