Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-04-27  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

دروغجن کلی

دروغجن کلی
 دزړه پانوس کې وړم لمبې د ګلبدن کلې ته
 دتورزلفوپه ماښام کې د ختن کلې ته
 دلته په ژبه د دردونو کله څوک پوهيږي
 د غم جولۍ درسره وړه چيرته غمجن کلې ته
 مونږ غريبان خو مينه اخلو تش د زړه په بيه
 ورځه دزروسوداګره کوم شتمن کلې ته
 ددی وطن خلک خو خاندي په سلګو پورې مې
 مرګيه وړه مې خدای لپاره زنکندن کلې ته
 په ليک دي وچې کړې پښتون ته د زړه ويني هسې
 قلمه وړه دشعر هنر چيرته د فن کلې ته
 چې ئې مکین تش په وعدوله غريبی ويستم
 زړه می راکا ږي بيا هما غه دروغجن کلې ته
 د يار له کلي او کوڅې خالي لاسونه مه ځه
 حسنه وړه له تهمتو ډکه لمن کلې ته

 پیښور 2006 /04/ 25

ډاکټر ذبيح الله حسن   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005