لکه څرنګه چی تاسو ته معلومه ده افغان ادبی بهير د ټولو افغانانو ليکوالو ، شاعرانو د ټوليدو يو ستر منل شوی مرکز دی . همدا بهير و چی د هجرت په سختو شپو کښی يې د افغاني کلتور او ادبياتو د ژغورلو ودی ورکولو او لا څپانده کولو ته په ډيرو سختو او ستونزمنو حالاتو ،کښی اوږه ورکړی وه او نن سبا دا بهير په خپل ګران ټاټوبی کښی د يوستر پوهنيز ادبی او تربيتي مرکز حيثيت لري ، چی ډير زيات شميرافغان لیکوالان شاعران او په ادب مئين پوهان په کښی راټول دی او د خپل غيرتمند اولس د کلتور ، فرهنګ او ادب د ښکلا او غنا لپاره زیار باسي.
په دی وروستيو کښی دا بهير د بريښنائي بهير په ډله کښی ورګډ شو او يو ښکلی بريښنائي پاڼه يي د افغان ادبی بهير تر عنوان لاندی په افغانی پاڼو ورزياته کړه , ټولو بهيروالو ته او د افغان ادبی بهير د ويب پاڼی چلوونکو ته د زړه له کومی مبارکی وايو او د څښتن تعالی څخه ورته په دی لار کښی د لا خدمت توفيق غواړو،افغان ادبی بهير دی تلپاتي او ژوندی بهير اوسی .
آمين
د افغان ادبی بهير ويب پاڼی ته ولاړ شۍ
http//:www.baheer.com