د ارغند د څپوژبه (دوهم)؛
بشيراحمد فيضان د حاجي نورګل زوى، د زابل ولايت د كلات ښار اوسېدونكى دى. په 1360ل كال يې دې نړۍ ته سترګې غړولي، اوس د شيخ متي لېسې د نهم ټولګي زده كوونكى دى او خپلې زده كړې پرمخ بيايي. دوه كاله كېږي، چې شعر ليكي، شعر يې خوږ او له تغزلي ښكلا برخمن دى. كله- كله په ځينو بيتونو كې طنزيه رنګ هم ورګډوي. نور يې شاعري روانه او تنكۍ ده. دى چې په دغه كشرتوب كې دومره په هنري نزاكتونو پوه دى او په دې برخه كې تجربه لري، سبا ته به يې تجربه او لاسته راوړنه لا پسې زياته شي.
د ده شعرونه له كابل راډيو او ټلويزيون څخه هم خپاره شوي، خو په مطبوعاتو كې دومره نه دي چاپ شوي. ځكه كابل خو د پښتوروزنې لپاره حوصله نه لري، چارواكو هم ورته شا ګرځولې او دغې ژبې ته خدمت كول، له نورو ژبو سره خيانت او پر هغوى زياتى ګڼي. نو ځكه خو يو څو د ګوتو په شمار پښتوپالونكي لرو، چې د دغې وياړلې، خو ځپل شوې، رټل شوې او خوارې ژبې خدمت ته يې ملاوې تړلې دي او نه پرېږدي چې د پښتو ډوبېدونكې بېړۍ د ستم په سمندر كې لاهو شي.
موږ خو پر همدغو څو خواخوږو حساب كولاى شو، چې د زړه له اخلاصه به دغې ژبې ته خدمت وكړي، زموږ چارواكي خو د دنګو محلونو په څلورو دېوالونو كې ناست دي او يوازې د خپل در و دربار ساتنه كوي، هغه هم په بل چا! هغه كسان چې په خلكو كې محبوبيت لري، د ځان ساتنې ته هم پر اوږو ټوپك او په زړونو كې وېره نه ګرځوي.
زموږ د شاعرانو او ليكوالو دې سل افرينونه وي، چې قلمي مورچل يې تود ساتلى او په دې لار كې شاتګ نه مني.
سندره
يوه مسته نغمه وه، سندره ترېنه جوړه شوه
جګه سيلاني شوله، كوتره ترېنه جوړه شوه
راغله ترنم ته زير و بل ته په موسكا شوله
ونڅېده مسته، بختوره ترېنه جوړه شوه
دلته يوه ښكلې وه، لږ مينه مې ترې وغوښته
دا راته غوسه شوه، مروره ترېنه جوړه شوه
ما ورته د سترګو قاموس پرانيستو موسكى شومه
دا خبره نه شوله، ببره ترېنه جوړه شوه
دا خو نو فيضانه! د الفت محكمه نه شوله
مينې په كې سوځي ستمګره ترېنه جوړه شوه.
لېونى زړه به مې خوشحاله نه شي
كه يار خبر زما له حاله نه شي
زما زړګوټى اوس په څېر د وېښته
داسې نرى دى، چې بېحاله نه شي
ها چې مدام ورسره مينه كوم
هغه سپېڅلى بې زواله نه شي
تالا يې كړله زموږ رنګين خيالونه
اخر رقيب مو منځمهاله نه شي
فيضان به ستوري په جرګه ورلېږم
ترڅو چې دا زموږ كليواله نه شي.
وزانګي
پرېږده چې دا زړونه درته وزانګي
دا ښكلي خيالونه درته وزانګي
زما خو له مستانې مينې وزينه
وزينه غمونه درته وزانګي
كله مي د خيال څپې بهر ته وړي
كله مې خوبونه ورته وزانګي
ښكلې! په دې نېغ بڼو دې پام كوه
پام چې پرهرونه درته وزانګي
خداى خو دې د حسن قلم تاند لره
تاند دى، چې غزلونه درته وزانګي
فكر دې فيضانه! لږ په دې پوه كړه
پوه كړه، چې ګلونه درته وزانګي.