د ځوان ژورنالیست او خوږ ژبي شاعر اجمل اند د شعرونو دوه ټولګي له چاپه راوتلې
هېندارې او چینې ، د ښاغلي اند د شعرونو دریمه ټولګه نیږدې په ۱۳۵ مخونو کي دانش خپرندویه ټولني په زر ټوکه کي چاپ کړی ده ، پر دې کتاب چي اکثره د ښاغلي اند د پېښور د وختو شعرونه پکښي راټول شوي دی غفور لیوال سریزه لیکلې ده
داښار - هاغه غرونه ، د ښاغلي اند د شعرونو څلورمه ټولګه ده چي دا هم دانش خپرندویه ټولني په زر ټوکه کي چاپ کړې ده ، دا وړه ټولګه چي ۶۵ مخونه لري د ښاغلي اند نوي شعرونه پکښي را ټول شوي دي ، تر دې دمخه د اجمل اند د (( د زړه پر پاڼه مې انځور دی ګلاب )) او په (( څپو کې انځورونه )) ټولګي هم چاپ شوي دي