Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-05-03  م  خپرندوی : هیواد شېرزاد چا پي بڼه

بېلتون

بېلتون

زما د ژوند د اميدونو سپين سحر جانانه
سکڼی ماښام درته ياديږي که نه؟
ما نه د ژوند په وركو لارو مرور جانانه
سكڼی ماښام درته ياديږي كه نه؟

له خپله ځانه او جهانه بې پروا ګرځېدو
د ماشومتوب څومره ښايسته دوره وه
چې لاس تر غاړې به له نازه به هوا ګرځېدو
د زلميتوب څومره ښايسته دوره وه
لاس په نامه به درته زه ومه اکثر جانانه
هغه اکرام درته ياديږي که نه؟

اوس هم ځوانان د خوړ په غاړو کې ټوليږي که نه
زموږ د کلي مازيګر څنګه دی؟
د چټو پېيغلو په کې اوس منګي ماتيږي که نه
هغه لمبه لمبه ګودر څنګه دی؟
تا به شراب د موسکا راوړه له کوثر جانانه
د شونډو جام درته ياديږي که نه؟

هغه چې ما و درته جوړ په هنرمندو ګوتو
هغه منګی درسره شته او که نه؟
هغه چې تا به هميشه زما جاګير ګڼلو
هغه زړګی در سره شته او که نه؟
چېرته پرېوتی خو دې نه يم له نظر جانانه
د زلفو دام درته ياديږي که نه؟

ستا د پاوليو د شرنګا چې ترنم نه راځي
اوس مې سندرې سُر و تال نه نيسي
ښکلي به ډېر وي خو نظر کې مې يو هم نه راځي
څوک مې دا ستا په څېر په فال نه نيسي
چې ستا د ماتو بنګړو تور يې وړو په سر جانانه
د (باز) ناکام در ته ياديږي که نه؟

بازمحمد عابد   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005