Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-24  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

عبدالناصر ریشا شعرونه

فاضل انسان
 غر د افغان ونړیدی ، د علم کان ولاړی
 چي علامه استاد رشاد يوستر افغان ولاړی
 خزانه ړنګه شوه ، بابا ددې زمان لاړی
 فرهنګ يتيم شو د وطن داسي افغان ولاړی
 ډير شاګردان يې خپل په وړانګو سره وځلول
 ستوري بې نوره شوه چي لمر د آسمان ولاړی
 په درنه سترګه او په قدر يې کتل ټولو ته
 څوک مو تشويق کړي ،معلم او قدردان ولاړی
 د سياسي تقوا څښتن خو څۀ ناحقه نه و
 له هر ډګر او هر زمان نه قهرمان ولاړی
 پر لار دي ډير خلک رهي سوله طارق نه دی يو
 چي ته به وړاندي وې روان هغه دوران ولاړی
 په خپل مرګي يې زما په مړه احساس کي سا پو کړه
 ددې نړۍ نه چي يو ستر فاضل انسان ولاړی 
 
 رنــځو خبري مـــه کـــوه
 تـــا خو د دردو پـــه يادېــدو ســـر را چپــــه کړلــی
 مــــوږ تـــه درمان وايـــه ، د رنــځو خبري مـــه کـــوه
 
 پـوه يـو چي تــور بخت د ښامار خولې ته اچولي يو
 لار د خلاصـــون وایــه، دغـاښــــو خبـــــري مه کوه
 
 ورک يو موږ پدې چي، دزمان مشال په لاس کي ستا
 لار راتــــــــه ښيــــــــــه ، د ورکېــــدو خبري مه کوه
 
 ښــه راته مـعلومي کار نامې د خپل نيکونــــو دي
 پــا يــله د ځــان وايه ، د پلرو خبــــــري مـــــه کـوه
 
 ملک آباد وو که څه په وس دي وي را وړاندي سه
 لـــــږ تر لـــږ د نــورو نــــړېدو خبـــــــــري مــه کــــــوه
 
 تېـــر به سره هېر کړو، پر راتلونکي به سوچ ووهو
 نــور نــــو د حســـرت، د ارمانـــــو خبـــــري مــه کوه
 
 مــــوږ د خپـــــل تـــقديــر و بد لېــدلو ته مـلا وتړل
 عــــزم مـــو دئ ټينــګ، د بــدلېدو خبــري مـه کوه
 
 نيت چي وي سپېڅلی نو بری به مو په برخه سي
 نـــن خـــو پـــر مــــیدان، د مـــاتېدو خبــري مه کوه
 لندن-۲۰/۲/۲۰۰۵ز

خلیل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005