بې احساسه ! ( لنډه کیسه )
ما دا نه انګېرله چې ته به دومره بې احساسه يې!
دى غلى پاتې شو. په شونډو كې يې تر اوسه لا خندل؛ خو مخ يې يو څه جدي ښكارېد. د "انجلا" د قهر سړېدو ته يې لار غوښته خو ذهن و زړه يې پلمه په ګوتونه وركوله. د انجلا سپين مخ لـه غصې سور و. په لاره تيزه تيزه تله داسې غلې وه ته وانور يې خبرو ته زړه نه كېږي. رحيم هـڅه كوله چې د انجلا لـه تيزو ګامونو سره دى هم ګړندى شي. خو لكه چې نن د هغې ګامونه د نيولو نه و.
كور ته راورسېدل. انجلا پخلنځي ته ولاړه ځان ته يې كافي جوړه كړه رحيم چې ورو ورو كوټ لـه اوږو كښته كاوه په فكر كې و خو اوس ډېر جدي ښكارېد. هڅه يې وكړه چې بيا انجلا ته د خپلې خبرې مطلب څرګند كړي خو ونه توانېد، لـه ځان سره يې ماتې ومنله، په ناست خونه كې غلى كښېناست تلويزون يې ولګاوهْ. انجلا هم راغله هغې هم ټيلې ويزيون ته كتل خو تر اوسه لا قهر وړې وه. رحيم د سترګو تر چولو پټ پټ ورته كتل خو د خبرو توان يې لا نه ليد.
د تيرو څو كالو ګډ ژوند رحيم ته ورښوولې وه چې د انجلا قهر په اله اسانه نه وركېږي. شايد تر ورځو دوام وكړي، تر دې چې لـه ده سره يې نورې اړيكې سمې شي خو هغه قهر چې په هر څه وي هغسې پاتې وي. يو ځل رحيم ورته ويلي و چې د انساني حقونو چيغې تشې چيغې دي عمل پرې نه كېږي لـه ځكه د وخت ضايع كول دي. انجلا په دې موضوع ډېر اوږد بحث ورسره كړى و په پاى كې ترې خپه شوې وه، وروسته يې ويلي و چې په دې هكله به په راتلونكې كې سره خبرې نه كوي.
په ټيلې ويزيون كې خندنى پروګرام و. انجلا يو دوه ځلې وخندل رحيم ددې لـه خندا سره سم بيا وويل:
- ګوره انجلا، زما مطلب دا و چې دا څاروي كه دلته حلال شي كه هورې په فرانسې كې خبره يوه ده، اخر حلالېږي البته كه هورې وي نو يو څو ورځې به يې ژوند اوږد شي، ستاسو مظاهرې او غونډې څاروي په عذابوي د انسانانو پيسې پرې ضايع كېږي بله خو كومه ګټه نه لري. كه لري يې؟ او رښتيا په دنيا كې انسانانو ته څه ورپېښيږي هغوى ته ولې نه ګورئ چې د څاريو په غم اخته ياست؟
انجلا بې لـه دې چې رحيم ته وګوري وويل:
زه نوره په دې موضع لـه تا سره خبرې نه كوم، پاتې شوه په دنيا كې د انسانانو خبره كه هغوى مري دا د هغوى خپل كار دى نور نو ما په ارام پرېږده.
رحيم نور څه ونه ويل البته پوى شو چې د انجلا قهر ناست دى لكه د پخوا غوندې پر يوې بلې موضوع هم برغولى كېښوول شو نورې خبرې پرې بې ځايه شوې.
په ټيلې ويژن كې د نهو بجو د خبرونو لومړى خبر د نن ورځې هغه مظاهره وه چې انجلا پكې ګډون كړى و. دې او نورو مظاهره كوونكو نه غوښتل چې لـه بريتانيا دې ژوندي څاروي نورې اروپا ته ولېږدول شي، دوى ويل چې ژوندي څاروي تر څو ساعتونو په يوه واړه ځاى كې بندوي او په ډېر عذاب سمندر پورې رسول كېږي. هغو خلكو چې څاروي وړل د هغوى لـه خولې خبريال ويل چې په دې كار بريتانيا په سلګونو ميليون پونډه ګټې خو كه يې مخه ونيول شي، نو په زرګونو شپانه به بې كاره شي.
انجلا خوشاله شوه اوس يې مخ لـه خوښۍ سور شوى و، رحيم ته يې وويل:
- ګوره ګوره، دلته به ما هم چيرې وګورې.
رحيم مسك شو:
- هو، هو ورته ګورم.
د ټيلې ويزيون خبريال لـه څو كسانو سره په دې موضوع خبرې كړې وې د هغو خبرو پر وخت د دوى د كور د تيلې فون زنګ وژغېد. رحيم غوږى ورپورته كړ:
- هلو... ها، سلام صاحب، څه حال څه احوال؟... د خداى فضل دى، تاسو څرنګه ياست؟ ... د وطن خبرې دي؟... بيا جنګونه دي؟ ښه ښه كابل كې دي؟ ډېر خلك به يې وژلي وي؟... خداى دې انصاف وركړي..... په دواړو سترګو .... مننه، د خداى په امان.
انجلا پوښتنه وكړه.
- د چا فون و؟
- يو ملګرى مې و.
- څه يې ويل؟ ډېر تيت تيت دې كول.
- په كابل كې بيا جنګ دى.
- ښه، ښه، په جنګ كې خو مړي كېږي نو!!!
لندن ايمل پسرلي ، لندن
بېرته شاته