Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-23  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

د عادل اڅکزي شعرونه

پاته شو
 زړه ته مي سوز، سترګو ته نم پاته شو
 د وير بهير راته هر دم پاته شو
 چې يې زخمونه زما وليدله
 ګوته په غاښ ورته عالم پاته شو
 داسې څوك نه شته چې مې درد شريك كړي
 مل د ښې ورځې يار په چم پاته شو
 ترس د ناترسو به هېڅ نه شي پر موږ
 كه مې هرڅو په خوا كې غم پاته شو
 عادله! اوس لا ځنې ګټه واخله
 چې وخت تېرېږي عمر كم پاته شو.

 غزل
 خپله اجرا کاندي په حساب ورقي اړوي
 وخت له هره ژونده د شبا ب ورقي اړوي
 پر غو لي مي د کور نن د خزان بادونه څر خي
 وني يې چپه کړې دګلاب ورقي اړوي
 ستا د لا ر ښو ونو اخر دا پا يله را ووته
 يار ګنا ه پرست سو دثوا ب ور قي اړوي
 کميس د توري شپې دی څا پېر يا ل په ځان اغوستۍ
 ورځ يې کړل بد رنګه دافتا ب ورقي اړوي
 عادله د ژوند ورځي دا سي ځي لکه ما شوم چي
 بې له کو مه لوسته د کتاب ورقي اړوي
 
 غزل
 زړ ګېه ډېر دردو نه تا و خو ړل
 څوک دي وو مل که دي تنها وخوړ ل
 لا س کړ وم په ستر ګونه وينمه
 تو ر ي تيا ر ې را نه رڼا و خو ړل
 هغه به څه وکړ ي د نو رو سيا لي
 د چا حقو ق چي خپل خېر خواه وخوړل
 پرته له اوښکو بل څه نه لرمه
 چا مي هستي چا مي خندا وخو ړل
 عادله ما هم د خپل ژوند پر مېنه
 د وير دا غو نه په څو پلا و خو ړ ل
 ۱۳-۹-۲۰۰۵
 
 غزل
 د غرو په څېر ګڼي وريځي را ته لو ړي زانګي
 که بارا ن و اوري نو چيري به بيا دوړي زانګي
 
 زړه کي مي ستا د وصل دا سي تمنا را ګر زي
 لکه په خيال کي د طا لب چي يو څو غړي زا نګي
 
 غليم دي نه پرېږ دي وهي دي تېر تارېخ ته ګوري
 پښتونه ستاغيرتي پيښي ورته کروړي *زانګي
 
 تشه موسکاه دي پر ما دومره خو ښي ولو روي
 لکه د رودخړه لمنه کي چي خوړي زانګي
 
 عادله ستا سو خوا کي پړئ ونو ته ورلويږي
 لکه ز مو ږ د کلي پېغلي چي په اوړي زانګي
 ١ *(کلکي او ټينګي) 

 يوازنۍ هيلي !
 دسهارګاه نسيمه
 تاته سرتو رۍ ناست يم
 ژرسه لږ بيړه کوه
 په حال مي ځان کړه خبر
 ورسه پرلور دهغه
 چي يې زړګئ له ما نه
 په ناترسي دئ وړۍ
 تش ورته دومره وايه
 چي هغه خوار او ستړئ
 چي يې تا زړه دۍ وړئ
 هغه بې زړه غوندي کس
 له ډېره وخته څخه
 ستا د راتګ په هيله
 په نا قرا ره توګه
 په اوښکو ډکو لېمو
 لاره څاري و تاته
 د سها ر ګاه نسيمه
 تش دا يوه هيله ده
 تش په دې هيله باندي
 پا يم او ژوند کومه
 که دا هم ور ژېده
 نو دا به ياده لرې
 په هغه دم هغه ورځ
 به مي له تنه څخه
 روح په الوت اخته سي
 کالبوت به پا ته سمه
 هيڅ به کولاي نسم
 هيڅ به ويلاي نسم
 بيا به نو څوک ژړيږي
 بيا به نو څوک خنديږي
 بيا به څوک هيڅ نه وايي
 بيا به څوک هيڅ نه وايي

 غزل 
 راځه چي سره ځو د پوهاوي سرمايه وګټو
 د ژوند زاړۀ کتاب ته به تازه وقايه و ګټو
 کابلی يخ زڼی بادمي نن له خوب سره په جنګ سولو
 وای موخه مي ده دا چي د سهار مجسمه وګټو
 سکروټو د توپير چي يې تڼاکي پر زړۀ وښندې
 په کار ده دې وجود ته د درمل زمانه و ګټو
 بر يا له به موږ هله د وران کور په رغونه سو
 چي خاړري ته ، د سولي بختوره ګاڼه و ګټو
 د ړاندۀ خونکارپه سترګه کي تصويردخنجرپروت دۍ
 عا د له : دې غالب ته به موږ کله ډېوه و ګټو
 
 
 وطنه ګل وطنه
 
 د ګل په څېر تر و تازه اوسې ګلزار وطنه
 جار صدقه سمه له تا په څو څو وار وطنه
 
 ستا پر پالنه باندي وينه او خوله څڅوم
 ستا د بقا په خاطر سر غواړم په دار وطنه
 
 د خپلواکۍ ډېوه چي چا راړړه انګړ ته زموږ
 هغه دي اوسي تل تر تله لاله زار وطنه
 
 که په خيرن نظر چا وکتل سمسور عدن ته
 ستر ګي په بيړه به ور باسم د اغيار ، وطنه
 
 دامي دی لوظ دامي اقرار دا مي ده ژمنه پخه
 عادل به قدر درته کاندي په جار جار وطنه
 ٢٩ جولای ٢٠٠٢م کال چمن


 څلوريځه
 کاف * کړه په باد باندي خوله ډکه ميم * سو غوږ زمانه
 يړ سو خوشبين بل سو غمګين په برخه سږ زمانه
 ظالم چاړۀ په لاس کي ونيوه مظلوم پرېباسي
 لکه چي څوک حلالوي د اختر مږ زمانه


 ( ١ ) د کاف څخه کافر مراد دی
 ( ٢ ) د ميم څخه مسلمان مراد دی
 
 ۱۶ جنوري ۲۰۰۵ چمن ، پښتونخوا

خلیل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005