Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-24  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

د بلال احمد احدیار شعرونه

څلوريزه
 
 سترګو کښې نري نري کاته کوي
 خدایه څنګ میده میده راتله کوي
 غم د ژوندانه راته دوه چنده کړي
 پټه شي او وخاندي دا څه کوي ؟
 
 غزل
 اوښکې مې بېا نن په بڼو زنګیږي
 لپې بهیږي په قطرو زنګیږي
 
 نن مې د زړه کور ته راځې او که نه؟
 ژوند مې په لار د جنازو زنګیږي
 
 صوفي ته ګوره چې یزدان یادوي
 څنګ ښکلې ښکاري په تسپو زنګیږي
 
 ورته خوبونو کښې دوزخ راغلې
 ذاهد نن ځکه په توبو زنګیږي
 
 پرون یې چغې د تقوا وهلې
 شیخ نن پخپله په پیالو زنګیږي
 
 رندان خفه دي میخانې ړنګې شوې
 ساقي په غم د پیمانو زنګیږي
 
 حرم زړګې مې نن د یار کوڅه کښې
 چاته ټیټ شوې په سجدو زنګیږي
 
 ژونده مقام ته د جنون مې بوځه
 بلال د اور په سرو لمبو زنګیږي 
 
 غزل
 بس دې نازونو , اداګانو ته به ټینګ نه شمه
 سحر ما ښام تش ژړاګانو ته به ټینګ نه شمه
 
 دوفا لاس که راکوې درسره خوښه مې ده
 په زړه نرې یم جفاګانو ته به ټینګ نه شمه
 
 زړه مې حرم دی طوافونه ترې غمونه کوي
 شیخه راځه چې دعاګانو ته به ټینګ نه شمه
 
 یاره غمونه مې هم واخله دزړه غل مې ته یې
 یواځې کس یمه غلاګانو ته به ټینګ نه شمه
 
 ماته دنیا کښې ملا حوری غلمان مه یادوه
 حسن پرست یم ښکلا ګانو ته به ټینګ نه شمه
 
 ده ازل ویش کښې احدیار ته خندا نه وه نصیب
 وخته ځه درومه خنداګانو ته به ټینګ نه شمه

 غزل
 تړمو اوښکو مې ګریوان لمبه لمبه کړو
 د یار غم راته ارمان لمبه لمبه کړو
 اشنا نه راځي ځه هسی لارې څارم
 انتظار کښې مې خپل ځان لمبه لمبه کړو
 چې نزول ستا د یادونو راشروع شو
 اسویلو مې شین اسمان لمبه لمبه کړو
 ستا دزلفو قیدخانې نه چې تلې نه شوم
 د زړه اه مې ټول زندان لمبه لمبه کړو
 یو ځه ډوب په سمندر د مینې نه یم
 دې مرض خو هر انسان لمبه لمبه کړو
 مخ دې اړوه، بیا خانده ، دا به خه وي
 ستا خندا خدائ شته جهان لمبه لمبه کړو
 احدیار څه بینوا هم نه وۀ خلقه
 دا خو هجر د جانان لمبه لمبه کړو 

 د فکرټال
 نن مې دفکر ټال کښې
 چې دې خندل زنګیدې
 او ما ته نه راتللې
 ای دخایست ښاپیرۍ
 ای دښکلا پرښتې
 لاړم تصویر ته دې بیا
 تاؤ شوم راتاؤ شومه ترې
 یو څو طوافو نه پس
 مې کړو زړګي ته نزدې
 ورته مې ډیر وژړل
 ورته مې ډیر وژړل
 بیا مې دزړه کعبه کښې
 را زرغونه غوندې شوې
 ستا دښایست ګلان مې
 دخپل زړګي دشته کښې
 په اوښکو بیا تازه کړل
 په اوښکو بیا تازه کړل 
 

خلیل الله سروري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005