Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-22  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

دسیدشاه سقیم شعرونه

 ازاد شعر
 يه داسمان دبري څنډې ستوريه!
 يه د ښايست او دښکلا ملکې !
 يه دمينو دجانان هيندارې !
 يه دلار ورکو دمنزل رهنما !
 تا خو به هر وخت داسمان لمن کې
 خپلې ليلا ته ستر ګکونه وهل
 تا به له تورو زلفو لاندې ورته
 په سپين تندي باندې خالونه وهل
 مين به هم دشومه دم په وخت کې
 ستا په طرف سترګې در واړولې
 ستا په تندي کې به يې وليد جانان
 چې يې په دښته کډې واړولې
 په ورکو لارو سرګردانه کاروان
 ته به هم تا د منزل څرک لګاوو
 په نيمه شپه کې به هم تا زاهد ته
 د فرښتو داذان غږ رساوو
 يه داسمان دبري څنډې ستوريه !
 يه د ښايست او دښکلا ملکې!
 يه دمينو دجانان هيندارې!
 يه دلار ورکو دمنزل رهنما !
 دا کوم ظالم درته په مخ باندې نن
 دايرو ډکه لپه وپاشله ؟
 دچا دهيلو قافله پر نيمه
 لاره کې چا د منزل ولوټله؟ 


 غــــــــــــــــــــــــــــز ل
 ډېره مې مه راځه تر خيا له مسا فر يم ګــــــــــــــــــــرا نې
 په وينو رنګ، د جنګ د کلي مازديګر يم ګـــــرانې
 چې يې بلاوې هره شپه وېروي تا ندې پېغــــــــــــــــــلې
 زه بدقسمته دهغه کلي ګودر يم ګـــــــــــــــــــــــــــــــــــرانې
 يوبت مې خوښ دی او له نوروڅخه کرکه کـــــــــــــــوم
 پو هېږم نه چې ابراهيم يم که آذر يم ګــــــــــــــــــــــــــرانې
 بېله خبره ده چې روح راته سپا رلی بولـــــــــــــــــــــــــــــې
 زه دې دسرو نا زکو شونډو قلندر يم ګــــــــــــــــــــــرانې
 لکه لسمه د محــــــــــــــــــــــــرم دلته مې خلک لما نځي
 پوهېږم تا ته به لومړۍ ورځ د اختر يم ګـــــــــــــــــــرانې
 که دې سقيم شونډان په برخه کې را ورسېـــــــــــــــــږي
 بيا په کيسه کې د جنت نه د کو ثر يم ګـــــــــــــــــــــرا نې
 2006-08- 02
 
 غــــــــــــــــــــــــــــزل
 پرې را دلېونتوب چې شي څپه سوکه سوکه
 په مينه را نيږدې کړه لږ سينه سوکه سوکه
 دشپې چې مي په ناز د خيال په وره کې را ښکاره شې
 بس وايم چې راځي د قدر شپه سوکه سوکه
 سجدې يې لګولې قدمونو ته نظر مې
 خبر نه يم چې کوم لوري ته تله سوکه سوکه
 باور وکړه چې هغه وخت مې بيا هيلې ژوندۍشي
 چې ټينګه په غاښو کړې شونډه سره سوکه سوکه
 ټکان مي زړه ته ورکړي زلزله مي په خيال راشي
 چې وه يې دويصال کړم اراده سوکه سوکه
 هغه وخت به بيا ژاړې د"سقيم"يوه ديدن ته
 چې پورته يې کړي خلک جنازه سوکه سوکه
 
 غــــــــــــــــــــــــــزل
 لکه ايبليس دخدای له لا رې دي ايستلي خلک
 داســــــــــــې يو چا زمونږ دکــلي غولولي خلک
 دزړه يـــــاسين مي دجانان په غــــاړه و ځــــړاوو
 تر شــــــيشکانو دي بدتر ددغه کـــــلي خلـــــک
 پـــــوهېږم ښه چې دزرينې پردې شاته څـــــه دي
 پــــه دې مستوره ښکلا ډېر دي تېر وتلي خلک
 دلـــــــته نا حـق به ځان ته وايې که ژوندون تېروې
 دحق په سر دار ته منصور غوندې ختلي خلک
 دازادۍ پـــــــه ژوند ناخوښ دي ددې چم وګړي
 تقدير يې ښه دي بند په بند باندې تړلي خلک
 ژبه لري هر يو ســــړی خو افسوس دا چې دلته
 دجنګ په ځای په سوله نه دي غږېدلي خلک
 دلته په کاڼو باندې ولي هر څوک خپل خواخوږی
 هغه ودان دي چې يـــې ډېر دي ځورولي خـــلک
 په زاړه کلــــي کې څوک نوي خلک نه قبـــــلوي
 دلتــــه پـــــــه تللو پسې هــــره پلا تـــللي خلـــــک
 سقيـــــمه! دلـــته له جانان نه جانــان نه دی مـــراد
 جـــانان هغه دی چاچې ډېر دي ژړولي خلــــــک
 
 غــــــــــــــــــــــزل
 ګودر نه پېغلـه لـه ربابه مونغمه تللې ده
 مينه لـه زړونو لـه ګلابه مو وږمه تللې ده
 بېړۍ د كبر او غرور به د هغې غرقه كړي
 د زړه لـه بحره مې د آه يوه څپه تللې ده
 نيمګړى هار يې په ګردونو باندې زوړ غوندې شو
 ګوره هغه لا د لونګ په بهانه تللې ده
 ماشومې هيلې مې د زړه ورپسې تل ژړېږي
 د ارامانونو د سردار مې جنازه تللې ده
 "سقيم" غزل به يې خالي مقام ته سر ټيټوي
 چې لـه محراب څخه يې پېغلـه فرشته تللې ده دده
 
 غــــــــــــزل
 لكه په سر با ندې چې ولونه د پټكي تا وېږي
 دا سي مي زړه څخه غمونه د لالي تا وېږي
 د پښتنو پېغلو په شا ن چې په زيا رت طوا ف كړي
 څو تا ندې هيلي مي په شپه كې په زړګي تا ويږي
 چې توري زلفي دي په سرو اننګو تا ورا تاو شي
 وا يم ښا مار دى چې په بېړه تر غمي تا وېږي
 څو پېغلي هيلي مي د خيا ل په كعبه دا سي څرخي
 لكه له ټپ څخه چې څړيكې د ټپي تا وېږي
 شي به د او ښكو له بارا ن سره برېښنا ژوندون مي
 د وربل ورېځ چې په اسما ن دي دتندي تا وېږي
 دا سي مي رنګ بد لوي ژوند په دې ړندو خلكو كښې
 لكه له تير څخه د خوني چې لوګي تا وېږي
 چې شنې كوتري به ترې هر وخت په اتڼ تا وېدې
 نن له هغه كلي چا پېره تو غندي تا وېږي
 د هغې پېغلي چې نسيم يې پر مخ داغ جوړاوو
 اوس د پر ديو كوڅو ګرد يې په پېكي تا وېږي
 سقيم ارما ن مي جنكو هيلو كښې دا سي ښكا ري
 لكه په ډله كې د حورو جنتي تا وېږي
 2006/1/15 
 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005