Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-23  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

د علم ګل سحر شعرونه

د اوبو په اينه کې
اوس مې شعرونو ته الهام دا ستا له سترګو اخلم
د جبرائيل د خولې کلام دا ستا له سترګو اخلم
دا ستا له سترګو بهر ويښ يم، لکه ستورى پاتې
درځم خوبونه ناتمام دا ستا له سترګو اخلم
دا ستا د ناز په توره مړ يم، سترګې خلاصې پاتې
چې په ځير ګورم انتقام دا ستا له سترګو اخلم
چې يو ځل وګورې په مينه، مينه، مينه ما ته
ګلې! همدغه يو انعام دا ستا له سترګو اخلم
په اينه کې د اوبو دې تصوير ورک شو رانه
د مينې ژوند ته مې مرام دا ستا له سترګو اخلم
په يوه ورکه پسې وخت لټوم، نه يې مومم
کله سحر، کله ماښام دا ستا له سترګو اخلم.
١٩⁄٥⁄ ١٣٨٣

غزل
نظر مې شي ستومانه بېرته ستا رخسار ته راشي
بې کوره مسافر دى، نااشنا ديار ته راشي
په سترګو کې ځاى نه لري، په زلفو کې دې ورک شي
يو ستړى کليوال، تياره ماښام بازار ته راشي
د ژوند لوبه بايلي، خو په ګډا ځي د مرګ خولې ته
تش والوزي هوا ته، مرغۍ بېرته مار ته راشي
يتيم چې په ژړا شي، ميره بيا څپېړه ورکړي
ماشوم که څوک خپه کړي، په ژړا به پلار ته راشي
هندارې ټولې ماتې کړي، څو کاڼي دلته پرېږدي
يو څو لېونيان ووزي، يو څو بېرته ښار ته راشي
په کور کې څراغ نه لري، چې کښېني يې رڼا ته
چې توره شپه خوره شي، سحر ځکه يار ته راشي.
١١⁄ ٢⁄ ١٣٨٣
وزير اکبر خان

مات ستوري
وينم له تا نه، لا ډېرې ښکلې
ډېرې سرې سپينې، ډېرې غلې
خو بې له تا نه، باور پرې وکړه
نظر مې نه شي په کومې بلې.
¡¡¡
زه پروت رنځور وم، تا د امساء• کړم
د مړو له ډلې تا راجلا کړم
تا خو له سره يو ژوندون راکړ
دغه احسان دې څنګه ادا کړم.
¡¡¡
سپوږمۍ ته لاس کړم، ستوري راشمار کړم
څو رانه مات شي، څو بند په تار کړم
دا به ستا وړ وي او که به نه وي
په دې سوچونو شپه راسهار کړم.
¡¡¡
سهار چې ولاړ شم، د ګلو بڼ ته
څو ستا په شانې ګلونه بېل کړم
د پرخو څاڅکي سره راټول کړم
چې تاته جوړ ترې ښکلى امېل کړم.
¡¡¡
خو لمر راتود شي او ورک شبنم شي
وړانګې له ګله پرخې پنا کړي
زه مې د خپلې بېوسۍ وير کړم
لکه يتيم چې څوک په ژړا کړي.
¡¡¡
د لمر شغلو نه لاسونه تاو کړم
وايم لمرونه ټول تاته درکړم
خو وړانګې نه وي، هغه هم ته يې
د عشق ګلونه ټول تاته درکړم.

خلیل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005