Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-24  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

دظفرکریمي شعرونه

سرۀ سکروټۀ مې راپورته لۀ ګوګل شي
 دپښتون په حق دبل٠ديو٠چې منګل شي
 پس دمرګه به ،،خوشحال،،کله پخلا شي
 سلامي که ېې اوس څلي ته مغل شي
 يوه کرښه کې چې ټول جهان راتاو کړي
 دا نشان د نابغاو د غزل شي
 د احمق خبره هغه وخت پنا شي
 دهوښيار خبره ﻻړه شي متل شي
 کله هم ګورې نصيب ته ګناه مه کړئ
 قسمتونه خو يو بل چېرته ليکل شي
 اخر دلته نه به ځو ستوني دمرګ ته
 شيخ ظفره که د ې عمر پوره سل شي
 غزل
 چې مو هيواد په چا اغيار خوړلی
 بيا مو تاريخ كې غټ ګوزارخوړلی
 دا چې خفه او بې ثباته ښكاري
 د نړۍ حسن كوم ښامار خوړلی
 سترګې يې سرې دي لاګواښونه كوي
 د"زورشرابو " سوچ ديار خوړلی
 داچې سرهْ شوې غوسه شوې ښكاري
 جوړې په زور ترې چا رخسار خوړلی
 د ملالۍ ټپې ميوند وخوړې
 اوس پښتنو پېغلو سينګار خوړلی
 ګوره دا ټوله دنيا ګوري ورته
 چا خپل ضميرچا خپل ريبار خوړلی
 داچې كچه عمر كې شعر ليكې
 د " ظفر"زړه هم څه پرهار خوړلی
 
 
 غزل
 ﻻېې حسن يو په دوه شي چه ګل وټومبي اوربل کې
 ﻻېې سرې منګلې سرې شي چې بنګړي کړي په منګل کې
 که موټراوکه جاېداد،او که بنګلې وي بې له تا نه
 ماته ټوله دنيا هېڅ ده ستا ددو سترګو بدل کې
 خنداګانې اداګانې او سپوږمئ ګوته په خوله شو
 هم بې واره بې ترتيب شو ستا ديو نظر کتل کې
 اوس به حورې اوحسېنې ځانله سرې لوپټې ګوري
 ځکه ستا مخ ېې لېدلی په پړونې د ململ کې
 تاته هېڅ په ائېنه کې د کتو ضرورت نشته
 راشه وګوره ښايست خپل د ،ظفر، په دې غزل کې

خالدهادي حیدري   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005