د كندهار همتي فرهنكياليو ژڼيو ته ډالۍ
ما خو شيبې ورته شمار نه وې دا په خپله راتله
ښكلا په خپلو وزرونو الوتله راتله
لكه شپوږمۍ په تورو وريځو كې پټ مخ روانه
ستوري يې غاړه كې اميل وو ترمنزلـه راتله
دا خو څو ځله په رسۍ شوه په وارو حړيده
ده هماغه د دار لـه ستره او كه بله راتله
د شنوليوانولـه غړمبهاره به د ډار چغه شوه
هوسۍ د حسن يې د ځمكې لـه كوز تله راغله
خاموشه چغه وه اخر د بينوا ناره شوه
اغز نه شپه كې پرسينه چې ښوئيدلـه راتله
كه يې هر څو پرې راخورې كړې د نيتونو تيارې
پرخه وه غلې اوريدلـه، اوريدلـه راتله
دعشق"انګار"ورته په سره اوركې ګلاب ګلاب شو
نه سوځيدله پكې خپله لوبېدلـه راتله