Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-23  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

د نذیر احمد نذیر شعرونه

زوى
 تا نه زېږېدلى يم، د تا په شيدو لوى ومه
 ما مګر ته هېره کړې، خو ستا هماغه زوى ومه
 لوى شوم د اولاد څښتن شوم، ته مې مورې پرېښودې
 ستا د مرستې نه شوم، زه د نورو مرستندوى ومه
 هره رشته، هر تړاو مې ځار له څو پيسو نه کړل
 حرص وو د حلال او د حرام په جستجوى ومه
 ته د نس په سر د دفتري ښځو مزدوره وې
 تا ته شرمنده يم زه په دې خبره پوى ومه
 راغلم درته شل او شوټ، تا بيا په غېږ کې ونيوم
 ټولې دنيا پرېښودم ستا بيا هماغه زوى ومه.
 
 بېسواده
 ستا لياقت نه لرم، ګرانې بېسواده يمه
 زه د رقيب په وړاندي پاتې له جهاده يمه
 زما ښايست، قوت زما سره کومک نه شي کړاى
 ځکه بې برخې ستا د حسن له هر داده يمه
 زما په رګ رګ کې بهېږي، لکه وينه مينه
 بيا هم د خلکو په نظر ډک له فساده يمه
 د مور مې زړه راباندې سوځي ارزښت نه راکوي
 که هر څو زه يې هم له ډلې د اولاده يمه
 خدای ته بنده له هر څه ګران وې نې هېرېږي خو زه
 احساسوم چې د خداىY هم وتى له ياده يمه.
 
 مزدور
 په څلور لارې کې ولاړ وم، هر سهار ملګريه
 ګوندې څوک راشي چې مزدور يې وي په کار ملګريه
 هسې هم نه ده چې سواد مې نشته کار مې نه زده
 هر څۀ مې زده دي،خو نصيب مې دى ډېرخوار ملګريه
 تنها د ګېډې د دوزخ غم دى چې نه ډکېږي
 تنها همدغه رانه ورکه کړله لاره ملګريه
 څو کسان راشي، څو کسان مزدوران پورته کړي خو
 ما ته ووايي چې همدا مې وو په کار ملګريه
 په همدې تمه لس بجې شي د غرمې مهال شي
 زه لا هماغسې ولاړ ومه وزګار ملګريه.
 
 

خلیل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005