Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-16  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

امان الله تابان

دارغند دڅپوژبه (دوهم):
امان الله تابان د حاجي ملك عبدالباقي زوى په 1350ل/1971م كال د پښين سيمې په عليزي كلي كې زېږېدلى او اوس د همدغې سيمې په رسټ هاوس واټ (روډ) كې استوګن دى. له ډېرو كلونو راهيسې يې د ادب ډګر ته رادانګلي او تر دې مهاله يې ډېرې ادبي او هنري پنځونې كړې دي او اوس هم په پښين كې په جوړېدونكو ادبي او فرهنګي غونډو كې ګډون كوي، چې د زلمي ليكوالو ټولنې يو فعال غړى دى. پر دې سربېره د ښو اخلاقو او لوړ شخصيت خاوند هم دى، چې هنر او شخصيت يې دواړه د سړي پام ځان ته اړوي.
زموږ ټولنه داسې ده، چې د هنر تر څنګ د هنرمند شخصيت ته هم په ډېر ارزښت قايله ده، كه چېرې څوك ښه قلم او هنر ولري، خو شخصيت يې ټيټ وي، دا اړخ نه شي كولاى هغه ته بشپړ محبوبيت وركړي، خو كه شخصيت ولري او هنر يې كمزورى وي، بيا هم په ادبي ډګر كې مطرح كېدى شي، خو هنر به يې د لنډ وخت لپاره ژوندى وي. لكه څنګه چې د ډېرو ښو خلكو كمزوري اثار مو وليدل چې د نورو كسانو په الماريو او تاخچو كې يې ځانونو ته ځاى پيدا نه كړاى شو. يا مو هم داسې كتابونه وليدل چې ليكوالان يې دومره د ښه شخصيت او ښه شاليد خاوندان نه وو، د دوى اثارو هم زيات دوام ونه كړ.
تابان، تر ډېره حده خپل هنر او شخصيت په يوه انډول كې ساتلى، چې هم به يې هنر خپل محبوبيت ساتي، هم شخصيت. د نېكمرغۍ ځاى دى، چې نوموړى په دغه رمز پوه دى، چې په دې توګه به دى د ډېر وخت لپاره د هنر پر هسك همداسې تابان او ځلاند پاتې وي.
كه څه هم په شعر كې يې د سيمې د يوشمېر پېژندل شويو شاعرانو اغېز څرګندېږي، خو ده بيا دغه اغېز ته دومره څرګندتيا نه ده وركړې، چې سړى ورباندې پوه شي، د ده شاعري هم د خپل پرمخيون مزلونه وهي او ليرې نه ده، چې نور پرمختګ هم وكړي.


څه كوم
شپه و ورځ يې تريخ انتظار څه كوم
زه دا د لستوڼي تور مار څه كوم

سترګې مې تړلي هم مې لاس تر شا
زه په داسې حال كې بهار څه كوم

زه يمه مخمور په مينه ستا ښه خوښ
زه د شرابونو خمار څه كوم

نه رسي وصال ته په سلګو چې وي
زړه مې راته وايي سهار څه كوم

ما چې كله غوښته په انكار به وه
اوس چې مې زړه مات شو، اقرار څه كوم

وايي هر ظالم چې لوړ پر تخت كښېنم
وايي هر قاتل چې زه دار څه كوم

پټ وي په خندا كې هر يو راز د زړه
خلاص چې له موسكا وي رخسار څه كوم

وايي و تابان ته حُسن ښه لرم
زه د ځان لپاره سينګار څه كوم.

2001_8_20م كال

خلك
چې ګاى د دوى د حق شروع وي، نو اقرار شي خلك
كله چې زما د نوم وينا شي، نو انكار شي خلك
په حقيقت كې حقيقت ويل د ژوند دى زيان
دلته كه هر چا دي ويلي سره په دار دي خلك
دوى كه د حُسن تجارت كوي پروا نه لري
موږ كه د تش ديدن خبر كړو سنګسار شي خلك
چې دلته جنګ وي، نو رابار كړي په لاريو وسلې
چې هلته جنګ شي، نو د امن طرفدار شي خلك
زموږ په انګڼ كې اى تابانه! بهارونه خوښ وي
په خپل ولات كې د ګلونو خريدار شي خلك.

څه به كوم؟
زړه خو مې ګډ په بل جهان شو، خدايه! څه به كوم
دا مې د ژوند لوى امتحان شو، خدايه! څه به كوم
كه چېرې پوه نه شو زما په ګونګه ژبه صنم
او مخ يې واړاوه روان شو، خدايه! څه به كوم
ما د لونګو درمند جوړ كړ بيا پر بټي بيابان
ورېځې ګرځي كه باران شو، خدايه! څه به كوم
د هر مين لاسونه وتړي او دار تې بوځي
كه ناګومانه دا اعلان شو، خدايه! څه به كوم
ماشوم زړګى مې په قفس كې شو بندي تابانه!
كه مستقل دغه زندان شو، خدايه! څه به كوم.

2001_8_20م كال

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005