Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-18  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

د عبدالروف بېنوا شعرونه

پســــــــــــرلــــــــی
 
 بیا ئې وڅکل له کم خُمه ډک جامـــــــونه
 دا د هسک پېغله چي ناڅي له جنــــــــونه
 
 له مستۍ نه ئې ساغر له لاسه پرېــــــوت
 په څوڅاڅکو ئې کړه مست سپېره ډاګونه
 
 له خندائې دغاښو ځــــــــلا برېښنـــا شوه
 مرغلــــــري لونوي پر سنګېـــــــــــړونه
 
 په ملال ملال کاته چي ګـــــــوري بڼ ته
 له هوسه ورته خولې سپـــــــڼي ګــــلونه
 
 د بادام وني چي شنډې وې په غرو کښي
 ورپه غاړه ئې د جنـــــــــډو کړه هارونه
 
 ته وا خپل د زلمیتــــــــوب کـــالینه نیسي
 چي خپاره ئې کړل پر دښت شنه میزرونه
 
 هر سهار ئې ښکلی مخ دی سره وایي کا
 که ئې وویشت د مین زړه له څنــــــډونه
 
 په ښکلا نمنځوي بیا پښتني پېـــــــــغلي
 چي شین شین ځي په خندا به مکیــزونه
 
 د زلما په میــــو مستې چټــي ګـــــــوره
 چی خپاره ئې لور په لور کړه اوربلونه
 
 هم ځغــــلا کا ، هم نڅــــا کا هم شڼـــا کا
 چي تر څنګ کړي د روپو سپین امیلونه
 
 د کږدیو مخ غاټـــــولو سور بخمـــــل کا
 چي پرې وکـــا زلمي نجوني اتڼـــــــونه
 
 له سپـېرو خاورو بامي ګــــــــلونه پاڅي
 چي پرې تېــر شي د جنکیــــــــو پلوونه
 
 د کـــــــړونګي دي ږغونه به درو کښي
 لا دپــــاسه پرې د چـــــوڼو آوازونــــــه
 
 وایي اوس به سېـــل د نجنو باندي راسي
 زلمي ځکــــه ورته نیسي ګــــــــودرونه
 
 سپېڅلتــــوب ، مینه یو بل ته سره ورکا
 په هر ځای چي مخامخ شي مین زړونه
 
 کټــــهار د زرکو مړه زړونه ژوندي کړه
 چي نغمو نغمو کښې ستایي شینکي غرونه
 
 د غره هر بوټي ته وایی جار له تا شو:
 ستا په مینه کښې ښندي زلمي سرونه
 دریدي جنډو وږمه ئې تر سپــــــږمو شوه
 داچی پاڅېــــده هوسۍ له مېــــــــــــږتونه
 
 هلمند بیا په څپــــــو راغی، غاړي غاړي
 چي ورغاړه غړۍ شوه څپــــــــان نیزونه
 
 د پسـرلي ناوې و دېږي ورائې پنــــــــــډه
 مخ کـــــــاته اخلي د غرو سور کي لالونه
 
 ننـــــــــــــدارو ته ئې وتلي لوی واړه دي
 خو چا مسته خندا را وړه چا غمـــــــــونه
 
 وبېدردو ته ئې ډکـه خــــوله مســـــــا کړه
 د دردمنــــدو زوړ ئې لازیات کړه دردونه
 
 دهغــــو به څه پســــرلی وي چي ولاړ وي
 په کـــــږو غــــــاړو د بل بر در څــــــلونه
 
 ژوند ئې وي د بل د پـاره مړیني هــــــــم لا
 جــــــاروي د بل ترخـوی تل خپــــل خویونه
 
 د کڼـــو په څېر د بل په خنــــــدا خــــــــاندي
 یا غورځــــا کا د پردیـــــو په ډولـــــــــــونه
 
 یا خو یو له بــــــله خوري د ګور چنجي شي
 یا بیـــــــــــزاره وي د یو بل له ژونـــــدونه
 
 یا هیڅ سر نه ټیـــــټوي آسمـــــــان ته هم لا
 یا مریی غـــــــوندي ولاړ په ســــــــلامونه
 آه ، څښتــــنه چي دي ژوند هر شي ته ورکا
 په زرغا دي و نمـانځــل سپــــــــېره رغونه
 
 چي کــــــریابي مېرې ستا له پېــــــرزوینی
 شنې تالې شوې ، شنې لمنې ، شنه دښتــونه
 
 مونږ له هسي ژونده و ژغوره خـــــــاونده
 خپـــلواکي مو تل نصیب کړه څو چي یونه
 
 چي مو ژوند د پسرلي په څېر سمسور وي
 خوند به اخلو له دې ښکلي نندارتــــــــونه

*******

زه...
 چي په خپـــــــله مستقــــــل یمه له ځـــانه
 څوتر څــــــو کــــړم د نورو تقلیــــــدونه
 
 زما شعـــــر دی نسیــــم له کوهستــــــانه
 ویښــــــوي د پښتنـــــو سپیڅــــلي زړونه
 
 مداح نه یم چي په زیات صفت څوک ستایم
 نه له چا څخه مي هیـــــله د دنیـــــا ستــــه
 
 څو ژوندی یمه رښتیا رښتیا به وایــــــم
 په درواغو مي له خولې کله وینا ستــــه
 
 قام به ویښ کړم لکه دم د مسیحـــــــا یم
 له غلیمــــه زما کـــــله څـــــه پروا سته
 
 تملـــــــــق مي منــــــافي دی له وجدانــــه
 مقیــــــد نـــه یـــــم آزاد مي دي بیتونـــــه
 ============
 د یار در ته نه یم پروت په ګــــدایي کښي
 زرغونو درو کښي ښورم لــــــکه بـــــاز
 
 نه د ښونډو په شراب یم په مستۍ کـــــښي
 له هر څه د وطن میني کـــــــــړم بي نیــاز
 
 د مطرب حاجت مي نستــــه په نړۍ کښي
 چي په زړه کښي مي سومیشت دوطن ساز
 
 ملیت په کړم د لمر په څیر روښــــــــانه
 نه کړم نور د خال و خط زلــــفو غمونه
 =============
 کــــــــله تېــز ترخه ویل کړم و ملت ته
 له هر لوري ورکــــوم سختي طعنې زه
 
 کله بولم خپـــــل ملت خوی د وحدت ته
 په پسته ژبه کوم دوی ته ګیـــــــــلې زه
 
 بیا یې ستـــرګي واړوم زاړه عظمت ته
 ورپه یاد کړم پاني پت خوږې قصې زه
 
 دا الهام مي راځي زړه ته له اسمانـــه
 یا د دې پاکي فضا دي دا خویونـــــــه

***
 چی پخپله مستقل یمه له ځانه
 څو تر څو کړمه د نورو تقلیدونه
 زما شعر دی نسیم له کوهستانه
 ویښوی د پښتنو سپېڅلی زړونه
*****
 سر تر پایه سره لمبه سوم == روغ زړگی می سوی سکور سو
 نه ایرې نه می دود ښکاری == بل راباندی څڼه اور سو
 نه لمبه می سوه خاموشه == نه رڼا دا تیاره کور سو
 په نارو می گل ویښ نه سو == څه عبث می د خولې شور سو
 آه سپېره لو هدیره ده == له بلبلو دا بڼ تور سو
 ټوله مړه دی ټوله مړه دی == که زاړه دی که واړه دی
 دلباخته شیدا بلبل وم == کړه پر گل می آوازونه
 سحری نغمې کی گل ته == راوړه ما پټ الهامونه
 ما وې زه به گل خبر کم == د خزان له شواخونه
 گل ویده غماز را پاڅېد == زما یې مات کړل وزرونه
***** 
 آه و چاته درد اظهار کم == په سینه می ځی خارونه
 ټوله مړه دی ټوله مړه دی== که زاړه دی که واړه دی
 په خندا په نڅا راغلم == ما وې اوس به نو هوس کړم
 د سره گل پر څاڼو باندی == به خوشاله خپل نفس کړم
 د بوستان زیب و زینت به == په نغمو کی یو په لس کړم
 دا ویدې غونچې به ویښی == په آهڼ د خپل جرس کړم
 له صیاده چاته زار کړم == چی بندی یې د قفس کړم
 ټوله مړه دی ټوله مړه دی ==که زاړه دی که واړه دی
 پرون گل سره همراز وم == نن یې بوی موندلای نه سم
 چاله سېله راجلا کړم == خپل همزولی موندای نه سم
 وزرونه یې رامات کړل == په هوا الوتای نه سم
 ژبه تېزه لرم خوله کی == خو آزاد ږغېدای نه سم
 غمشریک یاران می ولاړل == زه تنها پا تېدای نه سم
 ټوله مړه د ی ټوله مړه دی ===که زاړه دی که واړه دی
 بڼ خالی له زوږ او شور سو == آواز نسته د بلبلو
 ځالۍ ورانی پاڼی ژړی == سرخی والوته له گلو
 نه به بیا د گل لمن وی == چی یې نیسم په مڼولو
 نه غیبی قاصد به راسی == چی احوال راوړی د تللو
 نه ملری سو را پاته == د خپل زړه د راز ویلو
 ټوله مړه دی ټوله مړه دی ==که زاړه دی که واړه دی
 ښه دی ښه چی گل تالا سو == له خزانه به څه وایم
 جوړ بهار پر ما خزان دی == چی قفس کی مبتلا یم
 آه صیاد له سخته دله == لا به څو په واویلا یم
 له ازله بد نصیب یم == داسی نه چی نن پیدا یم
 څوک می نسته چی می یاد کی == بېنوا بېنوا یم
 ټوله مړه دی ټوله مړه دی== که زاړه دی که واړه دی
******

د وینــــــو بـــوی
 څرګندیږي له شفقه هر سبا د وینو بوی
 چي نیولې سر تر پایه دا دنیا د وینو بوی
 
 د غاټوی ټټریې سورکړ،په یوه څاڅکي بیدیا کي
 چی شبنم غوندي اوریږي له فضاء د وینو بوی
 
 سورکفني شهیدان چي،دي پراته د خاوروغیږکي
 ځکه پاڅي له هر ګوټه د صحرا د وینو بوی
 
 زړونه وچاودل له درده،سیني ډکي سوي له وینو
 رسیدلی تر دماغه د هر چا د وینو بوی
 
 چي بشر خپل سعادت ټول ، لټاوه پکښي نوولي؟
 تمدن له باغه خپور سو هره خوا د وینو بوی
 
 چي پرون به یې په مینه ، یو وبل ته کړې خبري
 نن را وزي د هغو خولو له وینا د وینو بوی
 
 نیمه شپه کي دبي وزلو ، آه فریاد راپورته کیږي
 ډېر بېرېږم چي رانه سي له سما د وینو بوی
 
 د کوګل له پټ پرهرنه،راغله څوڅاڅکي د اوښکو
 آه پاڅیــــــږي د دردمنو له ژړا د وینــو بوی
 
 د بشر پرنامرادۍ مي،دزړګي وینی خوراک سو
 ځکه نغښتي په اشعارو کي مي بیا د وینــو بوی

*******
 د سبا وږمه چی راسی == نوی نوی غوټۍ وا سی
 بلبلان نغمه سرا سی
 د خوښۍ صحنه خپره سی == خو یو زه په زړه خوږ من یم
 آه پردېس د بل وطن یم
 لاس په لاس یاران تېرېږی == یو وبل ته هوسېږی
 په ورو ورو سره مسېږی
 زه د زړه سره ژړا کړم === له نصیبه گیله من یم
 آه پردېس د بل وطن یم
 په گلونو پټ سول غرونه === غاټول سره کړله دښتونه
 زلمی نجونی کړی سیلونه
 نو به څه دا پسرلی کړم == پرورده د خپل چمن یم
 آه پردېس د بل وطن یم
 څوک می نسته چی یې یاد کم == په لیدو یې زړگی ښاد کم
 بېلتون هسی نا مراد کړ
 زړه ته تېر ملری نسته == چی یې مینی ته نیاز من یم
 آه پردېس د بل وطن یم
 د خندا تلقین را مه کړه == په ژړا می زړگی ښه کړه
 ستا چی زړه وی هغه وکړه
 ما نو پرېږده چی همداسی == په زړې مینی درمن یم
 آه پردېس د بل وطن یم
 تر دې شنه آسمان را لاندی == ډېری سترگی ژړا کاندی
 څوک خبر نه سوه پرې باندی
 زه هم دوی سره ژړا کړم == په سرو سترگو یې مین یم
 آه پردېس د بل وطن یم
****

 د عدم په غېږ کی پروت وم خبرنه وم له جهانه
 نه محتاجه د نیسم وم نه می وېره له خزانه
 نه می پاڼی وې نه څاڼی نه غوټۍ چېری خندانه
 څڼه راغلم څه را وشول چی هیڅ پوه نه شوم له ځانه
 څه شیرین خوب د عدم و له هر څه فراموشی وه
 کوم بې نیازه را بیدار کړم هری خواته خاموشی وه
 نه د شپې تیاره خوره وه نه د ورځی څه رڼا وه
 نه ښادی نه غم و هلته نه ژړا وه نه خنداوه
 نه د میاشتو کلو شمېر و نه د نن پرون سودا وه
 خو به څه وایم چی څه و د سکوت پټه دنیا وه
 نه وږمه نه بوی نه رڼ و چی اوس پاڅی له دې گلو
 نه کړاو د بوراگانو نه اتڼ و د بلبلو
 څه فایده له دې ژوندونه چی می دوې ورځی ژوندون دی
 غونچه خوله له خندا ډکه گړی پس یې بیا رژون دی
 لاله سر له خاورو هسک کړ بیا په زړه داغ جرخون دی
 غېږ په غېږ پاڼی دی رېږدی چی په مخ کی یې بېلتون دی
 نن که زېب یمه د مځکی سبا خاوری دبیا بان یم
 دا هوس به نیمه خوا سی تر پښو لاندی د آسمان یم
******
 نسیم ووې د گل غوږ کی بدل سو د یارانی رڼ
 غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانې رڼ
 ورسره نوی رڼونه رڼا رڼ تحولونه
 کړی سمسور به راغ رغونه
 موسم بل دی هم بل سوی دبلبل دترانې رڼ
 غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانې رڼ
 دړی وړی زوړ رباب دی زوړ مطرب خانه خراب دی
 زوړ آهڼ د روح عذاب دی
 نوی ساز نوی آواز دی هم سو نوی د نغمې رڼ
 غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانې رڼ
 نوم دام نوی صیاد دی نوی چل نوی بېداد دی
 نوی آه نوی فریاد دی
 هوښیاری صید لره بویه بدل سوی د دانې رڼ
 غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانې رڼ
 لری نوی محبسونه نه یو سرای نه یوه خونه
 حبسوی لوی هیوادونه
 چی بندی پرې نه پوهېږی داسی سو د زولانې رڼ
 غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانې رڼ
 طلایی جام کی د دور شراب زهر دی په دور
 نوشول یې غواړی غور
 اې سرمست زلمیه پام کړه بل راز سو د میخانې رڼ
 غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانې رڼ
 سره واوښتل قومونه ویښ خبر سول له ژوندونه
 دویدو سول وران کورونه
 گوره کله به سی نوی د پښتون د کاشانې رڼ
 غلی شانته انقلاب دی بدلوی د زمانې رڼ
******
 هندوکش پر سر لمبې دی که آسمان سره کناره ده
 د کوم سوی زړگی آه دی یا د وینو فواره ده
 که چڼېز دعصر توره چی له تېکی را ښکاره ده
 یا خو بل د مینی اور دی د فلک پرې سوی کور دی
 د سکندر د وخت شهید دی په حسرت گوری بگرام ته
 یا لېوال روح د عاشق دی چی ورځی د یارسلام ته
 یا ویاله د سرو شرابو چی تویېږی یوه جام ته
 دا میدان د کربلا دی که سالو سورد لیلا دی
 دا زړگی د آسمان وچاود که سینه د دېوانه ده
 یا ساقی له لاسه ښکته چپه سوې پیمانه ده
 او که درس د عبرت لیک دی ښه رڼینه افسانه ده
 موږ ته یاده جانبازی کړی د نیکونو سربازی کړی
 د مومن د زړه په وینو شیرینو سور کړی لاس دی
 که کفن د شهیدانو پرښتو نیول پاس دی
 یا دنیا کی خونرېزی ده پر افق یې انعکاس دی
 یا! شفق د کوهستان دی را چاپېره پر اسمان دی.
******
 ارغنداو د غرو لمنی د غاټوی په گلو سرې شوې
 د دامان هوسۍ دی مستی زرغونې ورته درې شوې
 د باغو ونی ویښېږی د بلبلو پرې نارې شوې
 اسمان مځکه ټوله خاندی نوی نوی نندارې شوې
 وه ! دا څه نوی ژوندون دی دا نسیم راغی له کمه
 چی یې نوی روح وطن ته وباخښه له خپل قدمه
 تا وا جوړ ملی اختر دی نجونو سره کړل خپل لاسونه
 په ملالو غاړو زاڼی د روپو سپین امېلونه
 لور پر لور یې خپاره کړی په تندی تور اوربلونه
 له کیږدیو راوتلی پر دښتو کړی اتڼونه
 زلمیان هم توپک په غاړه پښتنی ترانی وایی
 په ملی جوش او خروش ټول نڼیالی پلرونه ستایی
*****
 تخت و تاج دی مبارک شه د پښتون ټبر زلمیه
 دا ملت دی په تا لوړ سی پر غلیم سې بریالیه
 ستر واکمن شوې د دې خاوری رب دی ستر لره زمریه
 د اولس په غم شریک سه ملت ویښ که نڼیالیه
 یو گړی غفلت ونه کړې واک یې ستا سو د دې پسه
 په دردو یې ځان خبرکه لاس دی مینځه له هوسه
 نور د هیڅ شی کمی نسته خو تنها چی تربیه سی
 په ملی روح یې ژوندون وی له تقلیده بېگانه سی
 یو د بل په غم شریک وی له نفاق څخه گوښه سی
 خپل ځان وپېژنی هسی چی پر ځان باندی تکیه سی
 اوس نو ستا ولاس ته گوری ملا دی وتړه احمده
 د خپل قام په خدمت پاڅه مرسته غواړه له احده
*****
 بست به شی اباد له سره بیا به جوړی کنډوالې شی
 هری خواته به روانی د سرو اوښو قافلې شی
 په څپو به هلمند راشی هر طرف ډکی شېلې شی
 په هر کڅ باندی به جوړی د زلمو نجونو مېلې شی
 چی هلمند به په څپو کی دوی ته کړی زاړه نکلونه
 په ورو ورو به یې څرگند کړی خپل د زړه پټ ارمانونه
 شکر شکر خدایه تاته چی دی مشر را پیدا کا
 اوس د دې زلمی ته مل سې خپله مرسته ورعطا کا
 چی دا تیت اولس را غونډ کړی له بېلتونه یې جلا کا
 په یوه اواز را پاڅی یو له بله سره ملا کا
 له فراه نه تر هریه له زرنجه تر زابله
 ټول ملت په یوه زړه سی له تخاره تر کابله
****
 که ظاهر یم ترتا مشر یا تر تا می ډېر اولس دی
 که جړن می تر لاس لاندی یا ملت زما په وس دی
 خو ډېر زور می دی په لاس کی دا قدرت رالره بس دی
 مشرتوب نه غواړم ځکه کشر توب ته می هوس دی
 نه چی پېښ رانه ورانی سی څه غبرگون به کړم په ح‍شر
 یا! منلی می په سترگو زه یم کشر ته یې مشر
*****
 د لوی خدای دا اراده وه چی زې مشر کړمه ستاسو
 له همده نه مرسته غواړم غوښت می دی په دواړو لاسو
 چی پښتون بیا را ژوندی کړم لکه وو چی هسی بیا سو
 ټوله یو لاس یو اولس سو بېگانه له ملکه باسو
 یو د بل په ژبه پوه سو چی موږ څه یو څه به شونه
 د ژوندون لاری دی کومی موږ به کومی خواته ځونه
 که موږ یو له بله پوه شو نور کارونه ټول آسان دی
 ضروری تر هر څه موږته پېژندل لومړی د ځان دی
 ځان به ویښ کو هری خواته هری خواته غلیمان دی
 یو په بل مو سره وژنی وایی خپل یو دښمنان دی
 زموږ زلمیان وینو کی رغړی دوی چک چکی کړی خندا کړی
 منتظر دی هغه وخت ته چی به کله موږ تباه کړی
 زه یم ستاسی تاسی زما یاست په وحدت خدای خوشالېږی
 ها اولس چی لاس یې یو وی ژر مقصد وته رسېږی
 هم په علم هم په توره له هیچا نه نه پاتېږی
 که کرهڼه ودانی ده یو د بل په مرسته کېږی
 که پوهنه که عظمت دی که مړانه شان شو کت دی
 ودانی یا که عزت دی ثمر هر یو د وحدت دی
****
 خدای دی وکی چی دواشی ما هم دی غوښت دې دپاره
 چی خدمت د قام وطن کړی ځان کړی جار په دغه لاره
 د نیکونو نوم ژوندی کړی قوم وژغوری له ناتاره
 د پښتون جنډۍ کی پورته له خیبره تر خیساره
 زه به هله دی زوی بولم چی پاشلی اولس غونډ کړی
 د زمری زلمو پوځونه و هر لوری ته ور پنډ کړی
 ستاسی هم پالنه وکړی ومو ژغوری له خواریه
 و پوهنی ته مو مخ شی ، شۍ مخ څټ له ناپوهیه
 هم هر پلار به خبروی تل د خپل لور له بېوزلیه
 چی دلور غوښی ونه خوری شی بېزار له خونخواریه
 هر مېړه پوه کی په دې چی مېرمن هم لری حقونه
 که مېرمن په کور کی نه وی څه به خوند وی له ژوندونه.

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005