Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-05-01  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

ښیګړه (لنډه کیسه)

لیکوال : رابندر نات ټاګور

ژباړه : ډاکټر حمید شجاع ځاځی
زما خیالات دهغې ځوانې کونډې په هکله چې زما کور ته مخامخ اوسیدله له احترامه ډک وو . کم از کم ما همداسې ګڼله او خپلو ملګرو ته مې هم همداسې ویلي وو . نوین چې زما تر ټولو ښه ملګری و ،هم زما له اصلي حاله خبر نه و . او خدای( ج )شته زه په دې خبره خوشحاله هم وم چې خپل جذبات مې د زړه په تل کښې خوندي ساتلي او څوک راباندې نه دي پوهه .

لیکن د انسان جذبات هم د غرنۍ ویالې په څیر وي . که هر څو یې مخه ونیول شي بیا هم مخ پر وړاندې ځي .نور مې نو زړه ډیر راډک شو او چې بله چاره پاتې نه شوه نو شعر ته مې مخه کړه .خو نه پوهیږم د هغې په هکله مې قلم ولې څه نشو لیکلی .د خوند خبره خو دا وه چې په همدې ورځو کښې پر نوین باندې هم د شعر پیریان ناست وو . پيل ورځو کښې خو یې په قافیه او ردیف سر نه خلاصیدو . خو اراده یې کلکه وه او ځکه یې زما مرسته وغوښته . د شعر مضمون یې هماغه زوړ و ، یعنې هر غزل یې خپل محبوب ته ډالۍ و . یوه ورځ مې ورنه په ټوکوټوکو کښې پوښتنه وکړه .

- وایه کنه اشنا ! څوک ده هغه ؟

په خندا یې ځواب راکړ .

- خدای (ج) شته تر اوسه پخپله هم نه یم خبر .


زه د ا خبره منم چې د نوین شعر اصلاح کولو کښې مې سکون موندلی و . هغه ځکه چې د ده شعر د اصلاح په پلمه به مې د خپل زړه تاو ویستلو . یو عجیبه احساس و . د هاغې چرګې په څیر کومه چې د مرغاوۍ په هګیو ناسته وي .کله کله خو به چې نوین خپل اصلاح شوی شعر ولید نو حیران به شو او پوښتنه به یې رانه وکړه .

- یه هلکه ! دا خو کټ مټ زما د زړه خبره ده . ستا سر ته دا خیال له کومه راغی ؟

او ما به شاعرانه ځواب ورکړ .

- دا زما د تخیل زیږنده دی .

نوین غریب به حیران شو او لږه شیبه چوپتیا نه پس به یې ورو غوندې وویل .

- هو ته سمه خبره کوې .


لنډه دا چې د نوین د شعر اصلاح زما لپاره د خپلو جذباتو د اظهار ډیره ښه لاره وه . یو ځل خو نوین راته وویل چې دا شعرونه خو هسې هم ستا دي . ستا په نوم به یې چاپ کړو . خو ما ورته وویل چې نه . شعر خو ستا خپل دی . ما خو هسې یو نیم ځای لاس وهنه پکښې کړی ده . نوین به غلی شو . خو آخر به یې زما خبر زړه ته پریوته .

زه دا منم چې کله کله به مې سترګې د کونډې کور خواه ته ور پورته شوې . خو د هغې په څیره کښې یوه داسې منوره او پاکه ځلا وه چې زما له زړه نه یې ټول غلط فکرونه ویستلي وو .

خو یوه ورځ ........هک حیران پاتې شوم . په خپلو سترګو مې باور نه راتلو . د اوړي غرمه وه . ګرمه هوا چلیدله . تورې تورې وریځې د اسمان په یوه څنډه کښې راغونډیدلې .یوه عجیبه ویرونکې فضا وه ، اوزما ځوانه ښایسته ګاونډۍ د خپل کور په برنډه کښې ولاړه وه او اسمان ته یې کتل . د هغې په تورو ځلیدونکو سترګو کښې ما یوه ړنګه دنیا ولیده . د هغې له خاموشه او ښایسته څیرې نه څرګندیده چې په زړه کښې یې د ځوانو او تاودو احساساتو اور بل دی . که څه هم په اسمان کښې وریځو ته یې کتل . خو سترګو یې له ورایه حال ویلو چې د یو انسان د زړه په لټه کښې دي . دې منظر زما په زړه کښې هم یوه ناقراري وزیږوله .له هغې سره مې همدردي له پخوا نه هم ډیره شوه .

آخر مې پریکړه وکړه چې داسې یوه ټولنه جوړه کړم چې د کونډو ودونه کوي . نوین ته مې چې دا خبر ه وکړه نو مخالفت ېې راسره وکړ . هغه ویل .

- نور خو دې هر څه سر ته ورسول ، اوس به که خیر وي کونډې وادوې .

خو چې لږه شیبه مې ورسره خبره غبرګه کړه او ورته مې یو څو دلایل وړاندې کړل نو نوین هم د همیش په څیر زما په خبره راضي شو .


یوه اونۍ وروسته نوین راغلو او ماته یې وویل .

- اشنا ! که ستا صلاح وي نو زه غواړم چې له یوې کونډې سره واده وکړم .

د نوین دې خبرې اوریدلو نه پس نو له خوشحالۍ نه په جامو کښې نه ځاییدم . ما ورسره ومنله او د واده لپاره مې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ . نوین د واده لپاره د یوڅه پیسو غوښتنه وکړه . ما ورته وویل چې اشنا غم به یې نه کوې . بس نر شه او زر شه .

اوس پوی شوم چې د نوین شاعري هسې هوایي نه وه . هغه له ډیرې مودې نه په یوې کونډې مین و . په کومه مجله کښې به چې د نوین غزلونه ، بلکه داسې به ووایم چې زما غزلونه چاپ کیدل ، هغه مجله د نوین د خوبونو ښاپیرۍ ته هم ورسیدله . بلکه نوین به د هغې د کشر ورور په لاس مجله ورلیږله . د همدې غزلونو له برکته دواړه خواو ته اور لګیدلی و . اوس یې نو نوین له کشر ورور سره د انډیوالۍ تار ښه کلک کړی و . کله یې چې کشر ورور د څه مودې لپاره ناروغه شوی و نو نوین ته د کور ته ورتږ پلمه هم په لاس ورغلې وه . او بیا نو..... څوک چې د یار کلي ته لاړ شي ......چې بې دیدنه ترې راځي نو مړ دې شینه ....مطلب داچې له نږدې نه لیده کاته هم وشول . او خبره واده ته ورسیدله او دواړه رضا هم شول .آخر مې له نوین نه پوښتنه وکړه .

- ظالمه اوس خو راته ووایه چې څوک ده ؟

- یره اشنا . ته یې ډیره ښه پیژنې .

- زه یې پيژنم ؟ څوک یادوې ؟

- نور څوک نه . ستا کور ته مخامخ ستا ځوانه ګاونډۍ .

د دې خبرې اوریدو سره مې زړه په درزا شو .....په سترګو مې تیاره راغله .....بې واکه مې پوښتنه وکړه

- هغه هم واده ته رضا شوې ده ؟

- رضا کیدله به څنګه نه اشنا . زما شعرونه دومره بد هم نه وو. او بیا ستا اصلاح هم وه کنه یاره .


هماغه شیبه مې قسم وخوړ چې بیا به ،،،،،،

خو د چا د سر قسم ؟ د خپل سر ؟ که د هغې د سر ؟ او که دخدا (ج)

څه توپیر یې نه درلود . ما بس قسم وخوړ .

ډاکټر حمید شجاع ځاځی   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005