Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-02  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

پوهاند صديق الله رښتين

ارواښا پوهاندد صديق الله رښتين په ۱۲۹۸ لمريز کال دمومندودغازي آباد کلي دمرحوم مولوي تاج محمد ((مهتمم)) په روحاني او منوره کورنۍ کې دنياته سترگي روڼي کړې . پوهاند رښتين لا ډير وړوکۍ و چې دپلار دمهر اومحبت سيوری يې له سره کم سو. دده مور دهغه روزنې ته زياته پاملرنه وکړه دهغي برکت و چې ده او دده وروڼودښوونې پر ور پل کښېښود . هغه په وړکتوب کښې لومړنۍ مذهبي زده کړه په خصوصي ډول په خپل کور کې تر سره کړيده .له لومړنيو ديني زده کړو وروسته په ۱۳۱۱ لمريز کال دننگرهار دهډې په نجم المدارس کښې شامل شو ،په دغه مدرسه کې تر درې کالو تيريدو وروسته په ۱۳۱۵لمريز کال دکابل په دارالعلوم کې داخل او هلته يې زده کړه وکړه .پوهاند رښتين صاحب دتعليم تر څنگ يې دمطبوعاتو سره هم مينه او علاقه پيداسوه ،داصلاح داخبار لوستلو ته يي مخه کړه چې دهغه دذهنيت په روښانه کولواو هڅولوکې يې زيات مثبت رول لوبولی دی .

رښتين صاحب په ۱۳۱۸ لمريز کال له کابل دارالعلوم څخه دمتوسطې ددورې اعلی شهادتنامې په تر لاسه کولو سره دهمدغه کال دسنبلي دمياشتي په لومړۍ ورځ دادبي چمن او پښتو ټولني په غړيتوب ومنل سو. د۱۳۲۰ لمريز کال دزمري (اسد) په مياشت کې دپښتو ټولنې دقواعدو دڅانگي مدير وټاکل سو ،يو کال وروسته دوري (حمل) په مياشت کښې دپکتيا د((وړانگی دجريدې )) لومړۍ مؤسس او چلوونکي و،دهمدي کال دثور په مياشت کې کي دپښتو ټولني مرستيال کفيل ،دلغاتو او قواعدو دڅانگي مدير دنده يي پر مخ وړه.

په ۱۳۲۲ کال دپښتو دايرت المعارف دژباړودڅانگي دمشر په توگه وټاکل سو ،په ۱۳۲۶کال دميزان په مياشت کښي دفراه په ولايت کښي د((سيستان)) دجريدې مؤ سس او لومړۍ خپرونکی و ،يو کال وروسته په سنبله کي دپښتو ټولني مرستيال او دپښتو دارت المعارف امر وټاکل سو . د۱۳۲۹کال دزمري په مياشت کښي يې پر پورته ويل سوو دندو د((هيواد )) اخبار چلوونکی و، او هم يي دادبياتو په پوهنځی کښي محصلينو ته دتدريس چاري پر مخ بيولې او هلته استاد و.په ۱۳۳۰ کال دپښتو ټولني لوي مدير مقرر سو ،او په ۱۳۳۱ کال د((زيري)) داخبارددوهمي دورې مؤسس و،د ۱۳۳۴ کال دحمل په مياشت کې دپښتو ټولني دمشر او وروسته بياد ۱۳۳۵کال په سر کې دښووني وزارت پښتو مشاور اودادبياتو دپوهنځی داستادی رسمي دنده ور وسپارل سوه ، چې همدا دنده يي تر ۱۳۳۶کال پوري سرته ورسول . په ۱۳۵۲ کال يي تقاعد پانه تر لاسه کړه ؛ هغه دژوند تر ورستيو سلگيو پورې يې بيادولتي دنده سرته نه ده رسولې او نه يې هم دکوم دولتي نشراتي ارگان سره دليکني مرسته وکړه . پوهاند رښتين پر رسمي هڅو سر بيره يو شمير مطبوعاتي او فرهنگې دندي هم تر سره کړي دي ، دبيلگي په توگه هغه په ۱۳۲۸ - ۱۳۲۹ کښي دشپې لخوا دکابل راډيوديوي ځانگړي خپرونې دچلوونکې په توگه کار کړيدی همدا ډول له ۱۳۳۳ نه تر ۱۳۳۷ کال پوري دمازديگر لخوا په کابل راډيو کې ديوې ځانگړي خپروني دپښتو کميټي غړۍ و او بياد1336نه تر۱۳۴۰کال پوري دکابل راديو درنگارنگ خپرونو دچلوونکي دنده په غاړه لرل؛د۱۳۴۳نه تر ۱۳۴۸کال پوري يې دکابل راډيو دادب دوږمو پروگرام پر مخ بېول . پوهاند رښتين صاحب ديو لړ علمي او ادبي ليکنو اوخپرولو وروسته په ستاينليکونو او نښانو نو نما نځل سويدی اوتر۱۵ يې زياتي جايزې هم تر لاسه کړي دي . دپوهاند صاحب رښتين مورنۍ ژبه پښتو وه ولې په فارسي ، اردواو عربي ژبو نه يي هم اثار ليکلي ،له عربي او اردو نه يې يو شمير ژباړني کړ يدي .

دپوهاند صديق الله رښتين ۲۶۵ رسالې او کتابو نه چاپ سوي دې ،رښتين صاحب دخپل عمر په اوږدو کې په يو شمير بهرني او داخلي ټولنو او غونډو کي برخه اخيستې ده ،استاد دنړۍ ځينو هيوادو لکه پخواني شوروي اتحاد ،ايران،مصر ،هندوستان، او پيښور ته سفرونه کړيدي . زموږ دهيواد ددې وتلي څيرې په هکله اکاديميسين پوهاند ډاکټر محمد رحيم الهام ليکي : استاد رښتين يو غښتلی او په خپله برخه کې پوخ ليکوال ،محقق او مدرس و ، دی دپښتو دودي په تحقيقي ،تخليقي او تدريسي برخه کښي په هسکه غاړه زموږ دمخکښانو په قطار کي ولاړ دی .

پو هنوال غروال دشعر په ژبه پوهاند رښتين داسي لمانځي او ستايي :

دپښتو په ارت جهان کي لکه غرو= دادب په شنه آسمان کي لکه غرو
په قلم کې يې و زور،ژبه کي شوروو= ځلانده ستورۍ دافغان دستر ټبرو

پوهاند رښتين دپښتو ادب پنځم ځلاند ستورینومول سويدی ،دې لوي عالم داوږدې ناروغۍ له کبله دپيښور دليډيريډنگ روغتون دبولټن بلاک په لسمه کوټه کې په ۱۳۷۷لمريز کال له فاني دنيانه دابد لپاره سترگې پټې کړې . درښتين صاحب ليکنې او هڅوني نه يوازي داچې دافغان ولس لپاره لويه علمي خزانه ده بلکي دلويو علمي وياړونو ځلاند نمونه هم ورته ويلاي شو .

حبيب الله غمخور - سويډن   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005