Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-16  م  خپرندوی : نجیب عامر چا پي بڼه

دراشد خټک شعرونه


 ليلا ساده ده چې مې اور د زړه په کور لګوي
 زړه کې مې اوسي او په زړه باندې مې اور لګوي 
 زما مغرور او لېونى سر سجدې نه پېژني
 خو دا واړه واړه خدايان را باندې زور لګوي 
 کله نه کله چې مې لاس په لاس کې کلک ونيسي
 لکه طبيب دزړه په زخم مې ټکور لګوي 
 مينه خو نور ده ،يو ښايست دى ، يو رڼا ده ګلې
 دا څو بد شکله په زړه تور هسې پرې تور لګوي 
 دادکافر حسن مېرمن اتش پرسته ښکاري
 زما د زړه په بيت الله باندې چې اور لګوي 
 راشده ګوره چاته ډک او چاته نيم ورکوي
 ساقي زمونږ مخ ته جامونه هم نسکور لګوي 
 29 نومبر 1993
 پېښور - پوهنتون
 
  
 ما هم درته کتل چې ته راتلې او موسېدې
 غوټۍ وې د سحرچې غوړېدې او مو سېدې
 زاهده نن خو ته هم د ساقي په خوا کې ناست وې
 يو لاس کې دې وجام بل کې تسبې او موسېدې
 کاش هغه څو ګړۍ که د ژوند بيرته راستنې شي
 ستا زلفې وې په ما باندې خورې او موسېدې
 هر کس دې پرې شک من کړلو پرون د ښکلو ميرې
 داهسې چې محفل کې موسېدې او موسېدې
 سپين سترګي ر قيبان ګوته په خوله راته ولاړ وو
 چې ګل غوندې مې غېږ کې پرېوتې او موسېدې
 دا څنګه کيفيت و زه پخپله هم پوه نه شوم
 ستا شونډې مې په شونډو لګېدې او موسېدې
 راشده ستا د لوړې حو صلې نه شم قربان
 د ژوند په هر قدم چې قتلېدې او موسېدې 
 ٢٠نومبر١٩٩٣ 
 اسلاميه کالج پېښور
 
 
 
 چا پرې جهانونه لوګي کړي دي
 چاپرې خپل ځانونه لوګي کړي دي
 شېخه ! د ساقي په شرابي ستر ګو
 ډېرو جنتونه لوګي کړي دي
 دغه ده کوڅه د يوسف مخي يار
 دلته کې مونږ زړونه لوګي کړي دي
 ده جلا خبره چې يې نه منې
 مونږ خو پرې سرونه لوګي کړي دي
 ستا د يو نظر په احترام ګلې !
 ما ټول ارمانونه لوګي کړي دي
 تا په خوب کې ووينم راويښ شمه
 تانه مې خوبونه لوګي کړي دي
 ١٤ نومبر١٩٩٣ 
 دلاهوراو پېښور په لاره
 
  
 دلېونتوب جذبې مې کلکې عقيدې ماتې کړې
 زما له حاله چې خبر شو شېخ کوزې ماتې کړې
 ته تپوسونه د ګرېوان او د لمنې کوې
 داخو لا پرېږده مونږ په پښو کې زولنې ماتې کړې
 وعجيبه غوندې انصاف د بې انصافه ساقي
 مونږ هډو ګوټ نه کړل اغيارو تندې ښې ماتې کړې
 ښکلي را درومي ورسره دي د سپرلو قافلې
 د مودو ستړواورېدو سره توبې ماتې کړې
 داعبادت به حسابيږي که ګناه ملګرو
 چې نن ماښام په ميکده کې مو روژې ماتې کړې
 شراب بېخونده شول ليلا چې ورته زير وکتل
 ساقي پيکه شواوله شرمه يې کاسې ماتې کړې
 اوس خپل سينګار هم ورته جوړ شو مصيبت راشده
 د زلفو بوج دډېرو پېغلونرۍ ملې ماتې کړې
 ١٨ نومبر١٩٩٤ 
 اسلاميه کالج پېښور
 
  
 بيا مې د جنون د پخېدو ورځې راغلې دي
 شګې او صحرا او د مېرو ورځې راغلې دي
 نن چې رقيبان يې د کوڅې نه تاو راتاو وينم
 پوه شومه د تندې ماتېدو ورځې راغلې دي
 بيا ګلونه خاندي بيا غوټۍ په غوړېدلو دي
 بيامې د ګرېوان د خندېدو ورځې راغلې دي
 لاس مې يې د زړه د پاسه کېښود بيا يې وويل
 اوس خو دې د زړه د رغېدو ورځې راغلې دي
 جام وي او جانان وي او ماښام وي اويو زه ومه
 داسې مهربانې هم يو څو ورځې راغلې دي
 هاغه دى منزل راته له ورايه نه مسکى شولو
 بس د شواخون د ختمېدو ورځې راغلې دي
 پېغلې به راشده بيا ټيکونه پکې ومومي
 بيا په اباسين کې د څپو ورځې راغلې دي
 ٢٠ نومبر١٩٩٤
 اسلاميه کالج پېښور
 
 
 موسم دپسرلي شوچې ګلونو وخندل
 زما دې ستړي زړه کې پرهرونو وخندل
 خاموشه خاموشي وه دساقي په ميخانه کې
 رندان چې په خندا شول نو جامونو وخندل
 اشنا په محبت کې خوشالۍ رانه باغي شوې
 دزړه په ويران کور کې مې غمونو وخندل
 ښه پوه شومه چې دغه هم اثرو ستا دميني
 په ما پورې چې نن د کلي نجونو وخندل
 بيا ورځې د سپرلي دي ليوني پکې مستيږي
 دا زېرى چې پرې وشو زنځيرونو وخندل
 جون ١٩٩٢
 
 کرک
 که څو ديوسف مخيوپه مخونو کې ښايست دى
 زمونږ هم د ځيګر په پرهرونو کې ښايست دى
 دا وينې پرې زما د ارمانونو تويې شوي
 چې اوس د ګل اندامې په لاسونو کې ښايست دى
 زړه چاودي،قتلونکي، سا راښکونکي دي منمه
 بيا هم د انتظار په ماښامونو کې ښايست دى
 نېک بخته ملاجانه ته خو هم يو وارې راشه
 ساقي ښايست ښايست دى په جامونوکې ښايست دى
 مالياره راته ښکاري ستا خولو رنګونه راوړل
 داځکه د چمن په دې ګلونو کې ښايست دى
 زه ستا سترګو ته ګورم ته زما سترګو ته ځير يې
 ژوندون په موسېدو دى په وختونو کې ښايست دى
 راشده که دا ښکلي په ظاهر حسن نازيږي
 زمونږ د شاعرانو هم په زړونو کې ښايست دى
 ١١ فبروري١٩٩٤

نجيب عامر   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005