Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-16  م  خپرندوی : نجیب عامر چا پي بڼه

دوږمه سبا عامر شعرونه

  غزل
  راځه لکه هوسۍ ښه په ادا قدم راواخله
 رامنډه کړه د زړه په دې بيديا قدم راواخله
 دنيا دخپل قدم خاورې زمونږ سترګوته ولي
 ورواړوه ته خاورې په دنيا قدم راواخله
 ما ځاى درله درکړى د سينې د تخت دپاسه
 شرمېږه مه په شان لکه پاچا قدم راواخله
 چاپېره رقيبان دي پښې دې شل نه کړې زړګيه
 سکروټو کې هم لوري ته زما قدم راواخله
 زه ستوري درنه نه غواړم ته لاس د مينې راکړه
 اشنا اشنا حالاتو کې ناشنا قدم راواخله
 جنت دى حورې ډېرې خو زما مينه ترې ډېره
 په منځ کې د سفا او د مروا قدم راواخله
  يو څو د زړه خبرې درته کړم د خلکو لرې
 دزړه په کوه طور لکه موسى قدم را واخله
 ٢٠٠٦ مارچ١٤  پېښور
 
 غزل
  اشنا بس تش درشل ته دې سلام کوم او ځم
  ته ګوره درته څومره احترام کوم او ځم
  په زړه کې مې راځي چې دوى به هم وي مينه کړې
  په لاره کې مېږو ته هم ډېر پام کوم او ځم
  اوس وايه ستا په سترګو کې ځائيږم او که نه ؟
  دا ستا د بڼو شپول لاندې آرام کوم او ځم
 پو هيږم درد مې ډېر دى او قرار مې دلته نشته
  ساقي يوازې هيله د يو جام کوم او ځم
 صنمه دومره ډېر دې يادوم چې ځان مې هېر شي
 هندوې غوندې لاره کې رام رام کوم او ځم
 ٢٠٠٦مارچ١٦پېښور

نجیب عامر   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005