Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-05-03  م  خپرندوی : ليکوال چا پي بڼه

يــــــــــــــــــــو

يــــــــــــــــــــو
 جهان ټوله روښان ګورم په حُسن د نِګــار يـو
 جلوې يې پر شپږ لورو جلوه ګر يې د انوار يو
 
 په رنګ د بې رنګۍ يې څه رنګين جهان بــر پا کـړ
 د مُشکو،رنګېنيو پر عالم رنګرېز، عطــار يو
 
 نغمې د بقأ ګډي يې څپو کي د بحرونـو
 څپو کي نوی نوی دی ژوندون، هستي، کـرار يــــــو
 
 هوښيار پر ساحِل ناست يې د ځګونو ننداره کړي
 بې سد لکه غواص ګوره غوټه په لوی ابحـار يـو
 
 حِجاب کي ننوتې له کــــوردل،غـــــافــــِل، خـــودبينــو
 رِندانو باطِن بينو بربنډ وکوت دا دِلدار يـو
 
 جلال او مهابت يې مځکه ، غرونه رېــز مرېز کـړي
 جمال يې روح پرور د هر ګُـــــــل بـــــوټي او بهــار يـو
 
 هرچاکچکول په لاس کي پر درګاه يې دروېزه کـــړي
 څوک حُور غواړي قصرونه څوک مينه او ديــــــــدار يــو
 
 د هِجر په لمبو سوي باران د وِصـال غـواړي
 واصِــل يې ځان ايرې کړي د فنا په سره انګار يـو
 
 دعِشق په سمندر کي به ځان ډوب کړي اخير ګـوره!
 هر مست چي وي روان د سيند پر غاړه يا انهــار يــــو
 
 تامې ، زبون حريص ته د غنا ګنــــــــج کله رســي
 نصيب چيري ښاغلی ددې خوارو پـــــه دربـــــار يـــــــــــــو
 
 هارونه که د زړه پر پټي موج د ګُــلو غـواړې
 دې حريم کي د يار مه پرېږده اغــيار يـــو

هارون خپل   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005