Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-23  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

د نعمان دوست شعرونه

دزړګي وينې
 حسن پرې انبار و خو چپه نشوه
 څانګه دګلابو وه کږ ه نه شوه
 
 نيت يې دانکار په زړه کې کړى و
 جوړه يې په سترګو کې پلمه نه شوه
 
 خلاص کړئ ليونيان له زنځيرونو نه
 خدايږو هوښيارانو نه پوره نه شوه
 
 ډېرې ککرۍ مو ورته لاړلې
 ډکه لا په مونږه هديره نه شوه
 
 ډېره مولمنې نه راټينګه کړه
 سوله زموږ کلي کې ستنه نه شوه
 
 دوست دزړګي وينې ورته تيل کړلې
 بله يې جونګړه کې ډېوه نه شوه


 ربه پوښتنه کوم !
 يادښت :
 دوه شپې وړاندې د خوست ديعقوبيو ولسوالۍ هغه ميرمن چې لور يې په روغتون کې زېږدلې وه او کورته په لاره وو ، امريکايي سرتېرو پرې ډزې وکړې او دغه نوې زيږدلې نجلۍ ( چې لا يې يو ساعت هم دنيا کې نه و تېر کړى ) ، دهغې مور او څو تنه نورې ښځې يې ټپيانې کړې .
 ربه پوښتنه کوم
 خدايه ! بنده دې يم بخښنه غواړم
 يو څو پوښتنو اجازت راکوې؟
 پرون زما په خويندو ډزې وشوې
 وړه خورکۍ يې راته وويشتله
 دې ظالمانو ته دې هېڅ ونه وې؟
 ربه!
 بنده دې يمه ، ځار شم درنه
 کاشکې له سره دې خلق کړى نه واى
 زما له خويندو وينې دارې وهي
 زه پر قاتل لاس جګولى نه شم
 خدايه!
 وږي ليوان مې په هډ چک لګوي
 خالي رګونو کې مې ساه خوځيږي
 زه ورته ګورم دوى شخوندونه وهي
 اخر په راز د داسې ژوند مې پوه کړه؟
 
 خدايه ! بصير يې، هر څه خپله وينې
 په خپل کاله کې راته خور ووېشته
 وړه لورکۍ يې غېږ نه پرېوتله
 اخر په مونږه داسې کېږي څله؟
 
 ربه! دردونه مې له حده زيات دي
 بخښنه غواړم ګستاخي مې وکړه
 دخورکۍ چيغو رانه عقل وړى
 ماليوني باندې حساب مه کوه !!!
 د وري ٣٠ مه کابل 


 سينده !
 سينده ، منم ته هم زما په څېر يې
 له ژونده ستړى لا لهانده غوندې
 خو
 راسره و منه له مانه ښه يې ، ځکه په خپل زړه خپله لاره وهې
 او
 زه
 د لوړو ديوالونو منځ کې
 خپلې ژړاوې بس په خپله اورم .

خلیل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005