دارغند د څپو ژبه (دوهم) :
بسم الله حقمل د عبدالغفار خان زوى، د زابل ولايت اوسېدونكى دى، چې په 1367ل كال د زابل په كلات ښار كې زوكړى دى. په 1373ل كال كې يې د كلات ښار په شيخ متي لېسه كې زده كړه پيل كړه، چې اوس هم د همدغې لېسې د لسم ټولګي زده كوونكى دى.
له ادبياتو سره يې له وړكتوبه مينه لرله. اكثره به يې د وزګارۍ په وخت كې د نورو ليكوالو او شاعرانو اثار لوستل. د همدغو مطالعو او مينې بركت و، چې ده هم په 1381ل كال د شعر ليكنې ته مخه كړه، چې تر دې كاله يې يوازې د شعرونو په ليكلو بسنه كړې، په نثرليكنه كې دومره تجربْ نه لري، ځكه هغه څه يې چې ليكلي، د ده لومړنۍ تجربې ګڼل كېږي.
په دې وروستيو كې په دې ولايت كې ترنك ادبي ټولنه تاسيس شوې، چې زيات ځوانان يې غړي دي. حقمل يې هم يو مينه وال او ګډونوال دى. كه دغه ټولنه د شعرونو تر څنګ كره كتنې او نثري پنځونو ته هم زمينه برابره كړې، نو مستعد ځوانان به نثرليكنې ته هم وهڅوي. ځكه زيات كارپوهان په دې باور دي چې بايد په پښتو كې نثرليكنه زياته شي، ځوانان دې د شعرونو تر څنګ نثر ليكلو ته هم وهڅول شي. ځكه زيات ځوانان شته چې په شاعرۍ كې به دومره وړتيا نه لري، خو په نثر كې به ډېر ښه قلم چلولاى شي. دغه ځوانان بايد په ګوته او په خپل ډګر كې وهڅول شي.
همدا هڅونه او بيا لارښوونه ده، چې د زياتو ځوانان روزنې ته زمينه برابروي. زما په اند د كره كتنې لپاره لا سالمه زمينه برابره نه ده، زيات كسان يې زغم نه لري، خو لارښوونه او هڅونه ځوانان لا پسې هڅوي او د نورو پرمختګونو لپاره ورته لار اواروي. د حقمل شعرونه د تنكيو نيالګيو د څانګو په څېر دي، چې روزنې او پالنې ته اړتيا لري.
مخ
تېره شپه مې ښكلولو ښكلى مخ
په هنر مې پېژندلو ښكلى مخ
نه پوهېږم چې دا څه ډول صحنه وه
تر سهاره مې كتلو ښكلى مخ
ميخانې ساقي شرابو نه لږ ليرې
ما په شونډو لوندولو ښكلى مخ
زه ټول عمر د دې ښكلو په ارمان وم
تل همدا به مې ويلو ښكلى مخ
زه حقمل والله عاشق يم د پيمخو
په هر پيت كې مې ستايلو ښكلى مخ.
نه شته
نور د دې وخت په يارانو باور نه شته
په ناترسو رقيبانو باور نه شته
يوځل مينه، مينه وايي بيا انكار كړي
د ښكلا په خاوندانو باور نه شته
څو د هيلو څو د فرېب اوښكې ترې توى شي
دا د مكر په چشمانو باور نه شته
په يوه لاس كې يې جام بل كې تسپې وې
نور په شخ او ملايانو باور نه شته
زياتي بس چې د يار نوم نيمګړى نه شي
زما حقمل په قلمانو باور نه شته.
راولې
ولې، په څه مې زخمي زړه په ژړېدو راولې
زما وچې شوې سترګې بيا په لمدېدو راولې
ولې مې اور راوړې و خوا ته ما په اور سوځوې
هاغه مړ شوى اور نن بيا په لمبېدو راولې
راجوړ دې نه كړ نو دا اوس دې په څه ملا تړلې
چې زما جوړ شوى كور نن بيا په ورانېدو راولې
روح ته مې غل ژوند ته مې غل زما ادب ته غل شوې
زما د ځوانۍ ګلان په څه په رژېدو راولې
وايي حقمل چې نور دې فكر په اعمالو كوه
كنه سړه وينه مې بيا په جوشېدو راولې.