دا بهــــــــــــــــــار
بې يــــــــــاره بې صنمه دا بهار کــــــــــــــــــــله بهـــــــــار دی
غاټول پــــه زړه داغــــلی دا ګُلزار کـــــــــــــــله ګُـــلزار دی
هر څه په وينــــو سره دي دې ګُلشن کــــي زمـا په وينــــو
چي چور د زړه ښکلا سوه دا رُخســار کله رُخســار دی
زه پروت يــــم بې وطنه د بېـلتون په شوګــــــيرو کــــــــــي
رڼا د زړه چــي نـــه وي دا سهــــــــار کـــــــله سهـــــــــــار دی
راوړې انـــــدېښنو مــــي نــن د زړه پــــر تخت غـــوغــــا ده
په خوله که يـــم خاموشـه دا کـــــــــــرار کله کـــــــــــــــرار دی
چي ميني د محبوب يې زړه او روح پـــه مستې نــــه کــــــړ
دا مينه هر ځــايي ده دا نِګــــــــــــار کـــــــــله نِګــــــــــــــار دی
چي نــــور يې لېونی پتنګ سوځــلی ، شــــــــيـدا نه کــــــړي
دا هسي تمــــــاشـــــه ده دا انــوار کـــــــــــله انــــــــــــــــــوار دی
غمزې د يار د سترګو چي لاهـــــــــــو او فنــــــــــــا نـــــه کـــــړم
دا مـــــــی نه ګـــــــــڼم می دي دا خومار کــــــــله خومـــــار دی
هــــــــــر څو که چم د زرکي په خِـــــــــرام خِـــــــرام روانــــــــــــــــــه
جذبه د عشق چــــــــي نــه وي دا رفــــــــتار کــــله رفتـــــار دی
بـــــــــــازارکي بې سالوسه هيــڅ متـــاع د فروخــــــت نســـــته
چي می ،بُتخانه نه وي دا بــــــــــــــازار کـــــــــــله بـــــــــازار دی
زمــــــــــــا می آب کــــــــــــوثر دی بُتـــخانه د يــــــــار حــــــــــــــــرم
حديــــــــث د يــــــــــار چي نه وي دا ګفتــــــــــــار کله ګفتار دی
څوک وايي چي نغري مو بيا د ميـــــني په اور ډک ســــــــــول
هيڅ زړه پــــــې نه تودېږي دا انګـــــــــــــار کــــله انـــــــــګار دی
خونـــــــــــخور په سرو لاسونو د اِنصــاف پر ګدۍ ناست دی
«خپل » وژني پـــــــردی پالي دا اغـــــــــيار کله اغــــيــار دی
ما خُدايه يو نُښـــــان د شـــــمله ورو پــــــه کــــي نـــــه مــــــــــوند
مريــــی دی د مـــريــــــانو دا ســــــــــــــا لار کـــله ســــــــالار دی
چي لـــــــــمر د خپلواکۍ ، افغانــــيت يې په غُـــــــــروب کـــــــړ
پر سر د نــــــــــــا مردانــــــو دا دســــــتار کــــــلـــــه دستـــــار دی
محفِل د بد پېمــــــــــــــــــانو د وفـــــــــــــــا لاف و ګزاف کــــــړي
وفــــــــــا يې پر جفـــــــــــا ده دا زينهــــــــــــــار کله زينهـــــــار دی
د زړه تنده به کـــــــــــــله سي پرې مـــــــــــاته اې هــــــــــارونـــــــه !
بې زموږ له کـــــــــــــــــندهاره دا انــــــــــــــار کــــــــــله انــــــــار دی
شيـــــــــن اسمــــــــــانه !
شين اسمــــــــــــــــــانه بـــــــــــې پهـــــــــــــــنا يې !
لــــــوی، عظيم ، لـــــوړ او بــــــــــالا يـــــــــــــې !
تــــــــــــا کـــــــي عرش، مِعراج ،کــــــــرسۍ ده!
تـــــــــــا کي لمـــــــــر، ستوري، سپوږمۍ ده!
تــــــــــــــا کـــــــــــي پټ کهــــــــــــــکشانونــــــــه !
تــــــــــــــا کــــــــي ورک دي عالمـــــــــــونــــــــه !
ستــــــا قبضه پــــــــــــــــــــر هر مکــــــــــــــان ده !
ســـــــــتا سُلطَه پـــــــــــــــــه هــــــــر زمــــــــان ده !
تـــــــــــــه هـــــــــــــمېش يې جـــــــــــــــاودان يــې !
بـــــــــــــې آغازه بې، پـــــــــــايـــــــــان يــــــــــــــــې !
تــــــــــــــــــــه د څــــه هستــېيو مــــــــــــــــور يـــې!؟
تـه د څـــــــه رازونــــــــــــــــــــوکــــــــــــور يـــــــــې!؟
تــــــــــــه جـــــــادو کړې جادوګــــــــــــــــــــــر يـــــې !
ته عِشوه کـــــــــــــړې جـــــــــــــلوه ګـــــــــــــــــــر يې !
ستا په لاس کـــــــــي ټــــــــــول هونــــــــــــــــــر دی !
ســـــــتا ګردښـــــــــــت کــــــــــــي لـــــــــوی اثـــر دی!
څوک له تـــــختـــــــــــه پر تخـــــــتــــه کــــــــــــــــړې !
څـــوک په اور کــــــــــي اســـــــــــــوده کـــــــــــــــړې !
د چــــــــــــــــــــا عِشق پـــــــــر بُتخــــــــــــــــانه کــړې !
د چـــــــــــــــــــا ميـــــــــــــــــــــنه پر کعـــــــــــــــبه کړې !
زا هـــــــــــــــــــد خــــــــــــــوښ پــــــــــــــه خلـــــــــوتونو
رِنــــــــــــــــــــــــدان مست په ډک جـــــــــامونـــــــــــــو
ګــــــــــه سايل ا ميــــــــــــــر، پاچـــــــــا کــــــــــــــړې !
ګـــــــــــه سُلطان، اميـــــــــر ګــــــــــــــــدا کـــــــــړې !
څـــوک « عُمــــــــر » عـــــــــــادل سالار کــــــــــــــړې !
څــــوک « يزيد» غــوندي خونخـــــــوارکــــــــــــړې !
چــــــاتـــــــــه عِشق ورکـــــــــــړې دِلــــــــــبر ســـــــې !
لـــــــــه چــــــــــــا زړه بــــــــــاسې خنجــــــــــر ســـــې !
دچــــــــــــــا زړه پـــــــــه نــــــــــــــور روښــــــــان کـړې!
د چــــــــــا روح پـــــــه ظُـــــــلمت وران کـــــــــــــــړې !
څوک پــــــــــه حُـســـــــن يګــــــــــــا نـــه کـــــــــــــــړې !
څوک په فــــــــضــــــــل آراســــــــته کــــــــــــــــــــــړې !
چــــــــاتـــــــــــــــه خــــــــــاوري ،خــــــټي زر کـــــــړې !
چـــاتــــــــــــــــــه ســــــــــــــــيم و زر ضـــــــــرر کــــــړې !
شريعـــــــــــت ورکـــــــــــــــــړي نــــــــــــبي تـــــــــــــــــــه
مُعرفـــــــــــــــــــت ورکـــــــــــړې ولــــــــــــــــي تـــــــــــــه
څـــوک « قارون » کــــــــــړې پــــــــــــــه شــــــــــومېيو !
څوک « حـــــــــــاتم » کــــــــــــــــــړې په نـــــــــــېکيو!
قبض و بســـــــــــط دي يــــــــــــــــــــــونښــــــــــــان دی
نـــــــــــــــــــور و نــــــــــــار دي بـــــــــــــل جهــــــــان دی
د هـــــــر چـــــــــا پــــــــه زړه اګـــــــــــا يــــــــــــــــــــــــــې !
پــــــــــــــه هـــــــــر ږغ ، خواست شِنـــــــــــوا يــــــــــــې !
چيــــــــري دښت و غـــــــــــــــــــــــــــر ګُلـــــــزار کــــــړې !
چــيري بـــــــــــــــــاغ ، ګُلشــــــــــــــــــن نـــــــاتار کـــــړې !
چـــــــــــــــيري هست نــــــــــــــــــــوي ملکــــــــــــــونــــــــــه
چـــــــــــــــــــــــــــــيري وران ابـــــــــــــــــــــــــاد ښــــــارونــه
پـــه هــــــــيڅ چـــــــــــــــــــــــــــــــا دي پـــــــــــروا نستــــــه !
پــه هـــــــــــيڅ کـــــــــــــــار دي خطــــــــــــــــــــــــا نســـته !
څـــــــــــــــــــــــه بې نېــــــــــــــــــازه ، بــــــــــــــــــې پروا يې !
څـــــــــــــــــــــــه بــــــــــې شـــــــــــــــانــه ، بې همـــــتا يــې !
تــــــــــه دادګــــــــر يې فېصـــــــــــــلې کـــــــــــــــــــــــــــړې !
پـــــــــــه هـــــــــر حُــــــــــــــکم مُعجـــــــــــــــــــــــــزې کـړې !
شهنشـــــــــــــــــــــــاه يې پـــــــــــــاچهي کـــــــــــــــــــــــــــــړې
پــــر عــالَــــــــــــــــــم دادګســــــــــــــــــــتري کــــــــــــــــــړې !
ستــــــــــــــــــــــــــــــا فرمـــــــــــــــــــــان کــــــــُن فيکون دی
په شـــــــــــېبو کــــــــــــــي يــــــــــــــې ازمــــــــــــــــــــون دی
* * ** *
نن پــــــــــــــر مـــــــوږ هــــــــم يـــــــو ګــــــــــــذر کـــــــــــــړه !
نن پر مـــــــــــــوږ هـــــــــــــــم يـــــــــــــــــــو نظــــــــــــــر کړه !
د افغــــــــــــــان پــــــــــــر مېنــــــــــــــــــه جنــــــــــــــــګ دی
زمــــــــوږکــــــــــورګــــــــی پــــــــــــه وينو رنـــــــــــګ دی
د پــــــــــــــــــر دو پــــــــــــــــــــــــه لاس بـــــــــــــــــــــــــازي ده
د خـــــــــــــــــــــــونخــــــــــــــــــوارو حــــــــــــــــــــــــــريفــي ده
څــــــــــــــوک د ســـــــــــرو دي، څوک تـــــــــــــــــــــــــــــورو
څوک د سپينــــــــــــــــــــــــــــــــــــو، څــــــــــوک د نــــــــورو
دلتـــــــــــــــــــــه هـــــــــــــر يــــــــــــــــــــو ګُمـــــــــــــــاشته دی
د پـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــردو د لاس آلـــــــــــــــــــــــــــــــــه دی
د افـــغــــــــــــــــــــــــــان وينــــــــــــــــــــــــي بهــــــــــــــــــــــــيږي
د اغيـــــــــــــــــــــــــــــار زړونـــــــــــــــــــــــــه سړيـــــــــــــــــــــږي
څـــــــــــوک د تــــــــــاج و تخـــــــت دعـــــــــــوه کـــــــــــــــــړي
څــــــــــوک د مـــــــــال ، دولـــــــــــــت اســـــــــره کــــــــــــــــړي
څــــــــــــــــــــــــوک د نــــــــــــــــــــوم او شهــــــــــــــــــــــرت وږي
څــــــــــــــوک د شـــــــــــــــډن او شـــــــــــــــوکت تـــــــــــــــــــــږي
هـــــــــــــــــــر څــــــــــــوک ظُلــــــــــم کـــــــــــړي خونـــخوار دی
هــــــــــــــــــر څوک زور ښــــــــــــــــــــــــــيي جبـــــــــــــــــــــار دی
هـــــــــــــــــــر څوک خيـــــــــــــــــال د بــــــــــــادارۍ کـــــــــــــړي
لـــــــــــوی غرور د فِرعـــــــــــــــــــــــــــــــونۍکـــــــــــــــــــــــــــړي
نـــــــــــــــــه پــــــــــــــــــــــــه فــــــــــــــــکر د نېســــــــــــــــــتۍ دي
نــــــــــــــــــه پــــــــــــــــه ذکـــــــــــــــــــــر د هســـــــــــــــــــــــتۍ دي
د شېطـــــــــــــــــــــان پـــــــــــــــــــر خــــــــــــــــــــــــــــرو سپاره دي
د دجـــــــــــــــــــــــــــــــــــال د لښـــــــــــــــــــکر ملــــــــــــــــــــــــه دي
* *** *
شيـــــــــــــــــــــــــــــن اسمـــــــــــــــــــــــانـــــــــــه تـــــــــــــــاتــه ژاړم !
تــــــــــــــــه قـــــــــــــــــــادِر يـــــــــــې په تــــــــــــــا ويــــــــــــــــــاړم !
تـــاتــــــــــــــــــــــــــــــــه حــــــــــــــــــــال وايم دادګـــــــــــــــر يـــــې !
تـــــــاتـــــــــــه عرض کړم چـــــــــــــــــاره ګـــــــــــــــــر يــــــــــــــــې !
نـــــــــن زمــــــــــــــوږ پــــــــــــر کـــــــــــور رڼــــــــــــــا کـــــــــــــــــړه !
د نــــــــــــــامـــــــــــــردو مـــــــــخ سيـــــــــــــــــــــــا کــــــــــــــــــــــــړه !
زورمنــــــــــــــــــــــدان لکـــــــــــــــــه بڼـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکي
د تـــــــــــــــــــــــوپـــــــــــــــــــــان پـــــــــــــــــــه غېږ کي ورَ کــــــــــي
آمو مســــــــــــــــــــــــــت کــــــــــــــــــــړه په موجــــــــــــــــــــــــونــــو
د ژونــــــــــــــــــــــدون پـــــــــــــــــــــــــه ارمــــــــانــــــــونـــــــــــــــــــــــو
د هِلمــــــــــــــــــند څپـــــــــــــــــــــــــې اوږدې کـــــــــــــــــــــــــــــــــړه !
پرې سمســـــــــــــــــــور دښـــــــــــــــت و مېــــــــــــــرې کــــــــــــــړه !
پــــــــــــــــــامير ځـــــــــــــــــــــــــــاله د عنقــــــــــــــا کـــــــــــــــــــــــړه !
هِنـــــــــــــدوکُش يـــــــــــې ګـــــــــــــــــذرګــــــــــــا کــــــــــــــــــــــــړه !
بلــــــــــــــــــــــــــخ ګُلشـــــــــــــــــــــن و لالــــــــــــــــــــه زار کـــــــــــړه !
ننګـــــــــــــــــــــــــــــرهــــــــــــــــــار د ګُلو هـــــــــــــــــار کــــــــــــــــــړه !
بدخشـــــــــــــــــــــان ګــــــــــــــــوهـــــــــــر افشـــــــــــــــــان کـــــــــــړه !
سره يــــــــــــــــــــــاقوت يې په هـــــــــــــــــر کـــــــــان کـــــــــــــــــــــړه !
د سپيــــــــــــــن غـــــــــــر لمنـــــــــــــــــي شنـــــــــــــــــې کـــــــــــــــــړه !
د مـــــــــــــــــــــــــــرغانـــــــــــو پرې جــــــــــــــــــــو پې کــــــــــــــــــــړه !
کنـــــــــــــــــــــــــــــدهـــــــــــــــــــــــار زړه د افغــــــــــــــــــــان کــــــــړه !
پــــــــــــــــــــــــر دُنيـــــــــــــــــــــــــــــــا يې نــــــــــــــــــــوم روښان کړه !
قــــــــــــــــــــــــــا فلې کــــــــــــــــــــــــــــړه د کــــــــــــــــــــــوچيـــــــــــانو
د شيـــــــــــــــــــــــــــــن خـــــــــــــــــــــالــــــــــــــــــو مهرويـــــــــــــــــــــانو
شنــــــــــــــــــــــې درې پـــــــــــــــرې ښـــــــــــــــايسته کــــــــــــــــــــــړه !
ددښـــــــــــــــــــــــــت نــــــــــــــــــاوې بيـــــــا ستنــــــــــــــه کــــــــــــړه !
چي شپېــــــــــــــــــــــــــــلۍ يې ازانګــــــــــــــــــــــــــــې کـــــــــــــــــړي
پــــــــــــــــــــه هــــــــــــــر لوري ولـــــــــــــــــــــــــولــــــــــــــې کــــــــــړي
په نغــــــــــــــــــــريو کـــــــــــــــــي مـــــــــــــــــــــــو اور کــــــــــــــــــــړه !
په کيــــــــــــــــــــــــــــــږديو کــــــــــــــــــــــــــــــــي مـــــــــــــــو شور کړه!
لمــــــــــــــــــــــــــــــر، سپوږمــــــــــــــــــــۍ د زړو اشنـــــــــــــا کــــړه !
زمـــــــــــــــــــــــــــــوږ تـــــــــــــــــــــــاريک زړه پرې رڼــــــــــــــا کړه !
د رحــــــــــــــــــــــــــــــــمت بــــــــــــــــــــــــاران دي وکـــــــــــــــــــــــــــړه !
د نِعمــــــــــــــــــــــــــت فـــــــــــــــــــــــــــــــوران دي وکـــــــــــــــــــــــــــړه !
د هـــــــــــــــــــــــــــــــر چـــــــــــــــــــا د رنـــــــــــــــــــــځ دوا ســــــــــــــــــه !
زمـــــــــا هــــــــــــــــــــــــــارون د زړه مـــــــــــــــــــــــــاوا ســــــــــــــــــــه !
خوښ
زه پـــه فقر کي راضي يـــــم، تــــر هر چا خوښ
فقر ګنج دی زه پـــــه دې ګنج و غنــــــــا خوښ
د فنــــــــا په تحفه ژوند د ابــــد مومـــــــــــــــــــم
زه تـــر نېست وجود، په هست يم د بقــډ خوښ
په څپو، موجو مستي کــــــــړم دا مي ژوند دی
زه مـــــاهی په اوبو پايم، په دريــــــــــــــا خوښ
درد د ژوند سوز و ګــــــــُداز دی شِکوه نه کړم !
زه پـــــــه دې سوز و ګُــــــــداز کي تر دوا خوښ
چي درمـــــــان له خوار طبيبه پـــــــــــوره نه دی
نن تر نبض، نُسخې په دَم د مسيحــــــــا خوښ
مـــــــــــــا تعلُق و حجاب پرې کړ د اغيـــــــــارو
نن په يو محبوب تر غېر و مـــــــــــــــاسوا خوښ
چي پر ښار و مَلْک قبضه د دېـــــــــــو و دد سوه
نن خلوت زما امــــــــــــــــــــــــان ، په اِنزوا خوښ
له کتاب، مکتب، تعليمه حُصُول نـــــــــه سوه !
اوس تر هر مُعـــلِم، مــــــُلا يم، په عطـــــــډ خوښ
يو کــــــــــلام چي زړونه ونيسي، تسخير کــړي
زه دحــــق په هسي چېغه او وينــــــــــــــــــا خوښ
دهر نېست، فـــــــــاني په مينه خلک ســـــــوځي
زه مـــــرغه د لامکان، په لــــــــــــــــوړ اروا خوښ
په دې دور دمـــــــانـــــــا څښتن کېميـــــــــــــا دي
دلته هـــــــر يو په شېــــــــــــــخۍ او په عَبـا خوښ
کـــوڼ بعيد يې لـــــــــه لـــــــذته بې بهـــــــــــره دی
زه له هـر سُرود قريـب يم، په صـــــــــــــــــــــــدا خوښ
نازولـــــــــی که وفـــــــــــا غواړي بې نــــــــــــــــياز دی
زه نيــــــــــازمن د يار په ظُلم، په جفـــــــــــــــــا خوښ
دعشق کـــــــــور کي دا جفــاکټ مټ وفــــــــــــــــــا ده
ما اختياروهُـــــــوډ سپارلی، په رضـــــــــــــــــــا خوښ
چي هر څه را څخه نېست، په دلبـــــــــــر هست کړي
نـــــن په هسي رنګ ساقي،مـــی و مينـــــــــــا خوښ
که څوک دا، هغه او نور راتـــــــــه پېشکش کـــــــړي
زه هــــــــــــارون په يو نظــــــــــــر يم د اشنــــــــا خوښ