Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-23  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

د ډاکټر ذبيح الله حسن شعرونه

اهوسترګې
 اهوسترګو دکړم داسې صحرائي
 بیا مې وه نکړه دبل چااشنائي
 
 منتشرمې ټول فکرونه کری ورځ ړ
 ما په خوب لیدلې زلفې بیګائي
 
 ددنیاپه ګڼه ګوڼه کې بد ښکارم
 ما اغوستي دي جامې د تنهائي
 
 دام دزلفو دې دزړه په دام رانیسي
 له بل دامه که څوک غواړي رهائي
 
 په تیاره زړه کې مې ځرک دتادمینې
 لکه شپه چې شي سنګار په سبائي
 
 چې په لاره دګدرجومات ته ګوري
 دشیخانو دتقوی زور ازمائي
 
 دحسن په زړه غربت کولا ی ځه شي
 زړه غریب کړي د جیبونو بډائي
 
 پرهرژلې سینه
 داسې اخیستی یم اسمان په اوږو
 لکه خځلې د توپان په اوږو
 
 دځوانیمرګو تلوسو جنازې
 وړمه داوښکو دکاروان په اوږو
 
 یمه ویشتلی دبڼو په غشو
 دتورو سترګو دکمان په اوږو
 
 ته وا کاتبې فرښتې نن سبا
 شیطان وژلي دانسان په اوږو
 
 ځي په پښو کې دجانان پریوزي
 رغړي مې اوښکې دګریوان په اوږو
 
 لکه شپلۍ له پرهرژلې سینې
 دردونه باسو دفغان په اوږو
 
 له غمه خاورې بادومه په سر
 لکه بړبوکه د بیابان په اوږو
 
 په مونږغدۍدزورورو راغله
 کمزورې وړي لکه لیوان په اوږو
 
 حسن لا دلته دمه کړې نه ده
 بیا ئې عدم ته وړي دوران په اوږو
 
 مات وزري
 
 دعشق په لوړو او ژورو با ندې څوک پوهیږي ؟
 دښایستوړ په منترو باندې څوک پوهیږي؟
 
 په کوم کړنګ کې به ر ا پریوزو که به ورسیږو
 په مقدر دمات وزرو باندې څوک پوهیږي؟
 
 لکه صیاد دجال لمن کې خیراتونه ویشي
 په نیرنګو د زور ورو باندې څوک پوهیږي؟
 
 هسې بې ذوقو ته بې ځا یه اوښکې مه څڅوه
 دلته په دام دملغلرو باندې څوک پوهیږي؟
 
 زړه به پتنګ ته ویلوې په محبت کې شمعې
 دلته په زړونو دډبرو باندې څوک پوهیږي؟
 
 اغیارو، مونږخو یو وجود دپښتنو پیژنو
 ستاسې په لرو او په برو باندې څوک پوهیږي؟
 
 وخت در ګنډلې دي حسنه په اغزیو شونډې
 ستا په زګیروي زګیروي خبروباندې څوک پوهیږي؟
 
 
 ډکه له سرو میوپیاله
 ډکه له سرو میو لیونیانو ته را پاتې شوه
 دادزړه پیاله مونږ شرابیانو ته را پا تې شوه
 
 یو په ګیډه موړ پښتون پاړسواوبل اردو وائي
 دا خواره پښتو مونږ غریبانو ته را پا تې شوه
 
 وینه مو سرخي د ا ننګو دښایستوړ شوه
 څړیکه دزخمونو عاشقانو ته را پا تې شوه
 
 نورددین مین په خپل ابادملک کې سیاست کوي
 دند ه دجهادبس افغانانو ته را پا تې شوه
 
 ټول محفل خالي شوه چې سهر سر راښکاره کړلو
 شمع په ژړا مونږ پتنګانو ته را پا تې شوه
 
 بې له دې حسنه به په څه د زړه پټۍ کوړ
 سره وینه مرهمه مونږ زخمیانو ته را پا تې شوه
 
 
 
 دکفن جامې

 
 تږی دکلویم مادتاک رګو ته ور وله
 نن مې يې دسترګو دخمارپیا لو ته ور وله
 
 نوره دانصاف تمه له چا نه دلته نه لرم
 زما د ارمانو قاتل د وخت کړوته ور وله
 
 وریت مې شونظر دانتظارپه اورکې ټوله شپه
 داشوګیر وهلی دلیموزانګوته ور وله
 
 پَیل شي جنګونه له شکست داستدلال سره
 دادوینو تږي د منطق چینو ته ور وله
 
 واغوستې ارمان مي دکفن جامې لحدته ځي
 اوس خو مي بیلتونه دسپین مخ کتوته ور وله
 
 ستادسخاوت لمن که ډکه بیابانه وي
 زما لیونی عشق دبړبوکو نغمو ته ور وله
 
 سا ئې چې لږلنډه دسرکښوخنداګانوشي
 کله خو ظالم هم دمظلوم سلګو ته ور وله
 
 پریږده چې په غلا ترې نه یو څو مچکې جیب ته کړي
 دا پتنګ نظر مې د ر خسار لمبو ته ور وله
 
 غواړم چې لږ تیرې خاطرې په زړه کې وچڼم
 لږ خو مې قسمته د فرصت شېبو ته ور وله
 
 مړاوﺉ کړ خزان د پر دیسۍ ( حسنه ) زړه دتا
 لږ يې د وطن د پسرلي وږمو ته ور وله

 د پانوس حباب
 هر يو توری يې نغمه ده عشق د حسن يو کتاب دی
 نښتېږلی په کي تاک دی ، له خمار نه ډک درياب دی
 
 زما دژوند په تياره دښته ، دغمو ژلۍ ورېږي
 ما مشعل د زړه ټومبلی په پانوس کي د حباب دی
 
 هر ماښام يې بلومه ، ستا په لاره د راتګ کي
 په ډېوو کي د لېمو مي د سرو اوښکو مست سېلاب دی
 
 ما لېدلي دي ګلپاڼي ، د خزان تر پښو لاندي
 په ګردون د زمانې کي ابديت خيال او خواب دی
 
 زما زړه هم لکه غر دی ، بل ځواب يې پر خوله نسته
 زما دچيغو او کوکارو ازانګه دده ځواب دی
 
 د اسمان په شنه لمن کي ستوري ستوري اوښکي څاڅي
 د ( حسن ) په شوګير باندي ، په ژړا غمګين مهتاب دی
 ۲۶- فبروري ۲۰۰۶ لندن
 
 
 څلوريزه
 د نذر جادو دي وکړ
 د ګفتار په افسون څه کړې
 ماخو روح درته درکړﺉ
 زما دتن په بېلتون څه کړې
 

 مړې تلوسې
 خار دانتظاردې ددیدارلمن کې ونغاړه
 زمادزړه تڼاکې دانګارلمن کې ونغاړه
 
 پریږده چې نور ډوبي دحسرت په سمندر کې شي
 هیلې مې داوښکو د ابشار لمن کې ونغاړه
 
 خدای که ئې په زور سره ظالمه ځان ته ټیټ کاندې
 دا سرکښه سر زما د دار لمن کې ونغاړه
 
 شال که پرې د پیغلو پاڼو نه غوړه وې زما په زړه
 دا له غمه تور بورا دخار لمن کې ونغاړه
 
 راشه پسرلیه چې وږمې دعنبریني شي
 یوه یوه دزلفانو دعطار لمن کې ونغاړه
 
 دلته له غوږو نه د الفت پردې شلیدلي دي
 دا سوې زغمي نغمې د تار لمن کې ونغاړه
 
 راشه شیخه راشه بسم الله کړه جام در ونیسه
 زهد دریا دې دخمار لمن کې ونغاړه
 
 ځه ورځه حسَنه ته غلط چم ته راغلی ئې
 مړې تلوسې ټولې د مزار لمن کې ونغاړه
 
 
 غزل
 دالفت د میکدې چي څوک میخور وي
 لکه تاک په هر یو رګ کې به ئې شور وي
 په ځلا نده مخ ئې ژر دوکه ړ نه خوري
 هسې نه لکه ایئنه بل مخ ئې تور وي
 فقط اوس زما د سترګو کعبه نه ئې
 په لحد کې به مې هم مخ ستا په لور وي
 ستورو لپي وي رڼا ته ئی نیو لې
 د زلفانو په ما ښام کې ئې شبکور وي
 دمنګي په څا څکو لو ند سا لو کې راغله
 په لمن لکه دغره لا له زار خور وي
 داسمان دشته وړه ورته ښکاریږي
 چې حسن د تفکر په نیلي سپور وي
 
 
 سوزګداز غزل
 ستا نظر چې نن کتل په کوم انداز کړو
 ما انګړ د لیمو فرش ورته په نیاز کړو
 په لوندوالې د وزرو اوس خبر شو
 چې ئې فکر تر مادي پورې پرواز کړو
 زمونږ د خواروپه رڼا کې سترګي بریښې
 لکه شمع خپل تورتم ته سوز ګدازکړو
 کم ئې مه ګڼه تر خوان د بادشا ها نو
 که په ویړ تندې چا وړاندي درته پیاز کړو
 عا قبت ته د هستې به کله پام کړو
 که به ئې فکر تل د حال او د اغاز کړو
 بډاینه په ثروت سراب لیدل دي
 استغنا غنې حسن غریب نواز کړو

خلیل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005