خوږې خوږې اشنالکه شکرې دې خبرې
راووري مې په زړه باندې خبرې دې خبرې
نن بيادې جوړې خپل حسن له سره دی کتلی
نن اور مه ز ماله فکره لرې دې خبر ې
دکلي اومهلت دتربورسترګه درنه سوزي
څه تکې تکې سپينې اوڅه نرې دې خبرې
دادغومره مې صبردچانیازواو لحاظ و
رقیبه نورې وړای نشم کمرې دې خبرې
احساس دې درقيب لکه دباز په هواګرځي
خدای مکړه چرې ونکړي وزرې دې خبرې
حېران يم چې دکلي خلکوزړونه ولې نه چوي
خندا د ې لکه تندرا وترې بر ې د ې خبر ې