غزل
په زړه کې ساتم د یادونو ډېوې
ستا د ښکلا او انځورونو ډېوې
زمونږ خزان ځپلي چم ته راځي
دپسرلي دسرو گلونو ډېوې
بیا به مو جونگړو ته راپرېوځي
دلوړو لوړو محلونو ډېوې
تر گل ښایسته جانانه تتې شولې
ستا د راتلو دامیدونو ډېوې
بیا به دهجر تیارې وتښتوي
که شوې نازل د وصالونو ډېوې
کاروان ته بلې کړه څاروان جانانه
په لویه لار د مزلونو ډېوې
غزل
گودر خالي دی، انجونې نشته منگي ورک شوي
دعشق منظر ماذدیگر خوار شو، ځلمي ورک شوي
نن یي په کور د غلامۍ ټغر خور دی اوسي
هغه اتل اتل بچي د ابدالي ورک شوي
غزل
په تاریخ کې به یې نوم دشاه شجاع وي
چې دبل ډول ته گډیږي او پردی شي
هغه څوک به د ملت زړه کې ځای مومي
چې له خپل ملت قربان شي، سپېلنی شي
په جامه کې یې ښایست له نورو باندې
هر گلاب ته چې لاس وروړو نو ازغی شي
ښکلې پیغلې به یې لارې ډېرې څاري
کوم یو ځوان چې په میدان کې مېړنی شي
که دغرب په هر کور کې وي لوی شوی
دا غربی ځوان دې له اصله افغانی شي
غزل
يارانو لږ دحسن او ښکلا خبرې وکړئ
مجنون ته هم دمېنې او لیلا خبرې وکړئ
له ډېرو ژړاگانو مو گریوان په اوښکو لوند دی
دغم خبرې مه کړئ دخندا خبرې وکړئ
کږلېچو ډېرو لارو حوصله نده راپرېښې
زمونږ دچم مشرانو نور رسا خبرې وکړئ
غیرت په خوله یادېږي خو غیرت په چا کې نشته
دروغجنو بېغیرتو نور رښتیا خبرې وکړئ
زما دزړه په کور خو یې نن حسن یرغل کړی
جهاد دی ملایانو دفتوا خبرې وکړئ
غزل
په سوچونو، خوب او خيال کې مې جانان دى
په سندرو، ساز اوتال کې مې جانان دى
په تعويذ دملايانو به يې ياد کړم
دفالبينو په هر فال کې مې جانان دى
نيمه شپه له خوبه پاڅم خداى ته ژاړم
دعاګانو خداى ته سوال کې مې جانان دى
ما خو ډېرې استخارې ورپسې کړي
خوب کې وينم چې وصال کې مې جانان دى
ښاپېرۍ به ورته سر پر زنګون کېږ دي
کوربه شوى په هلال کې مې جانان دى
کله چې ته وخاندې
کله چې ته وخاندې
اویاهم نرۍ غوندې موسکا وکړې
زما دزړه ولاړې کلکې ستنې
لاړې شي نسکورې شي
دزړه چت مې هم راپرېوځي
بس دمینې دنیاگۍ یې غېږ کې ونیسي
مینه ترې تاو راتاوه شي
په کلک پړي یې وتړي
په لاس چاړه را واخلي
لکه بې رحمه اوظالم قاتل
چې په وینه نه مړيږي
مزبوت مزبوت یې ووهي
او دا خوارکی هم توبه وباسي
کمزوری شي، تابع یې شي
ورته لاس په سینه کېږدي
اوبس ټوله مینه مینه شي
میئن شي پر تا
ستا دیوې وړې موسکا اوخندا لپاره